راتلونکې خپرونه


ورځنى سندريز پروګرام

په کابل کې د اسلامي کتابونو نندارتون

عدم تشدد - د کړکیچونو د هواري لار-ځانګړې پرواګرامونه

عدم تشدد د کړکېچونو د حل اغېزمنه لاره-اوومه برخه Audio

د نوییمې میلادي لسیزې په پیل کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، کمونیزم او له کمونیزم سره تړلي نظامونه هم له مینځه ولاړل. خو دا پېښه تصادفي نه وه. تفصیل...

ددې لړۍ نور پروګرامونه دلته وګورﺉ

راپورونه / سېمه

واشنګټن: د ستونزو لویه برخه په پاکستان کې ده

وروستی بدلون 06 11 1388 10:25 AM

په واشنګتن کې چارواکي دا مني چې د ستونزې يوه برخه په پاکستان کې ده. دوی اسلام اباد ترفشار لاندې راوستی، چې په قبایلي سیمو کې د طالبانو خلاف خپلی پوځي هلې ځلې پراخې کړي.

خو پاکستان د تروریزم ضد مبارزه کې خپل محدودیتونه لري.د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ اوږد مهاله ستراتیژۍ او اقتصادي ګټې د تروریزم ضد مبارزه کې د اسلام اباد هلې ځلې محدودوي.

اسلام اباد تراوسه یواځې پر هغو طالبانو بریدونه کړي دي، چې حکومت یې تهدید کړی او د هغو کسانو له فعالیتونو سترګې پټوي، چې له پولې پورې غاړه په افغانستان کې دولتي او بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ درې میاشتې پخوا په جنوبي وزیرستان کې پر هغو طالبانو بریدونه پیل کړل، چې په تېرو درېیو کلونو کې په پاکستان کې د زرګونو کسانو او د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو په قتل تورن ګڼل کېږي.

د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې، چې اوس هم دوام لري په سیمه کې د طالبانو ډیرې اډې له مینځه وړل شوي او د طالبانو زرګونه کسان له جنوبي وزیرستانه شړل شوي دي.

خو په ورڅېرمه شمالي وزیرستان کې د سراج الدین حقاني او د ده د پاکستاني مرستیال حافظ ګل بهادر په مشري د افغان او پاکستاني طالبانو اډې په ځای پاتې دي.

دوی له شمالي وزیرستانه په افغانستان کې خپلې حملې تنظیموي.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر تنویر احمد خان، چې اوس په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر دی وایي، سره له دې چې واشنګټن افغانستان ته لازیات عسکر استوي، خو اسلام اباد په افغانستان کې د امریکایي هلوځلو په بریالیتوب جدي شک لري او د دغه شک ترټولو لوی علت دا دی، چې د امریکا جمهور رییس باراک اوباما افغانستان ته د دېرشو زرو نویو عسکرو لېږل له دغه هېواده د امریکایي قواوو وتلو پورې تړلي دي.

اوس د اندیښنې خبره دا ده، چې کېدای شي طالبان په نږدې وخت کې د ناټو د زیاتو عسکرو له بریدونو د ځان ساتلو لپاره د پاکستان قبایلي سیمو او یا د افغانستان غرنیو لیرې پرتو سیمو ته ستانه شي او اتلس میاشتې وروسته، چې امریکایي قواوې له افغانستانه خپل وتل پیلوي په ټول قوت بېرته صحنې ته راشي او له تلونکو قواوو سره د یوې معاملې په نتیجه کې لږترلږه د کابل په حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي.

د جرمني د خبري اژانس رپوټ زیاتوي، چې دغه احتمال سره له دې چې لیري بریښي، خو بیا یې هم پاکستان په دې قانع کړی، چې افغان طالبان دهند د نفوذ په وړاندې د خپلو راتلونکو پلویانو په توګه وساتي.


د هند حکومت د جمهور رییس حامد کرزی په اداری کې کافي نفوذ لري.

د اسلام اباد لپاره د اندیښنې وړ بله موضوع دا ده که چېرې ناټو له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د اېستلو په صورت کې په دغه هېواد کې د پاکستان ګټې تضمین کړي بیا هم اسلام اباد څنګه کولای شي، له واشنګټن سره د طالبانو خلاف خپله همکاري د پاکستان خلکو ته چې اکثر یې امریکایي ضد احساسات لري توجیه کړي.

د پاکستان ولس د اسلامپالو او محافظه کارو د تبلیغاتو تر تاثیرلاندې راغلي دي.

د پاکستان ډیرخلک داسې فکر کوي، چې په افغانستان کې د امریکایی قواوو موجودیت د اسلامي نړۍ د اشغال او له پاکستانه د اټومي وسلې د لیرې کولو لپاره د لویدیځ د یوه لوی پلان برخه ده.

خو طبعا پاکستان په رسمي توګه داسې څه خبره نه کوي خو وایي، چې د طالبانو خلاف د جنګ په پراخولو کې ډېر مشکلات لري.
د حرفواندازه - +

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس