راتلونکې خپرونه


خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه

"پاکستان دې د سولې په خبرو خپلې ګټې په پام کې نه نیسي"

16.11.1390

د افغانستان د سولې عالي شورا له پاکستانه غواړي، چې په قطر کې د سولې په خبرو کې یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر ونه کړي،ټاکل شوې، چې د پاکستان صدراعظم سید یوسف

پخوانیبل
10-16 دلو 1390
یکشنبه 16 دلو 1390

پنټاګون به له ۲۰۱۴نه وروسته سپېشل فورس په افغانستان کې وساتي

پنټاګون په پام کې لري له 2014 کال وروسته، چې د نړیوالې ټولنې ماموریت پای ته رسېږي، خپل خاص ځواکونه یا سپېشل فورس په افغانستان کې وساتي.

"د پاسپورټ د کمښت ستونزه هواره شوې"

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وایی، چې په افغانستان کي د پاسپورټ د کمښت ستونزه هواره شوي، او پنځوس زره جلده پاسپورټونه چاپ شوي دي.

ښکیلې خواوې د م.م د سپارښتونو په وړاندې څه ډول غبرګون ښيي؟

افغان او بهرني ځواکونه وایې، چې دوې هغه ټول موارد په پام کې ساتي، چې د ملګرو ملتونو په رپورټ کې یې د عامه خلکو د خوندي کولو لپاره سپارښتنه شوې.

په کندهار کې موټر بم چاودنې ٧ تنه ووژل

په کندهار کې د موټر بم یوې چاودنې ۲۶ کسان مړه او ټپیان کړه، د کندهار ښار امنېي قومندانۍ ته نږدې د پولیسو د ګزمې پر موټر په بمي چاودنه کې ۷ کسان مړه او ۱۹ نور زخمیان شوه .

پنیتا:د افغان ځواکونو لپاره تر خپل توانه هر څه کوو

د امریکا د دفاع وزیر وویل چې نړېواله ټولنه باید د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه په هغو ژمنو ودریږي چې د بن په دوهم کانفرانس کې يي کړي دي.

د نورستان له مرکز سره تړلې لارې د واورو له امله بندې شوي

په نورستان کې د زیاتو واورو د ورښت له امله د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو ته غزیدلې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي، خو خلک له دولتي چارواکو غواړي چې باید ژر تر

روسيې او چین د سوريي په اړه د م.م پریکړه ویټو کړ

روسيي او چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوريي په اړه وړاندې پریکړه لیک ویټو کړی دی، دا دواړه هیوادونه وايي دا پریکړه لیک متووازن نه وو او باید پر متن يې نور کار هم شوی وای.

شنبه 15 دلو 1390

”د سوريې په حمص کې ٢١٧ تنه وژل شوي”

په داسی حال کې چې ټاکل شوي د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړي نن هغه پریکړه لیک ته رايې ورکړي چې په هغه کې په سوریې کې شخړې غندل شوې دي، د بشري حقونو یوې ډلې خبر ورکړى

نن د ماسکو په سړه هوا کې تودې مظاهرې روانې وې

نن په ماسکو کې چې د تودوخې درجه په کې د سانتي ګرېد په حساب منفي شلو ته رسیدله زرګونه تنه مظاهرو ته راوتلي وو.

م.م: په افغانستان کې تېر کال ۳ زره ملکي وګړي وژل شوي

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تیر ۲۰۱۱ میلادي کال کې د افغانستان په جګړې کې ټول درې زره یویشت تنه وژل شوي، چې د وړم کال په پرتله اته فیصده زیاتوالی ښيي.

وروستیو ورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې له تیرو دریو ورځو راهیسې په پرلیسې توګه د واورو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

روسیې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د جمعې په ورځ په کابل کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

لویه څارنوالی: د ګلبهار حبیبي د قضیې څیړل به ډیر ژر بشپړ شي

د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې د روانې اونۍ په لومړیو کې به د ګلبهار حبیبي دوسیه د څیړلو لپاره بیرته محکمې ته ولیږي.

افغان ځواکونه په یوازې ځان پوځي عملیات ترسره کولای شي؟

د افغان کتونکو په وینا افغان ځواکونه د روزنې، سمبالښت او وړتیاو له پلوه دې ته تیار نه دي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال د پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي.

د میلاد النبي (ص) په غونډه کې پر یووالي ټینګار وشو

د اسلام د پیامبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، میلاد د شنبې په ورځ د هېواد په اکثرو مبارکو ځایونو او جماتونو کې د غونډو په ترڅ کې ونمانځل شو.

د مونشن په کنفرانس کې د افغانستان او اروپا پر حالاتو بحث کیږي

د مونشن درې ورځني نړیوال امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شوی او د یکشنبې په ورځ به پای ته ورسیږي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کیلنټن...

له ترکمنستان څخه هرات ته د ګازو نل لیکه غځول کیږي

د هرات والي ډاکټر اود شاه سبا د یوه پلای په مشرۍ ترکمنستان ته تللی، څو هرات ته له هغه هېواده د ګازو یوه نل لیکه راوغځول شي او د دې ترڅنګ د برېښنا مزي تقویه کړي.

په پاکستان کې افراطي ډلې پټ بانکي حسابونه پرانيزي

د پاکستان استخباراتي ادارو په خپل يوۀ افشا شوي راپور کې حکومت ته خبردارى ورکړى چې په دې هېواد کې وسلوالو او غيرقانوني سازمانونو ته دننه له پاکستانه او بهر څخه د نغدو پيسو مرسته به دې ته لاره هواره کړي

″پاکستاني چارواکي دې د ″احمدیانو″ د ساتنې هڅې زیاتې کړي″

د بخښني نړيوالې موسسې د جمعې په ورځ وويل، چې پاکستاني چارواکي بايد په خپل هېواد کې د احمديانو د ساتنې لپاره هڅې زياتې کړي. دا غوښتنه په دې ...

ملا عمر سپینې ماڼۍ ته یو لیک استولی دی

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو لړۍ دوام لري او په راپورونو کې ویل شوي، چې د طالبانو مشر ملا عمر متحده ایالاتو ته یو لیک استولی او له سپینې ماڼۍ څخه یې د خپلو بنه دیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

جمعه 14 دلو 1390

د کانګرس ځينې غړي د طالب بنديانو د خوشې کېدو مخالف دي

د امریکا د کانګرس ځینې غړي له ګوانتانامو زندان څخه د طالبانو د پنځو مشرانو د خوشې کولو د پرېکړې پرضد یوې ښکاره مبارزې ته د تیارۍ په حال کې دي

UNHCR: د افغان کډوالو ستنېدو لپاره مرستو ته اړتيا ده

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وايي، د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا ده څو افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه په اطمینان سره خپل هیواد ته ستانه شي

افغان چارواکي د ناټو وروستي اعلان ته اندېښنه لري

افغان چارواکو د ناټو د دفاع وزیرانو د دې پرېکړې په اړه چې وايي نړیوال ځواکونه به د محاربوي عملیاتو مشري له ټاکلې نېټې مخکې افغان ځواکونو ته وسپاري

د سولې عالي شورا غړى لا هم د وسلوالو په بند کې دى

د کونړ والي سېد فضل الله وحېدي وايي د یوې اوونۍ په پوره کېدو بیا هم دسولې شورا غړی مولوي شفیع الله د وسله والو کسانو سره بندي دی

"د کابل په ده سبز او باریک اب کې نومره اخیستونکي په تاوان کې دي"

په ساختماني چارو کې د ولسمشر سلاکار دا تایید کړه، چې د نوي ښار په پروژه کې له څو کلونو راهیسې د هستوګنې د نمرو بې قانونه پلورل روان دي.

په کرمه اجنسۍ کې بیا ګڼ شمير پاکستاني پوځيان وژل شوي

وسله والو طالبانو د پاکستان په قبائلي سیمه کرمه اجنسۍ کې یوارې بیا پر دولتي ځواکونو درنه حمله کړې،پوځي مقامات وايي، دا حمله د پنجشنبې او جمعې ترمنځې شپې ناوخته مهال

"امریکا به د افغان میرمنو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي"

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر راین کراکر نه یوازې دا چې د افغانستان د ښځو له اقتصادي ودې سره یې د مرستو ژمنه وکړه بلکه ویې ویل چې، د دوې د ټولنیزو

په مصر کې د مظاهرو نوې لړۍ پيل شوې

د مصر په مرکز قاهره کې پولیسو پرون ماښام پرهغو مظاهره چیانو چې د کورنیو چارو وزارت پر لور یې مارش کاوه اوښکې بهوونکی ګاز وشینده.

ناټو: هيله ده د ٢٠١٣م کال تر نيمايي افغانان د عملياتو مشري واخلي

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې هیله وښوده چې افغان ځواکونه به په راتلونکي ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخلي.

پنجشنبه 13 دلو 1390

ناټو راتلونکی کال په افغانستان کې عملیات پای ته رسوي

د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې له امریکا او فرانسې سره خپل دریځ د پنجشنبې په ورځ یو کړ او له افغان ځواکونو یې وغوښتل چې د راتلونکي میلادي کال له نیمایي وروسته دې په افغانستان کې

له طالبانو سره د سولې هڅې نتیجه ورکوي؟!

له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره هڅې له افغانستانه بهر او د افغانستان دننه روانې دي. خو د هغه رپوټ له مخې چې تازه ناټو د جګړې په ترڅ کې د نیول شویو بندیانو په وینا خپور کړی دی، د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي.

ماليزيا: د کښتۍ په ډوبېدو کې افغانان، پاکستانيان او عراقيان مړه شوي

د مالیزیا پولیس وايي اته تنه مهاجر هغه مهال د دې هېواد په جنوب کې په سمندر کې ډوب شول کله چې يې کښتۍ د توپاني څپو له امله ماته شوه.

Audio د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت تر اوسه ۷۵سلنه بودیجه لګولې

د سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد په کچه ناامنۍ او پروژې ته په وخت تخصیص نه ورکول هغه لوېې ستونزې دي چې د دوې د پراختیایي بودیجې د مصرف په وړاندې پرتې دي.

لویه څارنوالۍ د سحر ګل دوسیه محکمې ته استولې

د افغانستان لویې څارنوالۍ له محکمی څخه د سحرګل په شکنجه او ځورولو کې ښکیلو کسانو ته تر اوو کلونو د بند سزا غوښتنه کړې،د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري ازادۍ

"چين باید د ایران د اټومي پروګرام په بندولو کې له خپل نفوذه کار واخلي"

د جرمني صدراعظمې له چینه غوښتي چې د ایران د اټومي پروګرام د بندولو په هڅو کې له خپل نفوذ څخه کار واخلي،د رویترز خبري اژانس په وینا انګیلا میرکل به چې د چین په درې

ولسمشر کرزې به په اسلام اباد کې په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي

که څه هم تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د افغان، پاکستاني او ایراني مشرانو په دغه درې اړخیزه غونډه کې به کوم ځانګړي مسایل تر بحث لاندې راشي، خو کابل په دې غونډه کې د

امریکا د لوګر پر بيارغونه ٢٥٠ ملیونه ډالره لګوي

په لوګر کې میشتو امریکایې ځواکونو ژمنه کړې، چې په دې ولایت کې به د بیارغونې پر مهمو او اساسي پروژو شاوخوا دوه نیم سوه میلیونه ډالر ولګوي.

احمدي نژاد د لوړو اهدافو یوه دولتي بودیجه اعلان کړه

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د چارشنبې په ورځ د لوړو اهدافو یوه دولتي بودیجه اعلان کړه،خو منتقدین وايي، په دې بودیجه کې هغه اقتصادي فشارونه په پام کې نه دي نیول

"پکار نه وه چې د ناټو پټ رپوټ په ډاګه شوی وای"

د ناټو یو پټ پوځي راپور چې ځینې خبریالانو ته رسیدلی دی وايي، د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس اې په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو لپاره له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.

