ښاغلی ارین وايي چې اوس هم د پولیسو یو افسر دی او شل کاله مخکې هم د پولیسو افسر و.
نوموړي دکورنیو چارو په وزارت کې پر بیلابېلو پوسټونو دنده ترسره کړې ده او ورستۍ دنده يې د کابل د نهمې امنیتې حوزې د امر په توګه وه.
عبدالحسیب ارین پنځه کاله مخکې هم ځان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید کړی و چې په سلو کې يې له یوې هم کمې رايې تر لاسه کړې وې .
د ولسمشرۍ د څوکۍ له دې کاندید سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند مرکه کړې او بېلابیل مسایل يې ورسره څېړلي.
د عبدالحسیب ارین سره مرکه دلته اوریدلی شۍ