شنبه 30 ثور 1391 سیمه ییزوخت 10:55 PM


پروګرامونه

د وروستیو سیلابونو د مخنیوي لپاره څه وشول؟

د حرفواندازه - +
13.02.1391
سږ کال بارانونو، واورو او سیلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې لسګونه کسان مړه کړي. د افغانستان له طبعیي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې د وروستیو سیلابونو له امله ګڼ شمېر نور ټپي او لا درکه شوي دي.

Audio اورېدونکي: طالبان مو ځوروي

په پروګرام کې له اورېدونکو د دوى په ټليفوني پيغامونو کې اورو چې پر بېلابېلو مسايلو يې خبرې کړې دي. ځينې اورېدونکي په خپلو سيمو کې له وسلوالو کسانو په عذاب دي، څوک په تعليمي برخه کې ستونزې لري او ځينې اورېدونکي بيا پر ممکنه سولې خبرې کوي.

Audio دا ځيني ولې د موبایل په سمه کارونه نه پوهیږي؟

د مخابراتو د وزارت مسولین وایي، چې د افغانستان( ۷۰ ) فیصده اوسیدونکي ګرځنده تیلیفون یا موبایل کاروي. موبایل ګڼې اسانتیاوې خلکو ته چمتو کړي، نن سبا د موبایل په واسطه دوستان یو د بل له حال نه ډیر ژر خبریږي، خو له دې سره سره یو شمېر عام خلک له هغو کسانو نه شکایت کوي، چې د موبایل په سمه کارونه نه پوهیږي، وخت ناوخت زنګ وهي، ځان نه ورپیژني، بس په کیسو پیل وکړي، په دې ډول هم خپل او هم د مقابل لوري وخت ضایع کوي.

د اورېدونکو ليکلي پيغامونه

په پروګرام کې ستاسو هغه ليکلي پيغامونه اورېدلاى شئ چې د اتصالات مخابراتي شبکې په مرسته مو ازادۍ راډيو ته رالېږلي دي

Audio په افغانستان او نړۍ کې ورزشي فعاليتونه

رضوان مراد د دې پروګرام کوربه دى د لوبو له ميدانه - د غويي ١١ مه د نړۍ سپورټي خبرونه هم اورېدلاى شئ

بنګړیواله د ژوند په رنګونو کې

یوه بنګړېواله چې شاوخوا ۳۰ کاله کیږي بنګړي خرڅوي او خپل کور پرې چلوي. دا وايي، چې له پلورنو ورته دا کسب په میراث پاتې دی، سړي یې زاړه اوسپنې او ټیمان راغونډوي او دوی بنګړي خرڅوي.

Audio ستاسو د ورکو دوستانو د لټون پروګرام

په دې پروګرام کې هم د هغو کسانو پيغامونه اورئ چې د خپلو ورکو عزيزانو او دوستانو په لټه کې دي.

Audio یو بنجاري شاعر د ژوند په رنګونو کې

ضیاء الدین چې په کابل کې د بنجاري کار کوي، په کابل کې غمي، د ټټرونو فیتي، د ګنډ کالیو فیتې خرڅوي. ضیاء الدین د بنجاري کار ترڅنګ شاعري هم کوي.

Audio د افغان لانجې سوله ييز حل ممکن دى؟

په وروستیو ورځو کې یو ځل بيا د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په باب بحثونه تاوده شوي دي. تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر لوی مرستیال فهیم قسیم وویل چې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره پکار ده چې هغوی په قدرت کې شامل کړای شي.

Audio ځوانان کوم بوټونه خوښوي؟

دا دعا به کوو چې لوی مو کړې، لويي رامه کړې.ځکه چې لويي يوازې د خدای له شان سره ښايي. راځو د قد یا د ونې لوړوالي او ټيټ والي ته، ځينې ځوانان په ځانګړي ډول ځينې نجونې چې له ونې ټيټې وي، نو د جګو پوندو بوټان په پښوکوي،چې يو څه دنګې مالومې شي، خو ځينې به یې ښايي د موډ او فیشن لپاره هم په پښو کوي، له طبي اړخه د جګو پوندو بوټان په پښو کول وجود ته ځينې زیانونه رسوي

Audio یو کبابي د ژوند په رنګونو کې

یو کبابي مو دا ځل د ژوند په رنګونو کې رامیلمه کړی دی، دی وايي چې چپلي کباب له قیمې او ځیني نورو ډیرو شیانو نه جوړوو.

Audio د کانکور پايلې د ډاډ وړ نه دي

په پروګرام کې پر ګڼو مسايلو د اورېدونکو ټليفوني پيغامونه اورېدلاى شئ. څوک د کانکور تېرې ازموينې سمې نه ګڼي، څوک په خپله سيمه کې له وسلوالو شکايت لري او څوک بيا وايي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په وړاندې سم سياست پرمخ نه بيايي.

Audio لا هم تعليم کړي ځوانان له تبعيض سره مخ دي

د ځوان فکر په دې پروګرام کې شرف الدين ستانکزي د هرات له ولايت له درېيو ځوانانو سره پر تعليمي مسايلو خبرې کړي. دوى وايي لا هم ځوانان چې غواړي تعليم وکړي، په کلتوري لحاظ له تبعيض او نورو ستونزو سره مخ دي.

Audio په هلمند کې سينما جوړه شوه

د هلمند د مرکز لښکرګاه سينما تر پنځوسو کلونو وروسته په اساسي ډول جوړه شوه. په ننګرهار کې خلک د سراج المعارة ودانۍ د بيارغولو غوښتنه لري.

Audio له امريکا سره ستراتيژيک تړون

د ازادۍ په څپو کې اوونيز پروګرام کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه خبرې شوې دي. دغه تړون د افغانستان په ګټه دى؟ په پروګرام کې پر همدې مسئله خبرې شوې دي.

Audio خوږ ژبی سندرغاړی بریالی صمدي

د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل د خوږ ژبي سندرغاړي بریالي صمدي سره مرکه کړی دی وايي چې ما سندرې له وړوکوالي نه پیل کړي دی وايي چې غزلې مې ډیرې خوښیږي چې ويي وایم.

Audio د یوه موچي سره د زړه خواله لرو

د ژوند په رنګونو کې مو داځل د موچي سره د زړه خواله لرو او دی وايي چې موچيتوب مې په پیښور کې زده کړی دلته په کابل کې په همدې موچیتوب ژوند تیروو او یوه مړۍ ډوډی پیداکوو.

يو قصاب د ژوند په رنګونو کې

دا ځل مو د ژوند په رنګونو یو قصاب میلمه دی او دی وايي چې قصابي مې پلرنی کسب دی او دده په وینا قصابي هم هنر دی او زده کول يي اسانه نه دي خو که کوښښ وشي نو ډیر ژر يي سړی په حساب پوهیږي لکه د هر کس ته د هډوکو ویش چې یاید پیرودنکی هم خپه نشي او او ځان ته هم تاوان ونه رسوي.

Audio اورېدونکي: ټرافيک مو ځوروي

په پروګرام کې ستاسو هغه ټليفوني پيغامونه راغونډ شوي چې پر روغتيايي ستونزو، ګرانۍ، ناامنيو، اداري فساد او ګڼو نورو مسايلو دي.

Audio د اوبو د مصرف په وخت کې باید بې پروايي ونشي

اوبه د ژوندیو موجوداتو د ژوند د پایښت لپاره تر ټولو مهم عنصر دی، اوبه د ځمکو د کرلو، د انرژي د تولیدولو او داسې نورو لپاره لومړنۍ اړتیا ګڼل کیږي. که چیرې اوبه نه وي یا هم له ضرورت نه کمې شي نو دا ویلای شو، چې انساني ژوند پر مخ نشي تللای.

