ژوندۍ خپرونې

دري خپرونه

راتلونکې خپرونه

خټو او چکړو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي

د نوی ملي شورا د پرانیستنې مراسم

راپورونه

په عراق کې پارلماني انتخابات له تاوتریخوالي سره مله وو

16.12.1388

په عراق کې د نن یکشنبې ورځې پارلماني انتخاباتو په بهیر کې د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي. په همدې حال کې راپورونه وايي چې خلک د چاودنو او بمي حملو له ګڼو پېښو سره سره د رايو مرکزونو ته ولاړل او په انتخاباتو کې يې برخه واخیسته. دا هغه څه و چې صدراعظم نوري المالکي د دې هېواد له خلکو غوښتي و.

پخوانیبل
10-16 حوت 1388
یکشنبه 16 حوت 1388

ولسمشر حامد کرزي هلمند ته سفر وکړ

دافغانستان ولسمشرحامد کرزي نن دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ ته ناڅاپي سفر وکړ. کرزي په مارجه کې د قومي مشرانواو سپین ږیرو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې زه نن دلته د دې لپاره راغلی یم چې ستاسو مشکلات واورم.

د افغان خبریال اجمل نقشبندي د وژنې مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

درې کاله وړاندې طالبانو یو افغان خبریال اجمل نقشبندي چې له یو بل ايټالیوي خبریال سره یې برمته کړی و وواژه . د يكشنبې په ورځ په كابل كې د وژل شوي خبريال اجمل نقشنبدي په اړه يو امريكايي فلم جوړونكي مستند فلم نندارې ته وړاندې کړچې یو وار بیا يې د خبریالانو په وړاندې پرتو ستونزو ته د خلکو پام واوړوه .

افغان ماشومان په لندن کې هم له ستونزو خلاص نه دي

په برتانیا کې میشت افغانان دخپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه اندیښنه لري . دوی وايي ماشومان یې د مورنۍ ژبې او افغان کولتور زده کړې نه لرې پاتې دي . دغه افغانان وايی د برتانیا پر ټولنه د رسنیو ډیریدونکي اغیز تنکي ماشومان د ځايي کولتور خپلولو ته اړویستلي . او دافغانستان دودونو ته ارزښت نه ورکوي.

مشرانوجرګه:افغان اوبهرني امنیتي ځواکونه دې همغږي شي

د افغانستان مشرانو جرګې خپلې غونډې ته د كورنيو چارو، دفاع وزارت او د سيمه اېزو ارګانونو د خپلواكې ادارې مرستيالان وربللي و، چې د هېواد په وروستيو امنيتي ستونزو ورسره خبرې وكړي، خو د مشرانو جرګې يو شمېرغړېو انتقاد كړى دى چې تراوسه پورې د افغان اوبهرني ځواكونو ترمنځ لازمه همغږي نه ده رامنځ ته شوې.

نواندیش:د کابل په ډیروسیمو کې به تفریحي ځایونه ورغول شي

كابل ښاروالۍ، غواړي چې د كرنې د وزارت په مرسته په راتلونكي پسرلي كې، د كابل ښارپه ډيرو سيمو كې نيالګي كينوي او يوشمېرشنې سيمي او پاركونه ورغوي او هم غواړي چې، سږكال د خيرخانې مينې په سيمه كې پر"يوسلوپنځه اويا جريبه ځمكه"يوتفريحي پارك جوړكړي.

په کابل کې د میرمنونړېواله ورځ ولمانځل شوه

نن په کابل کې په دغې جوړې شوی غونډې كې ميرمنو ويل، چې بايد د ښځو د اجتماعي او سياسي حقونو د خونديتوب په برخه كې افغان دولت اونړېواله ټولنه زيات څه وكړي. په عين حال كې افغان چارواكو ويل، چې د ښځو له حقونو تيري كونكي به هرومرو د قانون منګلو ته وسپارل شي .

