راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / افغانستان

پروان ولایت کې ځيني پرمختیايي پروژې عملي شوي دي

په پروان ولایت کې د سالنګ غرنیزه سیمه

په پروان ولایت کې د سالنګ غرنیزه سیمه

وروستی بدلون 16 11 1388 05:27 PM

د پروان ولايت چارواكي وايي، چې په روان كال كې يې د دې ولايت په ليرې پرتو سيمو كې د بيارغاونې يولړ پروژې عملي كړي دي، چې په دوی كې د پوهنې، د كليو د پراختيا، برښنا او اوبو لګولو يوشمېر پروژې شاملې دي.

د پروان ولايت چارواكي وايي، چې سږكال يې د تېرو كلونو په نسبت په سيمه كې د پراختيا او بيارغاونې ډېرى پروژې، پلي كړي دي.

د دې ولايت چارواكي وايي، سره له دې چې د سالنګ د جغرافيايي موقعيت له امله په دې سيمه كې د نورو په نسبت، د بيارغاونې چارې په سختۍ سره پلي كيږي، خو د سالنګ ولسوال عنايت اله صافي وايي، چې په روان كال كې يې د خلكو د غوښتنو سره سم يوشمېر ګټورې پروژى پلي كړي دي.

ښاغلي صافي وويل:

"په روان كال كې نوي په سلو کې پروژې په عملي توګه پيل شوي دي. په دوو پوړونو كې د نجونو ښوونځى چې څلورويشت ټولګي لري، په راتلونكي پسرلي كې به پرانيستل شي.

همدارنګه د پوهنې، د كليو د پراختيا، برښنا او د اوبو رسولو په برخو كې اوه مهمې پروژې هم پيل شوي او بشپړېدو ته نږدې دي."

د سالنګ ولسوالۍ يوشمېر اوسيدونكي وايي، چې د دغو پروژو له پلي كېدو سره د دوی ستونزې يوڅه كمې شوي دي. حاجى ملك رحيم خان وايي:

"كوم كارونه چې شوي دي، ښه دي خو د ځينو ښوونځيو كارونه لابشپړنه دي، همدارنګه موږ نورې اړتياوې او غوښتنى هم لرو، هيله ده چې دولت ورته تدابير ونيسى او مرسته ورسره وكړي."

د دې ولسوالۍ خلك دا هم وايي، د سالنګ سيمه د امنيت له پلوه د دې وړ ده چې د پراختيا او بيارغونې زياتې پروژې په كې پلي شي. خو دومره په كې نه دي شوي چې د خلكو ټولې غوښتنې دې ځواب كړي.

راپور: خان محمد(سيند)
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس