پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ له پراختیا ویره لري
وروستی بدلون 09 11 1388 05:24 PM
د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت د دې هڅې ملاتړ کړی دی، چې وسله والو طالبانو ته د سولې په خبرو کې برخه ورکوي. خو پاکستاني چارواکي دا غوښتنه لري چې په افغانستان کې باید د هند اغیز کمزوری شي.
افغان حکومت طالبانو ته بلنه ورکړې ده، چې د سولې په جرګه کې برخه واخلي او په دې برخه کې د لندن په کنفرانس کې ولسمشر کرزي وویل، چې د سعودي عربستان له پاچا عبداله ابن عبدالعزیز څخه هیله کوي، چې له طالبانو سره د روغې جوړې په خبرو کې مرسته وکړي.
ښاغلي کرزي همداراز له ګاونډیو هېوادو په ځانګړي ډول له پاکستانه هیله وکړه چې په دې خبرو کې مرسته وکړي:
"موږ له خپلو ټولو ګاونډیو هیله کوو، خصوصا له پاکستانه چې زموږ د سولې او ملي پخلاینې د هڅو حمایت وکړي. موږ دې ته انتظار یو چې نړیواله ټولنه عملا د دې پلان ملاتړ وکړي."
پاکستان، عربستان او عربي متحد امارات هغه یوازیني درې هیوادونه و، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و.
رویټرز اژانس لیکي، چې اسلام اباد په کابل کې داسې حکومت غواړي چې د پاکستان دوست وي او پاکستان د هند په مقایسه ډیر نفوذ پرې ولري.
اسلام اباد همداراز غواړي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې په کابل کې داسې حکومت وي چې د هند او پاکستان په شخړه کې بې طرفه پاتې شي.
پاکستان دا وېره لري چې د خپل سیال هند او هغه افغانستان تر منځ چې د هند ډېر دوست وي، تر ډیر فشار لاندې رانه شي.
دغه اوس پاکستان تور پورې کوي، چې هند په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو بلوچو ملاتړ کوي. البته د رویټرز اژانس په وینا پاکستان له دې هم ویریږي چې یو دم امریکایي عسکر له افغانستانه ونه وځي او په افغانستان کې ګډوډۍ ډيرې نه شي، ځکه چې د اسلام اباد د چارواکو په باور ښایي دغه بحران بیا پاکستان ته هم رخنه وکړي.
بلې خواته پاکستان دې ته هم اندېښنه لري چې د افغانستان اوسنۍ جګړه که دوام وکړي او له طالبانو سره روغه ونه شي نو ممکن وسله وال پاکستان ته په شا شي، چې بیا ښایي په قبایلي سیمو، سرحد ایالت او بلوچستان کې شخړې ورسره ډېرې شي.
البته له ډېره وخته د پاکستان دا اندیښنه شته چې افغان حکومت د افغانستان او پاکستان د پښتنو د یووالې هڅې کوي، دا اندیښنه په وروستیو کې هم اسلام اباد ته پیدا شوې ده، ځکه چې حتی د طالبانو رژیم چې پاکستان یې سخت ملاتړ کاوه، د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پیژندله.