Audio د کرکټ نوى بورډ وايي نوي پلانونه لري

په دې پروګرام کې رضوان مراد درسره دى، چې د کرکټ بورډ د نوي مشر د ټاکلو په اړه راپور او پر ګڼو نورو ورزشي فعاليتونو په پروګرام کې مطالب اورېدلاى شئ

Audio واړه پورونه د ښځو په اقتصادي وده کې ډېره ونډه لري

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې واړه پورونه یا قرضې د ښځو او کورنیو په اقتصادي وده کې ډېره ونډه لري. په وروستیو لسو کلونو کې ګڼو افغان ښځو د وړو پورونو په مټ د چرګانو ساتنه، مالداري، غالۍ اوبدنه، خیاطۍ او داسې نور واړه کارونه پیل کړي او له دې لارې یې د خپل ځان او کورنۍ د ژوند په بهترۍ کې برخه اخیستې ده.

یوه کډواله مېرمن څه ارمانونه لري؟

د کابل ښار په ″پروان دو″ سیمه کې ګڼې خیمې ولاړې دي، د ژوند رنګونه دا خپرونه د یوې کډوالې په اړه ده، چې ښه ژوند لرل یې تر ټولو ښه ارمان دی. دا وايي، چې دوه په ژوند کې څه ونه شو کړای، هیله لري، چې م ...

Audio د ورکو کسانو لټون

په دې پروګرام کې هم د هغو کسانو پيغامونه اورئ چې د خپلو ورکو عزيزانو او دوستانو په لټه کې دي. ورک عزيزان - د غويي ٣ مه دا خپرونه امان الله امیرزی جوړوي .

Audio دولتي مامور د ژوند په رنګونو کې

د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل یو افغان دولتي مامور چې ولي ګل نومیږي میلمه کړی وايي، چې لکه د نورو مامورینو په شان د سهار له اتو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې کار کوي او د خپلو مصروفیتونو تر څنګ کوښښ کوي خپلې کورنۍ ته هم ورخت وکړي.

Audio مخابراتي خدمات ارزانه کېږي

نن د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ وزیر انجنیر امیرزی سنګین زموږ مېلمه دی. مخابرات په افغانستان کې له هغو څانګو څخه ده چې ویل کېږي په وروستیو لسو کلونو کې یې زیاته وده کړې ده.

د پوهنتون محیط تر ټولو خوږ محیط دی

د کابل پوهنتون یو ماسټر عبدالاحد منګل وايي، چې په رښتیا هم پوهنتون یو خوږ محیط لري او هر شیبه یې په زړه پورې ده. د پوهنتون دروې عبدالاحد ته د زده کړې سربیره بله ګټه رسولې ده، هغه داچې په لیلیه یې ...

Audio ښه ملګری په بد وخت کې مالوميږي

وايي، چې ګیله له خپلو کیږي، کله چې د ملګرو ترمنځ هم مینه ډیره شي، نو بیا په وړو وړو خبرو یو له بله ګېلې کوي او سره مروريږي. دوي فکر کوي، چې یا یې ملګری له ملګرتیا ستړی شوی او یا یې هم تر ده ښه ملګري پيدا کړي.

ټول دولتي مامورین خوشې ورځ نه سباکوي

یو دولتي مامور شیر ګل وايي، چې هر څوک په یو سیسټم پورې اړه لري، کله چې یو سیسټم جوړ شي، نو هغه له قوانیو سره اړه پیدا کوي او د همغو قوانیو له مخې انسانان د کار جوګه کیږي. په هېوادکې دولتي او اداري ...

