ګارډین: د طالب مشران وژل مهم دي، نه افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږل
وروستی بدلون 16 11 1388 07:22 PM
په لندن کې خپریدونکې ګارډین ورځپاڼه په پاکستان کې د مخفي یا پټ جنګ تر عنوان لاندې لیکي:
په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید، چې نهه کاله وړاندې هغه مهال چې امریکا د طالبانو پر رژیم برید وکړ ترسره شوي وای.
ورځپاڼه لیکي له کله نه چې شوروي ځواکونه له افغانستان ووتل او متحده ایالاتو دغه هېواد ته شاه کړه، پاکستان په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ پیل کړ څو په کابل کې اسلام اباد پلوه حکومت ټنیګ کړي.
ګارډین لیکي د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش په کابل کې د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره په یوې بې پلانه حملې لاس پورې کړ او د دې تر څنګ يې میلیاردونه ډالر پاکستان ته ورکړه، څو د ترویرزم پر وړاندې پیل شوې جګړه کې همکاري وکړي.
خو د مطلب لیکونکی وايي، پاکستان نه خو د خپلو پولو په اوږدو کې د طالبانو جرړې او مرکزونه له منیځه یوړل او نه يې هم میلیاردونه ډالر د بیارغونې او پرمختګ پر چارو ولګول.
ګارډین ورځپاڼه وايي، دا د حیرانتیا خبره ده چې ولې د بوش ادارې اسلام اباد ته په هغه وخت ایف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې چې اسلام اباد د خپل سیال هند پر ضد کارولو لپاره واخستې، ورکړې.
د ورځپاڼې په وینا دا له څو کلونو راهیسې په ډاګه شوې، چې تر څو پورې پاکستان د طالبانو نقل او حرکت بند نه کړي په افغانستان کې د ناټو ځواکونه چې هر څه وکړي کومه ګټه نه لري.
دغه راز تر کومې چې د طالبانو د کوټې شورا او په پاکستان د طالبانو نور مهم مشران له منځه وړل شوي نه وي افغانستان ته د نورو سرتیرو استول هیڅ کومه فایده نه لري.
د مقالې لیکونکي وايي په پاکستان او افغانستان کې روانه جګړه ډېره پیچلې او څو اړخیزه ده او د پاکستان اوسنۍ ملکي حکومت د هغې په وړاندې ډیر کمزورۍ دی.
د لندن چاپ دغه ورځپاڼه وړاندې لیکي، که چېرته امریکا غواړي چې د طالبانو زور مات کړي نو ضروري ده چې په پاکستان وضیعت مطالعه کړي.
ورځپاڼه د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو حملو ته په اشارې سره لیکي، دا بریدونه د جورج بوش د حکومت له خوا پیل شوي او اوس د باراک اوباما د حکومت له خوا دا بریدونه پراخ شوي دي.
د مقالې لیکونکی په پاکستان د امریکا د پیاده ځواکونو د عملیاتو په اړه وايي، له کلونو راهیسې د امریکا او برتیانیا خاص ځواکونو په اول سر کې د پاکستان له اجازې پرته د دغه هېواد په ځینو سیمو کې عملیات کړي خو وروستیو حملو ته په پام سره اسلام اباد او واشنګټن دواړه باید دا ومني، چې په دې اړه هماهنګي او موافقه لري.
ګارډین زیاتوي، په پاکستان کې روانه پټه جګړه د تروریزم پر ضد پخواني ولسمشر جورج بوش د مبارزې چې پولیسي بڼه يې درلوده بدیل دی.
د ورځپاڼې په وینا د سیمې لپاره د امریکا اوسنۍ ستراتیژي د امریکا د قوت سم استعمال دی، چې د اصلي ستونزې د حل لپاره دی نه په دې هدف چې نوې شخړه را وپاروي.
د مقالې په پای کې راځي په پاکستان کې د امریکا پټه جګړه له دغه هیواد سره په کلنۍ ډول د امریکا د یو عشاریه پینځه میلیارده ډالرو د مالي مرستې ملګرتیا هم له ځانه سره لري.