ملک کرېسټل د افغانستان وضعې ته خوشبین دی

کرېسټل وویل، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو نفوذ ورځ په ورځ مخ په ډېرو دی، خو موږ د دوی پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
وروستی بدلون 16 11 1388 04:25 PM
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ستینلي مک کرېسټل وایي، په افغانستان کې وضعیت نور د خرابېدو په حال کی نه دی. مک کرېسټل چې پرون یې د ترکیې په استانبول ښار کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې ترڅنګ خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، د ده په عقیده که څه هم وضعیت په افغانستان کې ښه نه دی، خو دی فکر نه کوي چې حالات دې نورخراب شی.
د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل وویل، په افغانستان کې امنیتی وضعیت ښه نه دی، خو دی ګومان نه کوي چې وضعیت دی له دی زیات خراب شی.
دا لومړی ځل دی، چې مک کرېسټل د افغانستان وضعې ته خوشبین دی. له دې وړاندې د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکو د دې هېواد روانه وضعه د اندیښنې وړ بللې وه.
جنرال مک کرېسټل تېر کال د افغانستان د امنیتي حالاتو په اړه خبرداری ورکړی و، چې په نتیجه کې یې د امریکا ولسمشر بارک اوباما دې ته اړ شو، چې دې هېواد ته د دېرش زره اضافي سرتیرو د لیږلو پرېکړه وکړي.
جنرال مک کرېسټل چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته تللی، د دې غونډې ترڅنګ خبریالانو ته وویل، د ده په باور د افغانستان امنیتي حالات تراوسه ښه نه دی خو اوس دی د روانې وضعی په اړه هاغسی فکر نه کوي، چې تېرکال یې کړی و.
مک کرېسټل زیاته کړه، ګومان کوم هاغه مهال مې سم قضاوت کړی و، خو اوس د امنیتی حالاتو په اړه بل ډول احساس لرم.
جنرال مک کرېسټل وویل، تراوسه پورې دا نه شم ویلی، په حالاتو کې مو بدلون راوستی بلکه فکر کوم، چې په تېر ۲۰۰۹ کال کې مو په دی برخه کې ښه پرمختګونه درلودل، چې حقیقي پرمختګ به یې په روان کال کې هم وګورو.
د هغو دېرش زرو اضافي سرتیرو له ډلې څخه چې اوباما یې افغانستان ته د لېږلو پرېکړه کړې تراوسه پورې ۴۵۰۰ سرتیري دې هېواد ته رسیدلي او پاتې برخه به یې هم په روان کال کې په افغانستان کې وي.
جنرال مک کرېسټل وویل، د وسله والو طالبانو پرضد د پراخو عملیاتو لپاره تیاری روان دی او ډېر ژر به دهلمند په مارجي ولسوالۍ کې پیل شي.
د ترکیې کې د ناټو غړو هېوادو عمومي غونډه تردې وړاندې د امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې مشر ډګر جنرال رانلډ برګېس د امریکا د سنا جرګې پوځي کمیټې ته ویلي وو، چې امریکایي ځواکونه نن ورځ له هغو وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دي، چې قدرت یې ورځ تربلې زیاتیږي.
هغه وویل، وسله والو کسانو چې یو وخت یې فعالیت تر ډېره بریده د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې متمرکز و، اوس یې د فعالیت لمنه شمالي او لویدیځو ولایتونو ته هم غزولې ده.
د امریکا د استخباراتو د ملی د ادارې رییس ډېنس بلېیر هم د سنا پوځی کمیټې ته په خبرو کې وویل، چې طالبانو افغانستان ته د امریکایي نویو سرتېرو په رسېدو سره نوي تاکتیکونه خپل کړي دي.
د هغه په وینا وسله وال په افغانستان کې د فعالیت ساحه ورځ تربلې پراخوي او د افغانستان د ثبات لپاره یې خطر زیات کړی دی.
په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه غواړي د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري د دی تړون چارواکو ویلي، چې د دغو ځواکونو د روزنې لپاره کافي روزونکي نه لري.
دا موضوع په استانبول کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډی په اجندا کې شامله ده. د دفاع وزیران به په دې غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د زرګونو روزونکو پر لېږلو خبرې وکړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند رویترز اژانس ته وویل، چې د دفاع وزیر رابرت ګېټس به له خپلو متحدینو وغواړي، چې د افغان پولیسو او ملی اردو د ځواکونو د روزلو لپاره دې هېواد ته څه باندې ۴۰۰۰ ښوونکی او مشاورین واستوي.
د دفاع وزارت ویاند جیف موریل وویل، ګیتس به له متحدینو وغواړي، چې هرڅومره ژر دغه روزونکي او مشاروین واستوي ځکه د ده په وینا ډېر وخت نه شته.
ښاغلی موریل زیاته کړه، له دغه ښه فرصت څخه چې د جګړې په ډګر کې رامنځته شوي باید ګټه واخیستل شي او افغان امنیتي ځواکونو ته هغه امکانات برابر شي، چې دوی وکولای شي په خپلو پښو ودریږي او امنیتي چارو ته په خپله اوږه ورکړي.