راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / افغانستان

کورنیو چارو وزارت ۴ تنه تروریستان ونیول

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړي قطعې د اركان ريیس نور زمان اورياخېل

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړي قطعې د اركان ريیس نور زمان اورياخېل

16.11.1388
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ولايت د بګراميو په ولسوالۍ كې يې، څلور تنه تروريستان نيولي.

د كورنيو چارو وزارت د ځانګري قطعي مسوولينو وويل، دوي د يوه راپورله مخې، د بګراميو په ولسوالۍ كې تېره شپه د يولړ عملياتو په نيتجه كې څلور تنه تروريستان نيولي دي.

د دغه وزارت د ځانګړي قطعې د اركان ريیس نور زمان اورياخېل وويل:

"د تروریستان یوه ډله د ملا کټور تر مشرۍ لاندې، چې د جلال الدین حقاني ډلې سره تړلي دي له شمالي وزیریستان څخه راروان شوي او د کابل چهار اسیاب ولسوالۍ ته رارسېدلي وو او له هغه ځي څخه د بګرامیو ولسوالیو ته انتقال او ځای پر ځای شوي وو.

د بګرامیو ولسوالۍ په دوران خېلو کلي کې مو خپل عملیات پیل کړل او په نتیجه کې مو څلور تنه تروریستان ونیول."

دغه ډله چې د جلال الدین حقاني شبکې پورې تړلي دی له شمالي وزیرستان څخه کابل ته راغلي دي.

ښاغلي اورياخېل وويل، له دوى سره يې دوه ځان وژونكي واسكټونه او يوه اندازه چاوديدونكي مواد هم وو.

اورياخېل داهم وويل، دوى د يوه راپور له مخې د بګراميو په ولسوالۍ کې داعمليات ترسره كړل، چې نيتجه يې مثبته وه.

نيول شوي چې څلورواړه افغانان وو، لاسونه يې ولچك او شاكړي خبريالانو ته وښودل شول، اورياخيل يې په هكله وويل:

"دغه ډلې خپل جرم منلی دی او اوس زموږ تر څېړنې لاندې دي، موږ کوښښ کوو چې دوی پورې تړلي نورې ډلې هم ومومو."

د كورنيو چارووزارت دا هم وايي، په دې وروستيو كې يې له دې نيونې څو شپې مخكې هم، د كابل ولايت په جنوبي سيمو كې د مخالفينو د بريدونو مخه نيولې ده.

سره له دې چې د كورنيو چارو وزارت د مخالفينو د بريدونو د مخنيوي خبرې كوي، خو په بشپړه توګه پر ښار د بريدونو مخه نه ده نيول شوې، ځكه چې كله ناكله په كې ځان وژونكي بريدونه ترسره كيږي او په هكله د ښاريانو انديښنې وركې نه دي.

راپور: خان محمد(سيند)
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس