د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۶

افغانستان

د افغانستان د کرکټ ابدالیان لوبډلې د هند له الف لوبډلې لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ابدالیان یا الف لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن (پنجشنبې) د هند له الف لوبډلې لوبه وګټله.

لوبه د باران له امله ودرول شوه او د ډي ایل ایس سیسټم پراساس د افغانستان لوبډلې د څلورو منډو په توپیر سیالي وګټله.

د افغانستان، هند او سریلانکا د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ دا درې اړخیزې پنځوس اوره سیالۍ د سې شنبې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوې او د جون تر یوویشتمې دوام کوي.

د سې شنبې په ورځ د هند الف لوبډلې کوربه سریلانکا ته په لږ توپیر ماتې ورکړه.

یوناما: په وروستیو بمباریو کې وژل شوي ټول ولسي وګړي دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، د افغانستان په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د وروستیو بمباریو د قربانیانو ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي،" یوناما مستند کړې چې د جون د نهمې او لسمې نیټې ترمنځ پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو د بریدونو په نتیجه کې دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او لس تنه نورټپیان شوي دي."

د یوناما په خبره د سې شنبې شپې د دغو هوايي بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

یوناما همدارنګه د تاوتریخوالي د کمېدو، د دوامداره اوربند د ټینګښت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د سرحدي لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

له دې وړاندې، د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ادعا کړې وه چې د افغانستان په دریو ولایتونو د پاکستان د سې شنبې شپې په هوايي بریدونو کې ۱۳ کسان، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سړی پکې شامل وو، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ ادعا کړې چې د دې هېواد ځواکونو په افغانستان کې څلور هدفونه له منځه وړي او ۲۶ "ترهګر" یې وژلي دي.

هغه د غبرګولي په ۲۰مه، چهارشنبه، زیاته کړې چې دغه بریدونه په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په ځواب کې ترسره شوي او په افغانستان کې یې د "فتنه الخوارج " هغه اصطلاح چې د پاکستان پوځ یې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمیرترهګرو ډلو ته کاروي، پټنځایونه او خوندي مرکزونه" په نښه کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان اړوندو وسله ‌والو ته خوندي پناه‌ ځایونه ورکړي دي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کراتو کراتو رد کړي دي.

راتلونکې اونۍ د ننګرهار په یوشمیرسیمو کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي

د ننګرهار ولایت په څو سیمو کې د راتلونکې شنبې په ورځ د پولیوضد واکسین کمپاین پیلیږي.

له پولیو پاک افغانستان بنسټ د پنجشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له پنځوکلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین دغه کمپاین به د جوزا په ۲۳ په جلال آباد او دریو ولسوالیو، بټي کوټ، بهسود او سرخرود کې پیل شي. په دې اړه چې دغه کمپاین به څومره دوام وکړي، نورجزیات ندي ورکړل شوي خو یوازې دومره ویل شوي چې دا د پولیو یا ګوزڼ واکسین ګډ کمپاین دی چې پکې جزوي زرقي واکسین او د څاڅکو واکسین شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جوزا په اومه په خپل وروستي راپورکې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د پولیو د یوې نوې پیښې د ثبتیدو خبر ورکړی و او ویلي وو چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پولیو د څلورو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی. ننګرهار هم یوله هغو ولایتونو دی چې وروستیو کلونو کې د پولیو ډیرې مثبتې پیښې پکې ثبت شوي دي.

پولیویوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.

د طالبانو حکومت د وروستیو حملو په اعتراض کې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضارکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د ولسي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل "شديد او قاطع اعتراض" ورته وړاندي کړ.

په هغه اعلامیه کې چې د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې د ورځې ناوخته پرخپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ویل شوي چې دوی "دغه تېری او بشري جنایت د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض بولي، په کلکو ټکو یې غندي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې د خپلې خاورې دفاع او د ولس امنیت تأمینول خپل شرعي مسئولیت ګڼي."

د طالبانو حکومت ویلي چې د خوست، پکتیکا او کنړ ولايتونو په ځينو سيمو کې د پاکستان د چهارشنبې د شپې په بمباریو کې د ولسي وګړو کورونه په نښه شوي او په نتیجه کې یې د یولسو ماشومانو په ګډون دیارلس کسان وژل شوي او ۱۴ تنه نورولسي وګړي ټپیان شوي دي.

خو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان په خاوره کې یې د یولړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ ترهګروژلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه یادونه کړې چې "د دغو تکراري پاروونکو اقداماتو او جنایتونو د ټولو پايلو مسئولیت به د پاکستان پوځ پر غاړه وي."

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر افغانستان تور لګوي چې د پاکستان ضد وسله‌ والو ډلو ته پناه ورکوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.

تازه تاوتریخوالی د فبرورۍ له خونړیو سرحدي نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی لوی پوځي کړکېچ بلل کېږي. دواړو لورو د تېر کال په اکتوبر کې له څو اوونیو جګړو وروسته پر اوربند هوکړه کړې وه.


حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پاکستان د «ناسمو سیاستونو او دښمنانه کړنو» له امله په سیمه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

کرزي د چهارشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې په خپور کړي بیان کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان باید پوه شي چې د دغو سیاستونو دوام به یې هدفونو ته ونه رسوي.