Audio اداري فساد خلکو ته ستونزې پيدا کړي

په دې پروګرام کې د اورېدونکو پر اداري فساد او تعليمي ستونزو د دوى ټليفوني پيغامونه خپروو، بيا له دوى څخه اورو، چې وايي په تعليمي برخه کې ستونزې لري او په سيمو کې يې بيارغونه نه شته. اورېدونکو په خپلو پيغامونو کې نورو مسايلو ته هم اشاره کړې ده، چې د همدې پروګرام په بهير کې يې اورېدلاى شئ

Audio ځوانان له وطن سره مينه لري؟

په وروستيو کې خلک شکايت کوي چې افغان ځوانان د پخوا په څېر له خپل وطن سره مينه نه لري. په دې پروګرام کې پر همدې مسئلې خبرې شوي دي.

Audio د کونړ ولايت ستونزې او برياوې

کونړچې له ننګرهار، لغمان، نورستان سره ګډه پوله لري په اداري تشکیل کې یې څوارلس ولسوالۍ دي. په دې ولایت کې چې په غرونو پوښل شوي اکثره خلک لکه د نورو ولایتونو په څیرپه کرڼه بوخت دي.

Audio په کوټه کې د ډولچیانو ستونزې

د ازادۍ راډیویي مجلې په دې خپرونه کې له نیمروزې شاعرې ګلزاده حقدوست سره مرکه اورئ. د شین ګلاب په نوم د چین د خلکو یو خوږ حکایت، په کوټه کې د ډولچیانو د ستونزو په اړه رپورټ او نور مطالب اورېدلای شئ.

Audio د دوو مینانو له حاله خبر شئ!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې به لومړی څو مهم خبرونه واورئ، لکه د پت دارو میږیانو په ضد د زراعت وزارت مسلحانه جنګ! ورپسې به مو د دوو مینانوله حاله خبر کړو.

په ښځینه بڼ کې ښځینه دکانداره

د ژوند رنګونو د خپرونې نننۍ مېلمه په ښځینه بڼ (باغ زنانه) کې یوه دکانداره ده. دغه دکانداره چې نسرین نومیږي او جامې خرڅوي، وايي د دکان ټوله سودا په خپله دا راوړي. مېرمن نسرین وايي، چې دوی ټر ډېره ...

Audio په بېلابېلو ولایتونو کې د وسلوالو همغږي بریدونه

لکه په جریان کې یاستی، د یکشنې په ورځ وسلوالو طالبانو د کابل په څو مهمو سیمو او ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې ډله یېزې ځان وژونکې حملې وکړې. دوي د کابل ښار په داسې ځایونو کې ځانونه ونیول چې هلته د جرمني او بریتانیا د سفارت په ګډون مهم دیپلوماتیک مرکزونه، د افغانستان ملي شورا او پوځي مرکزونه دي.

یو خواري کښ ځوان د ژوند په رنګونه کې

رجب چې په کابل په مارکېټ کې کراچۍ چلوي، وايي، چې په ژوند کې ډېرې ستونزې لري، دايمي کار نه شته. په هېواد کې وروستیو جنګونو له لیک لوست څخه بې برخې کړی دی. رجب وايي، په هغه ورځ یې چې کار ښه وي نو ...

Audio څه ډول د مږو له شر نه خپلې ځمکې وژغورو؟

د کرهنې د وزارت مسول کسان وایي، چې دوي ته همدا سږ کال هغه بزګران په خپلو ځمکو کې له مږونه په شکایت راځي، چې کلونه، کلونه یې بزګري کړې، وایي کله خو داسې هم کیږي چې د څو پټیو حاصلات یې چې د فصل د اخیستلو وخت شي وچیږي.

Audio له یوه ګل پلورونکي سره

یو ګل پلورونکی مو دا ځل د ژوند په رنګونو کې میلمه دی او نوموړی شخص ډیر خوښ ښکاري او ددې په وینا سر او کار مې له ګلانو سره دی او یو ډول خوشالي احساسوم . دی زیاتوي چې ددې ګلانو په پلورلو سره د ژوند چارې مخته بیایم.

Audio افغان ورزشي فعاليتونه

رضوان مراد د پروګرام کوربه دى د لوبو له ميدانه - د وري ٢٨ مه

اړیکي