د عراق ننني پارلماني انتخابات

سخت دريځو وسلوالو په عراق کې د پارلماني انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړى. په دې هېواد کې له څو ورځو راهيسې امنيتي تدابير نيول شوي دي. پوليسو د راى ورکولو په ورځو کې په ښار کې دننه د موټرو پر تګ راتګ بنديز لګولى. نن د عراق په بېلابېلو ښارونو کې هوايي او مځکنۍ مواصلاتي لارې بندې دي. د پارلماني انتخاباتو د کمپاين له پيله په تاوتريخوالي کې پنځوس کسان وژل شوي، چې پوليس او د ملي پوځ مامورين هم په کې شامل وو.

په لندن کې خبریالانو د مارجې په اړه غونډه وکړه

په لندن کې ځايي خبریالانو دهلمند ولایت د مشترک یا ګډو عملیاتو دارزیابۍ په اړه غونډه کړې او په مارجه کې یې د حالاتو بیلا بیل اړخونه څیړلي دي. په دې غونډه کې یو داسې ټلویزوني راپور ښودل شوی چې دهلمند په ولایت کې د امریکايی ځواکونو فعالیتونه پکې ښودل کیږي.

شنبه 15 حوت 1388

چارواکي ،کابل بانک او د دوبۍ محلونه

کابل بانک د حکومت او خصوصي سکتور تر منځ د ښو اړیکو په اساس په کپیټلالیزم یا پانګوال سیستم ولاړ دی. دا د واشنګټن پوست ورځپاڼې څیړنیز راپور دی چې په دې وروستیوکې یې خپور کړی او له جګ پوړو افغان چارواکو سره یې د بانک پټې معاملې په ډاګه کړي دي.

رهین: پر رسنیو محدودیتونه د منلو وړ نه دی

د شنبې په ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزير د امنيتي ارګانونو له وياندويانو، د تصويري او صوټي رسنيو او د ژورناليستانو د بېلابېلو اتحاديو له مسولينو سره غونډه وكړه. په دې غونډه كې د كلتور وزارت نيوكه وكړه، چې ولې پر رسنيو نوي تعذيرات لګول كيږي او دغه وزارت ته خبر نه دی وركړل شوی.

کابل ولایتي شورا: د ښځو د ستونزو د هواري هڅې کوو

د كابل ولايتي شورا وايي، چې د كابل د ښځو د روان حالت د ښه كولو لپاره یې ګڼ پروګرامونه ترکار لاندې نيولي دي.د دې شورا رييس د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دوى هڅه كوي، چې د دولتي او بهرنيو موسيسو په همكارۍ سره په کابل کې د ښځو ستونزې هوارې کړي.

سیما سمر:د قانون په جوړولو کې باید د ښځو ګډون ته پاملرنه وشي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون په كابل كې د ښځو لپاره د قانون جوړولو اهميت تر عنوان لاندې دوه ورځينۍ څيړنيزه غونډه جوړه كړه، په دغه غونډه كې د ښځو د حقونو د مدافع ټولنو استازو، د ځينو اروپايي هېوادونو غړو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې هم ګډون كړی و.

ولسي جرګه: کابل کې د جوړیدونکي نړیوال کنفرانس پر موادو باید بحث وشي

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ په كابل كې د جوړېدونكي نړيوال كنفرانس په هكله بحثونه وكړل. د موضوع د لاڅرګندولو لپاره د جمهور رييس امنيتي مشاور د جرګې غونډي ته وربلل شوى و. ده وويل، د كابل نړيوال كنفرانس د افغانستان په هكله د لندن د كنفرانس د ژمنو دوام دى.

په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال درسونه پیل شول

د سړو سيمو لپاره نوي تعليمي كال د شنبې په ورځ د كب د مياشتې په پنځلسمه نېټه د ولسمشر كرزي له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پيل شو.د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په نوي تعليمي كال كې به له ديارلسو زرو څخه په زياتو ښوونځيو كې نيږدې اته مليونه زده كوونكي سبق ووايي.

کاي ایډي : هومره څه مې تر لاسه نه کړل چې تمه مې درلوده

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي كاى ايډه کاري دوره پای ته ورسیده .افغان چارواكي د ايډه فعاليتونه ستايي او وايي، د ملګرو ملتونو دغه استازي له جګړه ځپلې افغانستان سره د نړېوالو د مرستو په همغږي كولو مهم رول ولوباوه.

افغانستان ته د امریکايي کارپوهانو استول د بیروکراسۍ له وجې ځنډیږي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان لپاره په خپلې ستراتیژۍ کې د عسکرو په زیاتولو سربېره، د بیا رغوونې او د افغانانو په اقتصادي ژوند کې د بدلون په مقصد د ملکي کارپوهانو د شمېر د زیاتولو ژمنه هم کړې ده. خو د کارپوهانو په مخکې خنډونه پراته دي.

جمعه 14 حوت 1388

په كابل كې د واورې د سړي فيسټيوال جوړ شو

په دغه فیسټیوال كې چې د جمعې د ورځې په ماسپښين د كابل په قرغې سيمه كې جوړشو د دغه تفريحي پروګرام کې په لسگونو مينوالو ګډون كړى وو . د فيسټيوال جوړونكو د دا شان فيسټيوالو له جوړولو نه هدف خلكو ته د يوې سالمې تفريح برابرول وګڼل.

د مارجې خلک دحکومت پرژمنوباوري نه دي

وروسته له هغه، چې د هلمند له مارجې ولسوالۍ څخه وسلوال طالبان وايستل شول، خلک د بيارغونې په برخه کې د حکومت پر شويو ژمنو شک لري. دا اندېښنې د افغانستان په جنوب کې د امريکا د پلو سمندري ځواکونو قوماندان لورانس نيکولسن مطرح کړي.

مک کریسټل:د ملا برادرنيول د طالبانو د خپل منځي اختلاف نتيجه وه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کریسټل پرون وویل چې د طالبانو د دوهم نمبر مشرملا برادر نیول ښايي د طالبانو د مشرانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو نتیجه وي. د رويټرز خبري اژانس د راپور مهمې برخې دلته لولئ:

پنجشنبه 13 حوت 1388

د کای ایډې دوه کلن ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسید

په افغانستان كې د ملګروملتونو ځانګړي استازي د خپل دوه كلن ماموريت له پوره كېدو سره سم وويل، چې دې په دې هېواد كې له موجوده وضعيت څخه راضي نه دی او زياتو افغانانو هيلي نه دي پوره شوي.

په ننګرهارکې ٢٠٠ ښځې په تارجوړلو بوختې دي

په ننګرهارکې يوشمېرهغه ښځې چې له وړېو نه تار جوړوي له خپل مسلک نه راضي دي،خو وايي چې دولت دې ورسره مرسته وکړي چې د ماشين په مرسته لا ډېرتار توليد کړي.

افغان اوناټود امید په نامه د پراخو پوځي عملیاتو لپاره يي تیارۍ نیولی

افغان او ناټو چارواكي وايي، چې د اميد په نامه د پراخو پوځي عملياتو لپاره يى تيارۍ روانې دي او ډير ژر به په زرګونو افغان او نړيوال ځواكونه دا عمليات پيل كړي.

په افغانستان كې د معلوله اومعيوبه ميرمنووضيعت د اندېښني وړ دی

د افغانستان د شهيدانو اومعلولينو وزارت چارواكو دا اعتراف وكړ، چې د معلوله او معيوبه ښځو د ژوند د ښه كولو لپاره د دوي هڅو كوم ځاى نه دی نيولی اواوس هم زيات شمېرمعلوله اومعيوبه ميرمنې د هېواد په لېرې پرتوسيموكې په ناوړه حالت كې ژوند كوي.

ثریادلیل:دهلمند په دوه ناامنه ولسوالیوکې مو روغتیايي کلینیکونه پرانیستل

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د هلمند ولايت په نادعلي او مارجې ولسواليوكې چېرې، چې د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې د افغان او نړېوالو ځواكونو پراخ عمليات روان دي يو شمېر روغتيايي كلينيكونه بيا پرانيستل شوي دي.

افغان سوداګرد سړي تښتونکو له ویرې په هېواد کې نورې پانګې نه اچوي

د افغانستان سوداګراوپانګوال وايي، چې په هېواد كې نا امنېواوسړي تښتونو سوداګراو پانګوال بې زړه كړي او نه غواړي، چې په هېواد كې نورې پانګې واچوي اوله همدې ويرې هڅه كوي، چې خپلې پانګې له هېواده وباسي.

امريکايي چارواکي: له ګوانتنامو ازاد شوي بنديان بېرته طالبانو ته ورځي

افغان استخباراتي مامورین وايي، د ګوانتنامو له محبسه یو تن ازاد شوی وسلوال طالب، چې هلته یي ادعا کوله تر خوشې کېدو وروسته به خپل عادي ژوند او کورنۍ ته ستنېږي.

مولن:کرزى دې د اداري فساد په وړاندې جدي ګامونه واخلي

د امريکا يوه لوړ رتبه پوځي چارواکي له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه، چې د اداري فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي. د امريکا د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز وويل ”ولسمشر حامد کرزى بايد د اداري فساد د مخنيوي په برخه کې جدي ګامونه واخلي“.

کالډویل:افغان ځواکونوته دجلب اوجذب اندازه کمه ده

ناټو پرون وویل، چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د افرادو کم جلب او جذب او د زیاتو ځواکونو تښتېدا د دې هیواد په جنوب کې د طالبانو په وړاندې د دوی د پرمختګ لوی خنډ دی .

راسموسن: له افغانستانه د هالنډي ځواکونو وتل زموږ ماموريت نه کمزورى کوي

د ناټو عمومي منشي پرون وويل، که هالنډي ځواکونه له افغانستانه ووتل دا به هېڅکله د دې سبب نه شي چې د دې تړون نورغړي هېوادونه د هالند پر پله پل کښېږدي او دغه لار تعقيب کړي.

افغانستان تر اوسه د ملا برادر د محکمي خبره نه ده کړې

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې د طالبانو د تحریک دوهم مشر ملا عبدالغني برادر او یو شمیر نور طالب مشران چې په پاکستان کې نیول شوې دي، د افغانستان د اتباعو په صفت باید افغانستان ته وسپارل شي.

چهارشنبه 12 حوت 1388

نواندیش:کابل ښاروالۍ عواېد ددې ښار د بیا ودانۍ لپاره کافي نه دي

كابل ښاروالۍ د يو شمېرمرسته كوونكو موسسواوهېوادونو له استازېوسره غونډه وكړه او له هغوي څخه يي د خپلو پلانونودتطبيق لپاره مرسته وغوښتله. كابل ښاروال محمد يونس نو انديش د كابل ښاروالۍ او مرسته كوونكو په دې لومړنۍ غونډه كې د ښاروالۍ پلانونه تشريح كړل.

افغانې سوداګرې د خپلوفعالیتونو د پراختیا لپاره د زیاتو مرستوغوښتونکي دي

افغان سوداګرو ميرمنو، چې د چهارشنبې په ورځ يي د ښځو د نړېوالې ورځې په درناوي يوه غونډه جوړه كړې وه وويل، كه څه هم افغان ميرمنې د سوداګرۍ په برخه كې ځيني لاس ته راوړنې لري ، خو په دې برخه كې له ځينو ستونزو سره هم مخ دي چې په هواري کې یې مرستو ته اړ دي .

