په داسي حال کې چې د افغانستان پر درو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا یو وار بیا زیاته شوې، پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې بندو پاتې پاکستانی لاریو ته اجازه ورکړې چې پاکستان ته لاړې شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي تېره شپه په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو دپاکستان تازه بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان وايي د ترهګرو څلور مرکزونه په نښه شوي او ۲۶ کسان یې وژلي. د پېښې قربانیان او عیني شاهدان وايي په دې حملو کې زیانمن شوي ټول کسان ولسي وګړي دي.
په کار پسې سرګردانه یوشمېر ځوانان د هکرانو یا انټرنیټي غلو لاس ته لوېږي. دا خبره د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وکړه او وې ویل چې یوشمېر ویب پاڼو ته یې د کارموندنې په موخه غوښتنلیکونه لېږلي، خو له اوږده انتظار سره سره هم، دوی هیڅ ډول کتبي یا تیلفوني ځواب نه ترلاسه کوي.
ایران وايی د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې بحرین ، کویت او اردن کې امریکايی اډو باندې بریدونه کړي دي. په ایران د امریکا د تیرې شپې بریدونو کې لسګونه اهداف په نښه شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په کونړ ، خوست او پکتیکا د پاکستان په نویو بریدونو کې یوولس کوچنیان، یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان حکومت ادعا کوي چې لسګونه وسله وال یې وژلي دي.
اسراییل سه شنبه پر لبنان بریدونه وکړل. د یکشنبې په ورځ چې کله اسراییلي ځواکونو پر لبنان حملې وکړې په ځواب کې یې ایران پر اسراییل توغندي وویشتل او د اپریل له نیمایي راهیسې پیل شوی اوربند یې مات کړ، خو په دې ترڅ کې د امریکا ولسمشر ویلي دي چې په څو ورځو کې به روغه جوړه وشي.
د افغانستان په ښارونو کې سلمانان تر ډېره یوازې ویښته جوړوي خو په کلیو او بانډو کې بیا ګڼ نور خدمتونه هم ترسره کوي، چې د خلکو د غمونو او ښادۍ پروګرامونه پرې راټول وي. دوی د خوښیو پروګرامونو ته خلک راخبروي، پخلی کوي، ناویانو ته ډولۍ جوړوي او دغه شان پخوا یې د ټنګ، ټکور پروګرامونه هم کول.
د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په تېرو تقریبا دوه نیمو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله نژدې اوه سوه کسان مړه او ژوبل شوي دي، له ۱۸ زره ډېرې کورنۍ زیانمنې شوي او نږدې ۱۰ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.
افغانستان کې د ملګروملتونو دمرستندوی ماموریت، یوناما، سرپرستې جورجیت ګانیون امنیت شورا ته خپله وینا کې یوځل بیا یې له طالبانو وغوښتل چې په نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي. بلخوا فعالانې وايي د طالبانو له حکومت سره له داسې تعامل څخه باید ډډه وشي چې د دوی ځپونکې پالیسي عادي کوي.
یو شمېر افغانان وایي، راتلونکو نسلونو ته د خپل تاریخي او کلتوري میراث د انتقال لپاره خپلو کورونو کې ګڼ پخواني اسناد او عکسونه ساتلي دي. دوی وایي که څه هم کډوالۍ، طبیعي پېښو او د مناسبو سرپناوو نه لرلو ترې ځینې مهم اسناد ضایع کړي خو بیا هم دا اقدام د خپل تاریخي هویت د خوندي کولو لپاره یوه څه بولي.
نور راوښيه