د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د نړۍ مطبوعاتو ته کتنه


  • واشنګټن پست

د طالبانو د جګړې په اړه د ديني عالمانو د بحث له پيل راهيسې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په نويو پيښو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يوه راپور عنوان دی.

د راپور په لومړيو کې راغلي چې دغه کسان د سې شنبې په ورځ د سخت دريځو په دوو جلا حملو کې هغه مهال ووژل شول چې ديني عالمان د طالبانو د جګړې د مشروعيت په اړه د خبرو لپاره په سعودي عربستان کې راټول شول.

د کنفرانس په دوهمه او وروستۍ ورځ په سعودي عربستان کې له ۴۰ زیاتو هېوادونو ديني عالمانو اووه مادې لرونکې اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلاميه کې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې ناروا او حرامې بلل شوي.

په اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو عاملين په دوزخ محکوم دي.

په دې اعلاميه کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتل شوي چې له يو بل سره مذاکرات وکړي.

د ورځپاڼې په وينا، دا غونډه په داسي حال کې وشوه چې په تېرو څو ورځو کې افغان چارواکو له طالبانو سره مذاکراتو ته دوامداره خوشبیني څرګنده کړې ده.

  • انډېپنډېنټ

انډېپنډېنټ ورځپاڼې د ترزا مې هغه اعلان ته کتلي چې وايي بریتانيا به افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.

دې وويل چې ۴۴۰ اضافي بریتانيايي سرتېري به افغانستان ته ولېږي چې د طالبانو او داعش پر وړاندي د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ورځپاڼه لیکي، دا سرتېري به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو تر انتخاباتو مخکې ولېږل شي.

دا انتخابات چې د روان کال د ميزان په ۲۸مه نېټه کېږي، د ورځپاڼې په وينا، د داسې هېواد لپاره چې له ۴۰ کلونو راهيسې په‌کې جګړه روانه ده، د ډموکراسۍ لپاره مهمه ازموينه ده.

  • رليف وېب

او رليف وېب خپرونې په هرات ولايت کې د بې‌وزلو کسانو لپاره د مرستې رسولو د مرکزونو په اړه ليکلي دي.

خپرونه د سيمه‌ییزې پراختيا د شورا رئیس محمد عيسی له قوله ليکلي چې د زرګران په سیمه کې په يوه مرکز کې غنم، وريجې، قالین او داسي نور توکي راټولوي.

عیسی زیاته کړې چې وروسته دا توکي هغو کسانو ته وېشي چې تر ټولو زیات بې‌وزله وي.

XS
SM
MD
LG