جنرال داوود:د افغانستان - ايران په ګډه پوله د نشه يي توكو د قاچاق پرضد روان عملیات بریالي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د افغان او ايراني ځواكونو دا ګډ عمليات، چې هدف يي په سيمه كې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو د فعاليتونو مخنيوی دى همدا اوس د هرات په ګلران ولسوالۍ كې روان دي.دا عمليات د چهارشنبې په ورځ سهار پيل شوی، چې د چارواكو په وينا له لاسته راوړنو سره مله دي.

يونيسف بهرنیوهېوادونو ته د افغان تنکیوځوانانو په قاچاقي تګ اندېښنه ښودلی

په كابل كې د يونيسف د ادارې چارواكي وايي، دغه افغان تنكي ځونان چې عمرونه يي له اتلسو كلونو كم دی بهرنيو هېوادونو په ځانګړي توګه اروپايي ملكونو ته په قاچاقي توګه ځي، چې په دې وروستيو كې د هغوي په شمېر كې ډير زياتوالى راغلی دی.

ولسي جرګه:افغان دولت باید د امنيت لپاره يو نوى پلان ترتيب كړي

د امنيت په برخه كې د ولسي جرګې اود امنيتي ارګانونو ترمنځ د وروستيو بحثونو نتیجه دا شوه، چې امنيتي ارګانونو به داسې يو پلان ترتيبوي، چې عملي کول یې امنيتي ستونزې كمې كړي.په همدې اړه د چهارشنبې په ورځ د دفاع او كورنيوچارو وزيران او د ملي امنيت ريس د ولسي جرګې غونډې ته وربلل شوی ول.

افغان چارواکي وايي په کابل کې پر هندیانو برید کې لشکر طیبه لاس لري

د اسوشیتد پرس خبري اژانس رپوټ وایي، لشکرطیبه ډله یو کال مخکې په ممبيي کې په تروریستي بریدونو تورنه ده او په کابل کې د تېرې جمعې په بریدونو کې د دغې ډلې لاس لرل هغه خبرې زیانمنوي، چې د اسلام اباد او نوي ډيلي تر منځ پيل شوي دي.د ممبۍ په تروریستی بریدونو کې هغه مهال ۱۶۶ کسه وژل شوي وو.

هولبروک په افغانستان کې پر رسنیو وروستی بندیز د اندېښنې وړ وباله

امریکا د افغان حکومت په وروستیواقداماتوچې په خبري رسنیو باندې یي نوي قیودات لګولي او د انتخاباتي شکایاتو له کمیسیونونه یي بهرنیان لري کړي انتقاد کړی دی.د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازې ریچارډ هولبروک وویل، دوی به په دې اړه د افغانستان حکومت ته خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

سه شنبه 11 حوت 1388

وحيد عمر:د وسله والومخالفينو د حملونه پوښښ په رسنيوسانسورنه دى

د ملي امنيت د ادارې له خوا له هغه اعلان وروسته، چې رسنۍ دې له ځان وژونكو او نورو حملو څخه ژوندي او مستقيم راپورونه نه خپروي د ولسمشركرزي وياند وايي، چې دا پريكړه په رسنيو د سانسور لګولو په هدف نه ده شوې.بلکې هدف یې دادی چې وسلوال مخالفین له دا ډول بریدونو ګټه وا نه خلي .

مشرانوجرګه:پاکستاني استخبارات د افغانستان د نا امنیو تر شا دي

په افغانستان کې د مشرانو جرګې ځينو غړو پر دولت انتقاد وكړ چې دوى ورته د سولې او پخلاينې طرحې وړاندې كړې وې، خو افغان دولت له پامه غورځولي دي، خو د ولسمشر كرزي يوه وياند ويلي، چې دوى تل د ملي شورا مشورو او سپارښتنو ته درناوى كړى او په راتلوونكي كې به هم ورسره په مشوره كار كوي.

