په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران پرله پسې دوهمه شپه پریوبل بریدونو ته دوام ورکړ، د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالات به پرایران نورې پوځي حملې وکړي.
ایران وايی د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې بحرین ، کویت او اردن کې امریکايی اډو باندې بریدونه کړي دي. په ایران د امریکا د تیرې شپې بریدونو کې لسګونه اهداف په نښه شوي دي.
اسراییل سه شنبه پر لبنان بریدونه وکړل. د یکشنبې په ورځ چې کله اسراییلي ځواکونو پر لبنان حملې وکړې په ځواب کې یې ایران پر اسراییل توغندي وویشتل او د اپریل له نیمایي راهیسې پیل شوی اوربند یې مات کړ، خو په دې ترڅ کې د امریکا ولسمشر ویلي دي چې په څو ورځو کې به روغه جوړه وشي.
د اوکراین ولسشمر خپل روسي ساري ته په پرانیستې لیک کې د مخامخ خبرو او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه .پوتین سمدستي د دې لیک په اړه کوم غبرګون ونه ښود. خو د کرملین ویاند، دمیتري پیسکوف ، وویل چې مسکو د اوکراین د ولسمشر له لیک څخه خبر دی او دا لیک به ولسمشر پوتین ته ورسول شي.
د اوکراین پلازمینه کیف او نورو ښارونو باندې د روسي ځواکونو نویو هوايي بریدونو ګنه مرګ ژوبله رامینځ ته کړې. کیف او دینیپرو ښار باندې ددغو بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي . مسکو وايي دغه بریدونه یې دننه په روسیه کې د" تروریستې اعمالو" په ځواب کې کړي دي.
متحده عربي اماراتو له کله چې د ایران پرضد جګړه پیل شوې، په زرګونو پاکستاني کارګرچې ویل کیږي اکثریت یې شیعه مسلمانان دي، له خپلې خاورې ایستلي دي.
نور راوښيه