د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۸

خبرونه

د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلو یو ورځنۍ مسابقه

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درو لوبلړیو لومړۍ مسابقه نن (شنبه) د هند په درمسالا کې پیل شي.

تر دې وړاندې دواړو ټیمونو یوه ټیستلوبه وکړه چې د هند تجربه کار ټیم په لوړ توپیر وګټله.

افغانستان د ټیست سیالیو په نسبت په یو ورځڼیو کې ښه تجربه لري.

دواړه ټیمونه به د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۷) د لکهنو په لوبغالي کې په دوهمه سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دوی وروستۍ یو ورځنۍ مسابقه به د جون په شلمه په چینای کې وي.

۸۳ امریکايي قانون جوړوونکو کانګو ته د افغان کډوالو د نه لېږلو غوښتنه وکړه

د امریکا د دواړو ګوندونو ۸۳ قانون جوړوونکو د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتي چې د قطر له «السلیه» کمپ څخه د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو د لېږدولو پلان تر هغه وځنډوي څو کانګرس ته بشپړ حقوقي، تخنیکي او بشري معلومات وړاندې نه شي.

قانون جوړوونکو په خپل لیک کې د دې لېږد حقوقي بنسټ، په کانګو کې د احتمالي استوګنې شرایط او د کډوالو اوږدمهاله وضعیت په اړه وضاحت غوښتی او د جون تر ۲۴مې یې د رسمي راپور غوښتنه کړې ده.

دغه افغانان له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه ایستل شوي وو او په قطر کې د امریکا د بیا مېشتېدو په تمه پاتې دي. ډېری یې د امریکايي پوځ، قراردادي شرکتونو، مرستندویو بنسټونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو پخواني کارکوونکي او د هغوی کورنۍ دي.

د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د امریکا د ماموریتونو ملاتړ کوونکي افغانان لا هم له جدي خطر سره مخامخ دي او واشنګټن باید له افغانستانه د هغوی د ایستلو پر مهال د بیا مېشتېدو ژمنې عملي کړي.

عراقچي: د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک د وروستي کېدو مرحلې ته ډېر نژدې شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د جمعې په ورځ وویل چې له امریکا او اسراییل سره د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» تر بل هر وخت د نهايي کېدو مرحلې ته ډېر نژدې شوی دی.

عراقچي په اېکسپاڼه کې په خپور کړي بیان کې له رسنیو وغوښتل چې د تړون تر بشپړېدو او نهايي کېدو پورې د هغه د محتوا په اړه له اټکلونو او ګومانونو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران به په مناسب وخت کې د دې تفاهم‌لیک ټول جزییات له خلکو سره شریک کړي او دا به د تهران د مسوولانه او شفاف چلند په چوکاټ کې ترسره شي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې پر ایران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تړون ځینې جزییات ایران رسنیو ته افشا کړي دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د دې احتمالي تړون په اړه د ایران دریځ «له واقعیت سره هېڅ سمون نه لري».

ټرمپ: د ایران له لوري د تړون په اړه خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، هغه معلومات چې ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي تړون په اړه رسنیو ته رسولي، د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې لیکلي: «هغه څه چې ایران ویلي، د دوی د کمزورې او خواشینوونکې اعلامیې په ګډون، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.»

نوموړي د ایران چارواکي «بې‌باوره کسان» بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی له لوري د ښه نیت پر بنسټ د خبرو او تعامل تمه نه شي کېدای.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې د ایران له لوري د وړمې شپې هغه بې‌پیلوټه برید، چې له هرمز تنګي څخه پر وتونکو هندي بېړیو شوی و او په بشپړه توګه شنډ شوی، «په هېڅ ډول د منلو نه دی».

د مزارشریف په دشت شور سیمه کې لوی اور لګېدلی

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پرون (جمعه) پراخ اور ولګېد چې له امله یې د سیمې اسمان ته لوخړې او لوګي پورته شول.

ځايي اوسېدونکو ویلي چې اور د ښار د دوهمې حوزې په دشت شور سیمه کې، د خبریال څلورلارې ته نژدې، پیل شو او څو ساعته یې دوام وکړ. د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د اورلګېدنې سیمه یو شمېر مهمو مرکزونو، لکه طبي انستیتیوتونو، وترنري کلینیک، پخواني پوځي روغتون او څو خصوصي روغتیايي مرکزونو ته نژدې دی. د سیمې اوسېدونکي وایي چې لوګي د ښار له لرې سیمو هم لیدل کېدل.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لویې لمبې ښماري او لږ تر لږه یوه زوروره چاودنه اورېدل کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پیل کې مکسیکو او جنوبي کوریا سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړه

د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور
د جنوبي کوریا او د چیک جمهوریت د ټیمونو دلوبې یو انځور

د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د لومړۍ ورځې لوبو کې مکسیکو او جنوبي کوریا خپلو سیالو ټیمونو ته ماتې ورکړه.

د مکسیکو ټیم د جنوبي افریقا ټیم ته ۲-۰ او د جنوبي کوریا ټیم د چیک جمهوریت ټیم ته ۲ـ۱ ماتې ورکړه.

دجام دغه لوبې د متحدوایالاتو ، مکسیکو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.

لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له اداري خنډ سره مخ شوی

بروکسل کې د اروپايی کومیسیون  دفتر
بروکسل کې د اروپايی کومیسیون دفتر

لویدیځې رسنۍ رپوټ ورکوي چې بروکسل ته د طالبانو د پلاوي سفر له ادارې خنډ سره ځکه مخ شوی چې د پلاوي غړو تراوسه د ویزو لپاره غوښتنلیکونه نه دي سپارلي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت یوویاند یوراکتیف رسنۍ ته ویلي چې تراوسه یې د طالبانو د پلاوي د غړو لخوا د ویزې غوښتنلیکونه نه دي ترلاسه کړي.

د اروپايی کومیسیون په بلنه د کډوالو په هکله د "تخنیکي خبرو" لپاره دغه لیدنه ښايي روانه میاشت ترسره شي.

دغه بلژیکي چارواکي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي به دپلاوي مشري کوي.

د بروکسل څخه د طالبانو د پلاوي احتمالي لیدنه د اروپايي پارلمان د غړو ، نا دولتي سازمانونو اونورو اروپايي سیاستوالو له انتقادونو سره مخ شوې ده.

دوی وايي چې دا ډول تعامل او اړیکې ښايي د طالبانو رژیم ته چې له بشري حقونو څخه په شدیدو سرغړونو تورن دی مشروعیت ورکړي.

خو د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د اروپايي اتحادیې لخوا د بلل شویو مېلمنو مخنیوی به یو خطرناک دود (سابقه) رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان :د هرات په وروستیو مظاهرو  کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

د هرات جبرئیل ښارګوتي کې د طالبانو امنیتي تدابیر
د هرات جبرئیل ښارګوتي کې د طالبانو امنیتي تدابیر

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي د هرات په وروستیو مظاهرو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څه دپاسه ۲۰ کسه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د هرات د لاریونوالو پر وړاندې له حده زیاته زور کارولی او د دغه زورزیاتي په نتیجه کې د یوه هلک په شمول لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

په دې اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي (جوزا) په ۲۱مه ناوخته خپره شوې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له لوري د ښځو نیول او له معترضینو سره زور زیاتی غندلی دی.

دوی له طالبانو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارونې په اړه ژر تر ژره، اغېزمن، خپلواک، بې پرې او شفاف تحقیقات ترسره کړي.

تر دې مخکې، په هرات کې د طالبانود حکومت د پولیسو ویاند سید مسعود حسیني د فرانسې خبري اژانس (AFP) سره په خبرو کې د هرات د لاریونونو پر مهال د هر ډول وسلې کارول رد کړي وو او معترضین یې تورن کړي وو چې د «عامه نظم د ګډوډولو» هڅه یې کوله.

خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې، د بشري حقونو د څارسازمان ، یوناما او ځینو نورو بنسټونو په خپلو اعلامیو کې ویلي چې طالبانو د سې‌شنبې په ورځ هرات کې د مظاهرو په مهال د معترضینوپه لور ډزې کړې دي.

ټرمپ: امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ

د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي امریکا جګړه پای ته رسولې او ایران منلې چې هیڅکله به اټومي وسله ونه لري.

دونالد ټرمپ دا خبره یوې انتخاباتي غونډې ته چې جزئیات یې د تلویزیون له لارې جورجیا ایالت کې خپاره شول وکړه.

ترمپ چې د جورجیا والي هم ورسره وو دغې غونډې ته وویل : "نه پوهیږم چې اوریدلي مو دي کنه ، خو مونږ نن ورځ ایران سره جګړه پای ته ورسوله. او هغوی منلې چې هیڅکله به اټومي وسله نه لري . دا هغه څه دي چې مونږ ورباندې ټینګار کړی وو."

ټرمپ زیاته کړه : "دا د مونږ ټول هدف و، ۹۵ سلنه دا وو ،او هغوی دا کار ترټولو پیاوړي ممکن ځواک باندې وکړ. "

د متحدو ایالاتو ولسمشر یو ساعت مخکې ویلي وو چی امریکا او ایران کولای شي ډیر ژر ددې اونۍ ترپایه د سولې توافق لاس لیک کړی او هرمز تنګی د بیړیو په مخ پرانیزي.

خو دایران بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې وویل چې د جنګ د پای ته رسولوپه هکله خبرې "یو ګمان دی" او د هوکړې جزئیات تراوسه نهايي شوي نه دي.

دطالبانو حکومت تایید کړه چې کابل کې د یوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو پیښه کې ۳ نجونې ټپیانې شوي

کابل کې دیوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو د پیښې یو انځور
کابل کې دیوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو د پیښې یو انځور

افغانستان کې دطالبانو حکومت تایید کړه چې کابل کې د یوه لنډ کروز موټر لخوا د یوې ډلې نجونو د وهل کیدو پیښه کې ۳ نجونې ټپیانې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد زدران وايی دغه پیښه په شپږمه ناحیه رامینځ ته شوې او ټپي شوې نجونې روغتون ته انتقال شوي او د روغتیايی وضعیت د ډاډ وړدی.

هغه د پنجشنبې په ورځ پرته له نورو جزئیاتو خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې تورن کس پیژندل شوی او دنیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

په یوه ویډیو کې چې ظاهرا د امنیتي کامرو لخوا ثبت او خواله رسنیو کې خپره شوې لیدل کیږي دغه موټر په ډیر سرعت د یوې ډلې نجونو په لور چې په سړک روانې وي ورځې او په هغو کې څو کسه وهي.

دا څرګنده نه ده چې پیښه کله رامینځ ته شوې او علت یې څه وو خو ویډیو یې له نشر وروسته د پنجشنبې په ورځ خواله رسنیو د ډیرې پاملرنې وړ شوه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG