تهران له امریکا سره د روغې جوړې په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي او وایي چې ایران ته د کنګل شویو پیسو سپارل او په لبنان کې د جګړې ختمیدل د دې خبرو اساسي شرطونه دي. بل لور ته د جمعې په ورځ اسراییل پر لبنان بمبارۍ کړي او واشنګتن وايي چې ایران ته د کنګل شویو پيسو د سپارلو مساله د روغې جوړې برخه نه ده.
د فارس خلیج په یوشمیر هیوادونو کې د چهارشنبې سهار د خطر زنګونه وشرنګیدل. پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو نژدې دوې میاشتې وروسته په سیمه کې وضعیت یو ځل بیا په داسې وخت کې کړکیچن شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې بریدونو مخکې ویلي و چې روغې جوړې ته هیلمن دی.
متحده عربي اماراتو له کله چې د ایران پرضد جګړه پیل شوې، په زرګونو پاکستاني کارګرچې ویل کیږي اکثریت یې شیعه مسلمانان دي، له خپلې خاورې ایستلي دي.
امریکايي شبکې اینبيسي نیوز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ له خوا په هرمز تنګي کې پیل شوې «د ازادۍ پروژه» هغه مهال ودرول شوه چې سعودي عربستان د دې عملیاتو د ملاتړ لپاره د خپلې هوايي اډې او هوايي حریم د کارولو اجازه ورنه کړه.
نور راوښيه