هغه زیاته کړې: «د پاکستان په ګټه ده چې د افغانستان پر ضد د جګړې او ورانکارۍ له تګلارې لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې د هغه په وینا ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری پکې شامل دي. نوموړي ادعا کړې چې ۱۴ نور کسان هم، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

مجاهد ویلي چې بریدونه پر ملکي کورونو شوي او هغه یې «جنایت» بللی دی.

له بلې خوا پاکستاني چارواکو بې له دې چې پر افغانستان د بمبارۍ په اړه څه ووايي، ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو یې د افغانستان په پوله کې د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ ترهګر وژلي دي.

اتحاد هوايي شرکت کابل ته الوتنې دوه برابره کوي

UAE-HEALTH-VIRS-AIRPORT
UAE-HEALTH-VIRS-AIRPORT

اتحاد هوايي شرکت (Etihad Airways) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې نېټې څخه به د ابوظبۍ او کابل ترمنځ خپلې الوتنې دوه برابره کړي او هرې خوا ته به دوهمه ورځنۍ الوتنه هم ورزیاته کړي.

اتحاد هوايي شرکت د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې کابل ته په اوونۍ کې څلور الوتنې پیل کړې وې.

هوايي شرکت ویلي چې د دې لارې لپاره د مسافرو تقاضا له پیله تر تمې ډېره لوړه وه. د دې لوړې غوښتنې لامل نه یوازې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ مستقیم سفرونه دي، بلکې هغه مسافر هم دي چې د ابوظبۍ له لارې اروپا او نورو هیوادونو ته سفر کوي.

ابدالیان کرکټ لوبډله د هند له الف سره مخامخ کېږي

د افغانستان د کرکټ ابدالیان یا الف لوبډله به د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن (پنجشنبې) د هند له الف لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان، هند او سریلانکا د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ دا درې اړخیزې پنځوس اوره سیالۍ د سې شنبې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوې او د جون تر یوویشتمې دوام کوي.

د سې شنبې په ورځ د هند الف لوبډلې کوربه سریلانکا ته په لږ توپیر ماتې ورکړه.

یوناما: د هرات د اعتراضونو پر مهال یو هلک وژل شوی

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (UNAMA) ویلي چې د هرات ولایت د جبرئیل ښارګوټي د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه یو هلک د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له کبله ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د یوې بلې احتمالي مړینې په اړه راپورونه هم ارزوي. دغه اعتراضونه وروسته له هغې وشول چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د «حجاب د لارښوونو د نه مراعت» په تور یو شمېر ښځې او نجونې ونیولې.

یوناما تایید کړې چې د جون د ۶ او ۷ ترمنځ لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات ښار کې نیول شوې وې، او لسګونو نورو ته شفاهي اخطارونه ورکړل شوي وو. د دې ادارې په وینا، که څه هم یادې ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې، خو دغه ډول نیونې د هغوی او کورنیو پر ژوند ژور اغېز پرېږدي.

بل لور ته، د طالبانو چارواکو د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او هغه یې «بې‌بنسټه اوازې» بللې دي. همداراز ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو د هرات له معترضانو سره د ملاتړ په موخه لاریون کړی، خو دغه راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د طالبانو یو پخوانی قوماندان، امریکا کې په ۴۲ کلونو بند محکوم شو

واشنګټن کې دامریکا د عدلیه وزارت ودانۍ، ارشیف
واشنګټن کې دامریکا د عدلیه وزارت ودانۍ، ارشیف

د امریکا عدلیه وزارت وايي د طالبانو یو پخوانی قوماندان د «ترهه ګرۍ»اړوندو جرمونو په تړاو، په ۴۲ کلونو بند او ۵ کلونو تر نظارت لاندې ازادۍ محکوم شو.

اعلامیه زیاتوي چې ۵۰ کلن حاجي نجیب الله ته د «یو امریکایي خبریال او دوو افغان وګړو د یرغمل نیونې» په تړاو سزا واورول شوه.

دغه پېښه په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې شوې وه.

حاجي نجیب الله د هغو طالب جنګیالیو د مشرۍ له امله هم محکوم شوی چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې پر امریکایي سرتېرو بریدونه کړي ، چې له امله یې یو شمېر امریکایي پوځیان وژل شوي وو.

د امریکا د عدلیې وزارت اعلامیه وايي نوموړي تیرکال په خپلو جرمونو اعتراف کړی و.

سرپرست لوی څارنوال، ټاډ بلانش ویلي «هغه کسان چې امریکایانو ته زیان رسوي او په ترهګریزو اعمالو کې لاس لري، هر څومره وخت چې ونیسي، تعقیبېږي او د عدالت منګولو ته سپارل کېږي.»

د بنګله دیش په کوربه توب سیالیو کې د افغانستان د هنډبال د ملي ټیمونو ګډون

ټاکل شوې چې د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې د «جنوبي اسیا چلنج کپ» سیالیو کې نن لوبې ترسره کړي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌ عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌ دېش او د ۱۸ کلنو کم‌ عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له مالډیف سره ترسره کړي.

د بنګله ‌دېش په کوربه ‌توب په دغو سیالیو کې چې چهارشنبې د جون په لسمه پیلیږي او تر ۱۴مې نېټې پورې دوام کوي، د شپږو هیوادونو، افغانستان، نیپال، هند، یمن، مالډیف او بنګله دیش ټیمونو ګډون کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG