د غويي تر كودتا وروسته ښاغلى راكټي مهاجر شو، په كال ۱۳۵۸ كې له مجاهدينو سره يو ځاى شو او د شوروي يرغلګرو پرضد يې جهاد پيل كړ.
ویل کېدل چې د راکټي لقب هم د شوروي پر ضد د جهاد پر مهال ورکول شوی.
نوموړي د مجاهدينو د واك پر مهال د زابل ولايت د ۲۷ فرقې د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.
كله چې طالبانو واك ترلاسه كړ نو له هغوى سره يو ځاى شو او د۱۳۷۶ لمريز كال نه د كرزي تر راتګه پورې يې د ننګرهار ولايت د لومړي قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره كوله.
او د ۱۳۸۴ لمريز كال را په دېخوا په ولسي جرګه كې د زابل ولايت د خلكو استازى دى.
اوس نوموړی د هغو یو څلوېښت کاندیدانو په ډله کې دی چې د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې يې ځانونه کاندید کړي.
ولې يې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی؟ او که ولسمشر شي کوم کارونه کول غواړي ؟ دا او داسې نورې پوښتنې هغه د ازادۍ راډیو سره په ېوې ځانګړې مرکې کې ځواب کړي :
له ملا سلام راکټي سره مرکه دلته اوریدلی شۍ
د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندیدعبدالسلام راكټي سره ځانګړې مرکه واورﺉ