"افغانستان کې به زموږ جنګي ماموریت د ۲۰۱۳ترنیمایې یا تر پایه بشپړ شي"

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا پرون وویل، چې په افغانستان کې د امریکایي او د نورو بهرنیو هېوادونو د عسکرو محارب ماموریت به د راتلونکي ۲۰۱۳ کال تر نیمایي یا تر پای

د سوريي په اړه پر شوي پریکړې د روسيي نیوکه

عربي ټولنې د چارشنبې په ورځ د سوریې په اړه د یو پریکړه لیک مسوده چې د امریکا، بریتانیې او فرانسې ملاتړ هم ورسره ده د امنیت شورا ته وړاندیز کړه.

لویې څارنوالۍ د دوو بریتانوي قاچاق وړونکو دوسیه بشپړه کړې

لویه څارنوالۍ وایي، که هم دوې د نیول شوېو بریتانویانو او افغان ملګرو لپاره یې د بند د یوې ځانګړې مودې سزا غوښتې، خو په دې اړه به وروستۍ پریکړه محکمه کوي.

چهارشنبه 12 دلو 1390

″د افغانستان د پرمختګ لپاره د امریکا مرستې اغېزناکې وې″

″یو. اېس. اې. آی. ډي″ یا د امریکا د متحدو ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې، د خپل تاسیس په پنځو سمه نمانځغونډه کې، د افغانستان د مالیې له وزارت...

پټي: د نشه یي توکو پرضد مبارزې ته دوام ورکوو

سره له دې چې سږکال په افغانستان کې د مخدرو موادو په کرکیله کې زیاتوالی راغلی خوپه کابل کې د بریتانیې سفیر ټینګارکوي چې دوی به د نشه یې توکیو...

د افغانستان د ثبات پر وړاندې ګواښ د پاکستان پر ضد د ګواښ په معنی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل، کابل ته د سولې، هیلې او ښه نیت له پیغام سره راغلې ده. اغلې کهر د هغو ادعاو د ردولو هڅه وکړه...

ولسي جرګې د مالیې وزیر د استیضاح غوښتنه وکړه

د افغانستان د ولسي جرګې مشر وایي، که چیرې د جرګې شل سلنه غړیو وکولای شول، چې د مالیې وزیر د استیضاح کولو په موخه خپل نومونه ثبت کړي نو راتلونکې غونډې ته به هغه استیضاح کړي.

طالبانو په عربستان کې د سولې خبرې رد کړې

د افغانستان د طالبانو یوه ویاند هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو مشران به په لنډ راتلونکې کې په عربستان کې د افغانستان د ولسمشر له ادارې سره

د ستراتیژیک سند په اړه د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې بیا پیلیږي

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر په روانو خبرو کې دا ځنډ په داسې حال کې رامنځ ته شوی، چې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ ځینو اختلافاتو ته اشاره کیږي.

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان مسئله څیړي

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه په داسې وخت کې پیلوي چې ناټو د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره تورنه کړې ده چې

له افغان طالبانو سره د پاکستان د اړیکو په اړه یو سند افشا شو

د امریکا د متحده ایالاتو او ناتو په پټو اسنادو کې چې په دې وروستیو کې په ډاګه شوي، څرګنده شوې، چې د پاکستان استخباراتي اداره (ای. اېس. ای) په افغانستان کې په بهرنیو ځواکونو باندې د طالب وسله والو په حملو کې مرسته کوي.

حنا رباني کهر کابل ته راورسېده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر کابل ته رارسیدلې او له افغان چارواکو سره به د سولې په اړه خبرې وکړي. د بهرنیو چارو وزارت...

د پاکستان جيټ الوتکو د اورکزو پر قبائلي سیمه درنه بمباري کړې

د پاکستان هوايي ځواک د ددې هيواد په لرې پرته قبایلي سیمه اوکزو اجنسۍ کې د سخت دریځو وسله والو پر مرکزونو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون

سعودي عربستان د افغانستان د سولې په احتمالي خبرو کې له احتیاطه کار اخلي

سعودي عربستان د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه توب ته ترهغو زړه نه ښه کوي، چې طالبان له القاعده سره اړیکې ونشلوي.