په کابل کې دوه ایرانیان د څو افغانانو سر محاکمه شول

د سې شنبې په ورځ د افغان دولت يو شمېر وسلوال مخالفين، چې دوه ايراني وګړي هم په كې شامل دي او په بېلابېلوعملياتو كې د امنيتي ځواكونو له خوا نيول شوي وو په كابل كې په علني ډول محاكمه شول.يوې ابتدايه محكمې دغو مخالفينو ته د دوى د جرمونو د نوعيت په پام كې ساتلو سره د مرګ او د اوږد بند سزاګانې واورولې.

جاپان په افغانستان كې ۱۷ نوي پراختيايي پروژې تمويلوي

د جاپان سفارت د سې شنبې په ورځ په کابل کې له یو شمیر سرکتونو سره د ځینو پروژو تړونونه لاسلیک کړل .په دې پروژو به څه كم دوه نيم مليونه ډالره لګښت راشي.د چاپان د حكومت په مرسته دغه نوې پراختيايي پروژې به په كونړ، كاپيسا، غور، ننګرهار، تخار او كابل ولايتونو كې پلې شي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د زړه عملیات کامیاب شو

افغان ډاكتران وايي، داعمليات يي د بهرنيو متخصصينو پرته په بري سره ترسره كړې، خو د كابل د ابن سينا روغتون ډاكتران بیا زیاتوي كه له موږ سره د مجهزو وسايلو مرستې وشي نوكولاى شو چې په راتلونکې كې هم داسې عمليات ترسره كړو.

په كابل كې د الاظهرپوهنتون څانګه فعاليږي

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، چې د دې جرګې د مشراوپه كابل كې د مصر د سفيرترمنځ د يوه نوي تړون له مخې به د الاظهرپوهنتون يوه څانګه په كابل كې فعاله شي. دوى وايي، چې له دې سره به د هغو طالب العلمانومخه ونيول شي چې اوس مهال د ديني زده كړو په نوم په پاكستان كې د تشدد زده كړې كوي.

ویلیام پيټي په افغانستان کې د بریتانیا نوی سفیر وټاکل شو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه، چې په عراق کې د بریتانیا پخوانی لوړ رتبه ډیپلومات ویلیام پیټي یې په افغانستان کې د بریتانیا د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.ښاغلي پیټي دا مهال په سعودی عربستان کې د بریتانیا د سفیر په توګه دنده ترسره کوي.

ملي امنیت:خبریالان دې طالبانود حملو له جریانه فلم نه اخلي

د ملی امنیت ادارې پرخبري رسنیو د امنیتي پېښو په باب دغه نوی بندیز پرون یوې ډلې خبریالانو ته چې دې ادارې ته غوښتل شوی وو اعلان کړ.د دی اداری ویاند سعید انصاری وویل، د طالبانو د حملو له جریانه فلم اخیستل او د هغو خپرول د افغانستان د حکومت په ګټه نه بلکې د وسله والو مخالفانو په ګټه تمامیږی.

دوشنبه 10 حوت 1388

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي د تاجکیستان انتخابات یې پر معیارونو پوره نه ول

داروپا دامنیت اوهمکارۍ سازمان وایي چې د تاجکستان د یکشنبې دورځې پارلماني انتخابات ډيربې نظم و چې په نتیجه کې پراخې درغلۍ رامنځ ته شوي دي.د تاجکستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چی د یکشنبې د ورځی د پارلماني اومحلي شوراګانو په انتخاباتو کې په سلو کې پنځه اتیا مستحقو رایې ورکونکوګډون کړی دی.

لاهور محکمه: نېول شوي طالب مشران دې افغانستان ته نه سپارل کېږي

د پاکستان یوی محکمي، افغان حکومت ته د هغو طالب مشرانو د سپارلو مخه نیولې چې په وروستیو کې د پاکستان د استخباراتو داداري له خوا د یولړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. د نیول شویوکسانو په ډله کی د طالبانو د مشر ملاعمر مرستیال ملاعبدالغني برادراو د طالبانو د قیادي شورا غړي هم شامل دي.

