د افغانستان او متحدو ایالاتو سوداګرو په کابل کې وروستۍغونډه کې داقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي خو کارپوهان وايي افغانستان کې د امریکا لویې پانګونې مناسب سیاسي بستر ته اړتیا لري.
وزګارتیا او ورسره روحي او ذهني فشارونه، دا د هغو ګڼ شمېر کسانو ستونزې دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دندو ګوښه شوي. دوی چې دا مهال له ګڼو اقتصادي او کورنیو ستونزو سره مخامخ دي ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت یوشمېر محدودونکو تګلارو، دوی له کاره محروم کړي.
په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران پرله پسې دوهمه شپه پریوبل بریدونو ته دوام ورکړ، د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالات به پرایران نورې پوځي حملې وکړي.
د جون یولسمه د لوبو نړیواله ورځ ده. یو شمیر افغان ماشومان وايي، بېلابیلې لوبې کوي. خو ځیني کورنۍ بیا وايي، افغانستان کې ماشومان نن، سبا ډېر په کمپيوټري لوبو بوخت دي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، د افغانستان په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د وروستیو بمباریو د قربانیانو ډیری یې ښځې او ماشومان دي. یوناما ویلي، دغه پیښه چې ۱۳ ملکي وګړي په کې وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي، دوی مستنده کړې.
په داسي حال کې چې د افغانستان پر درو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا یو وار بیا زیاته شوې، پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې بندو پاتې پاکستانی لاریو ته اجازه ورکړې چې پاکستان ته لاړې شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي تېره شپه په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو دپاکستان تازه بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان وايي د ترهګرو څلور مرکزونه په نښه شوي او ۲۶ کسان یې وژلي. د پېښې قربانیان او عیني شاهدان وايي په دې حملو کې زیانمن شوي ټول کسان ولسي وګړي دي.
په کار پسې سرګردانه یوشمېر ځوانان د هکرانو یا انټرنیټي غلو لاس ته لوېږي. دا خبره د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وکړه او وې ویل چې یوشمېر ویب پاڼو ته یې د کارموندنې په موخه غوښتنلیکونه لېږلي، خو له اوږده انتظار سره سره هم، دوی هیڅ ډول کتبي یا تیلفوني ځواب نه ترلاسه کوي.
ایران وايی د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې بحرین ، کویت او اردن کې امریکايی اډو باندې بریدونه کړي دي. په ایران د امریکا د تیرې شپې بریدونو کې لسګونه اهداف په نښه شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په کونړ ، خوست او پکتیکا د پاکستان په نویو بریدونو کې یوولس کوچنیان، یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان حکومت ادعا کوي چې لسګونه وسله وال یې وژلي دي.
اسراییل سه شنبه پر لبنان بریدونه وکړل. د یکشنبې په ورځ چې کله اسراییلي ځواکونو پر لبنان حملې وکړې په ځواب کې یې ایران پر اسراییل توغندي وویشتل او د اپریل له نیمایي راهیسې پیل شوی اوربند یې مات کړ، خو په دې ترڅ کې د امریکا ولسمشر ویلي دي چې په څو ورځو کې به روغه جوړه وشي.
نور راوښيه