سه شنبه 11 دلو 1390

پټي: افغانستان باید د ثبات لپاره له ځينو هیوادو سره ستراتیژیکې اړیکې ولري

په کابل کې د بريتانيا سفارت په دې باور دی چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره دېته اړتیا شته چې پر بریتانیا سربیره دا هېواد له ځینو نورو

په افغانستان کې له مذهبي اقليتونو سره تبعيض کېږي

د کابل په یوه زندان کې یو شمېر هغه بندیان ساتل کېږي چې په غلا او وسله والو حملو تورن نه دي. په دغو کسانو کې یو ځوان چې په آرامۍ خبرې کوي

پاکستان: په نښتو کې ٦٧ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په پاکستان کې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په نښته کې ۶۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا نښته نن سهار د وخته په قبايلي سیمه کرمه اجنسۍ کې شوې.

د ننګرهار په لالپورې ولسوالۍ کې ۳۰۰ متره اوږد پول جوړ شو

د ننګرهار ولایت په سرحدی ولسوالۍ لالپوره کې دامریکاپه مشرۍ د ولایتی بیارغونې پی ار ټی په شبږ نیم ميليون امریکایی ډالرو مالی مرسته یو لوی پول جوړ شو

ننګرهار: دولتي ځواکونو او د ځمکې غاصبينو جګړه وکړه

د شینوارو یوه مشرحاجي ملاجان شینواري ازادۍ راډيوته وویل ، د حکومتي پولیسو له خوا ددوی پرکسانو ډزې وشوې ، چې شپږ تنه ولګیدل دوه

القاعده په ایران کې څرنګه فعالیت کوي؟

امریکایي ځواکونو په تیرو څه باندې لسو کلونو کې د نړۍ په یو شمیر هیوادو کې د القاعده شبکې پرضد علمیات کړې دي. خو ایران هغه هیواد دی

طالبان له کابل سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي

په پاکستان کې افغان اسلامي اژانس رپوټ ورکړی دی چې طالبان دې ته چمتو دي چې له امریکایانو سره خبرې وکړي خو دا نه غواړي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ

اوباما ومنله چې په پاکستان کې د " ډرون" حلمې د دوی له خوا تنظیمیږي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په بې سارې ډول ومنله، چې د دې هیواد بي پیلوټه الوتکې د پاکستان په خاورې حملې کوې او دا یې هم په ډاګه کړه چې په دې حملو کې د ملیکانو د مرګ ژوبلې په راپورونو کې مبالغه کیږي.

له طالبانو سره د امریکا د اړیکو هدف څه دی؟

په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکي وايي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له سره د سولې خبرې نشته بلکې روانې هلې ځلې ټولې د افغانانو ترمنځ خبرو ته...

وکيلان د حنا رباني سفر ته د شک په سترګه ګوري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ځینو پرمختګونو ته اشاره کیږي.

م.م: پر افغان پولیسو د خلکو باور ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې او اکسور موسسې له خوا د افغان پولیسو په اړه سوې نظر پوښتنه ښيي، چې د تیرو کلونو په پرتله خلک له پولیسو ډیر خوښ دي.

″پولیس د ښځو پرضد د تاوتریخوالي کوونکو په نیولو کې پاتې راغلي″

د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د ډېرېدوله امله اندیښنه ښیي او څرګندوي، چې امنیتي ځواکونه د ښځو...

پکتيا: واورې د ښه کال زېرى ورکوي

د پکتيا ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال د واورو د ډېر ورښت له امله شونې ده چې په راتلونکې کال کې د غنمو او نورو کرنيزو توکو حاصلات زيات شي.

″د روشن مخابراتي شبکه دې خپلې ټلیفوني بیې ټیټې کړي″

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هغو شرکتونو ته، چې لاهم د ټلیفوني خدمتونو بیې یې لوړې دي خبرداری ورکړ، چې د خپلو ټلیفوني خدمتونو بیې راښکته کړي.

″په کانکور کې د لوړې نمرې اخیستونکي د زده کړو لپاره بهر ته لېږل کیږي″

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې بهرنیو هیوادونو ته د محصلینو د لیږلو لپاره یې یوه نوې کړنلاره جوړه کړې ده. د دغه وزارت د محصلینو د چارو مرستیال بری صدیقي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې تمه وښودله، چې په دې کړنلارې سره به بهر ته د محصلینو د لیږلو په لړۍ کې لا ډير شفافیت رامنځ ته شي.

په هرات کې یوې ۳۰ کسیزې وسله والې ډلې سوله وکړه

په هرات کې د وسله واله مخالفینو یو سیمه ییز قوماندان عبدالله له ۳۰ تنو ملګرو سره یو ځای، ملکی ژوند غوره کړ، ظاهراً یې ټولې ورسره وسلې د حکومت...

په کندز کې یوه ښځه د لور زېږولو په "جرم" وژل شوې ده

افغان پوليسو پرون د هغه سړي د نيولو لټه پيل کړه چې ويل کېږي خپله مېرمن يې په دې خاطر وژلې چې د درېم ځل لپاره يې لور زېږولې ده.

دوشنبه 10 دلو 1390

د اسامه موندونکى ډاکټر اپرېدى لا هم د ISI په توقيف کې دى

د امريکا يوه عالي رتبه چارواکي تاييد کړه چې د پاکستان په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن د کور په موندلو کې يوه پاکستاني ډاکټر مهم نقش درلود.

“امریکایان نه شي کولای چې په افغانستان کې د خپلې خوښې سوله راولي”

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی، د سولې د هر ډول خبرو ملاتړ کوي، خو له افغان حکومت څخه غواړي، چې له ولسي جرګې سره په ....

د افغان کرکټ لوبغاړو د وړتیا د لوړولو لپاره ۵ کلن پلان جوړ شو

د افغانستان د کرکټ بورډ مسولین وایي، چې تر۲۰۱۵ کال پورې به په هیواد کې د کرکټ لوبغاړي زیات کړي او د دوی د وړتیاوو په لوړولو کې به...

زلمي رسول یو تاریخي اثر د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته وسپاره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ناوخته، د هېواد یوتاریخي اثر، د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته ورکړ. دا اثر چې د کندهارا دورې پورې اړه لري، په جرمني کې ترلاسه شوي او بیا په هغه هېواد کې افغان سفیرته سپارل شوی دی.

کابل او اسلام اباد باید د حنا له سفر څخه مثبتې ګټې ترلاسه کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر په داسې حال کې کابل ته روانه ده، چې له تیرې څه مودې راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي اړيکو کې رامنځته شوې خلا لا هم پر خپل ځای پاتې ده

څیړونکي، خبريالان او خلک آزادي راډیو ډېره اغېزناکه بولي

لس کاله وړاندې آزادي راډیو د افغانستان لپاره په پښتو او درې ژبو خپرونې پیل کړې. په تیرو لسوکلونو کې آزادي راډیو په بیلابیلو نشراتي برخو کې رغنده ونډه واخیسته او خلکو ته یې ډېر کره، پروخت او دقیق معلومات وړاندې کړل.

"ایران دې اروپايي هېوادونو ته د تېلو له بندولو لاس واخلي"

جرمني پرون له ایرانه وغوښتل، چې له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټمي لانجمن پروګرام پرسر د راپورته شوي کړکېچ د زیاتوالي مخه ونیسي او اروپایي ...

ناټو له ټاکلې مودې نه مخکې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو غوښتنه رد کړه

د فرانسی ولسمشر نیکولاس سارکوزي په افغانستان کې د څلورو فرانسوي عسکرو د وژل کېدو له پیښې وروسته په پاریس کې له افغان ولسمشر حامد کرزي...

پخوانیبل
10-16 دلو 1390
د حرفواندازه - +

کلیز

دکتګورۍ انتخاب :
My Yahoo Google

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس