ګېټس: پر پاکستاني طالبانو چې په افغانستان حملې کوي جدي ګام پورته شي

ګېټس: د ډیورند د کرښې په دواړه غاړو کې د طالبانو د پناه ځایونو په وړاندې اقدام وشي.
02.11.1388
د امریکا د دفاع وزیررابرت ګېټس، د تېرکال راهیسې له هغه مهاله چې بارک اوباما د جمهور رییس په توګه په کار پيل کړی، دا لومړی ځل دی چې پاکستان ته سفر کوي.
د رویټر خبری اژانس دراپور له مخې ګېټس نن وویل، دی به په دې دوه ورځنی سفر کې د امریکا ضد احساساتو، زموږ دویزو ستونزې او د اتباعو د ځورولو په ګډون لانجمن مسایل مطرح کړي.
ګېټس دغه راز وویل، چې د پاکستاني طالبانو او د هغو د افغان متحدینو ترمنځ د بېلتون د کرښې اېستل د ګټې پرځای تاوان پېښوي او دا ضروري ده، چې د ډیورند د کرښې په دواړه غاړو کې د طالبانو د پناه ځایونو په وړاندې اقدام وشي.
د پاکستان حکومت پر هغو طالبانو چې د دې هېواد پردولتی اهدافو یې حملې ترسره کړي، په ورستیو کې پوځي عملیات پراخ کړي خو تراوسه یې د واشنګټن هغو فشارونو ته غاړه نه ده ایښې، چې
په قبایلي سیمو کې د هغو طالبانو په وړاندې جدي اقدام وکړي، چې حملې یې په پاکستان کې د ننه اهدافو باندې نه بلکه د سرحد دې غاړې ته په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو متمرکزې دي.
پاکستان ویلي، چې په اوس وخت کې ترډېره حده د پاکستاني طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې ښکېل دی او ورسره یوځای د بلې جبهې د پرانستلو توان نه لري.
خو کارپوهان وایي، چې پاکستان افغان طالبانو ته د هغو عناصرو په سترګه ګوري، چې کولای شي ورڅخه په افغانستان کې د دې هېواد د زاړه دښمن هند د نفوذ په مخنیوي کې کارواخلی او هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې که چیرې ګډوډي رامنځ ته کیږي دغه عناصر کولای شي، چې د پاکستان ګټې خوندي کړي.
د امریکا د دفاع وزیر او د پاکستان لومړی وزیر شیخ یوسف د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګېټس د پاکستان په نیوز ورځپاڼه کې په یوه تبصره کې، چې نن خپره شوې ویلي، چې دا مهم ټکی باید هېر نه شي چې پاکستاني طالبان له افغاني طالبانو او القاعده سره په یوه وخت عملیات ترسره کوي او دا ډېره مشکله ده، چې دغه ډلې سره جلا شي.
ګېټس وویل، که تاریخ ته ځیر شو د ډیورنډ د کرښې په داوړه غاړو کې د دې یا د هغو طالبانو پناه ځایونه به په اوږدې مودې کې د سرحد په دواړو خواوو کې د زیاتو مرګونو حملو سبب شي.
د امریکا د دفاع وزیر اسلام اباد ته له تګ د مخه له نوي ډیلي څخه هم کتنه کړې وه.
ګېټس خبرداری ورکړ چې که پر مومبیی د ۲۰۰۸ کال په شان حملې بیا تکرار شي، ممکن هند د پاکستان پرضد له قوی غبروګون ښکاره کړي.
رابرت ګېټس په سیمه کې د بی ثباتي او اوناامني په اړه د امریکا اندېښنه څرګنده کړه او دا یې ومنله، که پرهند لکه د تېرو حملو په څېر چې په پاکستان کې مېشتو سخت دریځو ډلو تنظیم کړی وي، حملې تکرار شی نو دا ځل به هند ته ګرانه وي، چی لاس ترزنې کښیني.
ګېټس له هندی چارواکو منجمله د دې هېواد له صدراعظم سره له خبرو وروسته په نوی ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل،
دا به غیرعقلاني نه وي، چې که داسې فکر وشي چې که پرهند نورې حملی وشی نو دا هېواد به یې نور ونه شي زغملي.
هند ته د ګېټس له دې سفر څخ هدف دا و، چې د امریکا او هند ترمنځ اړیکې چې په وروستیو پنځو کلونو کې پراخې شوي لاپسې پیاوړي
شي.
ګېټس وویل، نوې ډیلی، اسلام اباد او واشنګټن نن ورځ له یوه ګډ دښمن، د سخت دریځو ډلو له یوې شبکې سره مخامخ دی.
ګېټس وویل، د القاعده ترمشرۍ لاندې له دغو فعالیتونو څخه هدف یواځې د افغانستان یا پاکستان بې ثباته کول نه دي بلکه دوی غواړي چې ټوله سیمه بې ثباته کړی او د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې اوربل کړي.
ګېټس له افغانستان سره د هند اقتصادي مرستې ډیرې مهمې وبللې او ویې ویل، چې هغه هڅې چې موږ یې په افغانستان کې پرمخ وړو د ډېرو هېوادونو ملاتړ ته اړټیا لري.