نواندیش:د کابل په قلعه زمان خان کې به ۲۵۰۰نمرې ځمکه وویشل شی

كابل ښاروال وايي، د قعله زمان خان په پروژې پورې اړوندې دا نومرې هغو كسانو ته وركول كيږي، چې شاوخوا پنځلس كاله مخكې يې پيسې تحويل كړي خو ځمكه يي د ځينوستونزو له امله نه ده ترلاسه كړې اوهمداراز زیاته يي کړه، چې په دې پروژې كې د شاوخوا پنځه نيم زره نورو نومرو د ويشلو پلان هم لري.

د ولسې جرګې ۴كميسيونونه له امنيتي ارګانونوسره مرسته كوي

د افغانستان ولسې جرګې پريكړه وكړه، چې له امنتيي ارګانونو سره دې د دې جرګې څلور كميسيونونه د امنيت د ټينګښت په برخه كې لازمه مرسته وكړي.دا پريكړه وروسته ترهغې كيږي چې د تېرې شنبې په ورځ د حكومت امنيتي چارواكو له دې جرګې څخه وغوښتل، چې د كابل او ټول هېواد په سطح د امنيت په ټينګښت كې د دې جرګې يو ځانګړى كميسيون دوي ته سلا مشوره وركړي.

د هند صدراعظم سعودي عربستان ته ولاړ

د هند صدراعظم منموهن سنګ د سعودي عربستان له چارواکو سره د خبرو په مقصد د شنبې په ورځ ریاض ته ورسېد. منموهن سنګ د هند لومړنی صدراعظم دی چې په تېرو ۲۸ کلونو کې سعودي ته سفر کوي. له سعودي چارواکو سره د ده په خبرو کې به د انرژۍ، د منځني ختیځ د سولې او له افراطي ډلو سره د مبارزې مسایل شامل وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسود زیاتوالي لپاره هڅې کوي

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت غواړي په راتلونكو درېو كلونو كې په افغانستان كې د ښځينه پوليسو شمېر شاوخوا پنځو زرو ته لوړ كړي، چې دم ګړۍ په ټول هېواد كې اوه سوه ښځينه پوليسي فعاليت كوي.په افغانستان کې ښځې په اسانۍ د پولیسو په لېکو کې خدمت ته زړه نه ښه کوي .

افغانان له انټرنېټي خدماتو څخه نا خوښ دي

د افغانستان ځيني خلك اوپه تېره محصلين، چې د انټرنېټ د خدماتو لوړې بيې نه شي وركولاى، د افغان ټيلي كام د انټرنیټي خدماتوله سرعت څخه شكايت كوي، خو د مخابراتواومعلوماتي ټكنالوژى وزارت هڅې پيل كړي دي، چې په دې لاره كې تخنيكي ستونزې لرې او په لږه موده كې د خلكو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د خوست د ځانمرګي نوې ويډيو خپره شوه

الجزیرې ټلويزيون پرون د القاعده شبکې د هغه غړي ويډيو خپره کړه، چې د هغه تر مرګ مخکې ثبت شوې، په ويډيو کې البلاوي خبري کوي، چې د تېرکال په وروستیو کې یې په خوست کې د امریکايي ځواکونو په اډه کې ځان وژونکې حمله وکړه، او د سي آی اې يا د امريکا د استخباراتو اووه غړي یې ووژل .

امريکايي پوځيان له مارجې څخه ژر نه وځي

د امريکا د پلو سمندري ځواکونو مشران وايي، دوي به د هلمند په مارجې کې د ډېر وخت لپاره پاتې وي. د دوى په وينا هدف دا دى چې سيمه له وسلوالو پاکه شي، د افغان دولت په کنټرول کې وي او داسې ملکي اداره په کې ايجاد شي، چې افغانان ورباندې باور وکړي.

پخوانیبل
10-16 حوت 1388
د حرفواندازه - +

کلیز

دکتګورۍ انتخاب :
My Yahoo Google

راپورونه

پوډکاسټ او خدمات

پوډکاسټآر اس اس