د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

اوکراین کې د روسیې جګړه؛ د دواړو لوریو د سرتېرو د مرګ‌ژوبلې ضد و نقیض شمېرې خپرې شوي


په اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور
په اوکراین کې د روانې جګړې یو انځور

په اوکراین کې د روسیې د روانې جګړې په نتیجه کې له دواړو لوریو د سرتېرو د مرګ ژوبلې ضد و نقیض شمېرې خپرې شوې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال یونیم لک روسي سرتېري وژل شوي دي.

دغه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیل شوی چې لا هم دوام لري.

سټیفن سژورني دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړي چې نن جمعه خپره شوه. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له نوایا ګزیت یوروپ غیردولتي ورځپاڼې سره په مرکه کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي، په دې جګړه کې چې درېیم کال ته داخله شوې، د فرانسې د اټکل له مخې ۵ لکه نور روسي سرتېري ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي په تېره فبروري میاشت کې ویلي وو چې په دې جګړه کې یولک او ۸۰زره روسي پوځیان وژل شوي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سژورني ویلي اروپا او شریکان به یې د اړتیا تر وخته یوموټي او هوډمن پاتې وي او د روسیې د پوځ ناکامي څرګنده ده.

له دې سره جوخت د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو نن د روسیې د لوړ رتبه افسرانو یوې غونډې ته په وینا کې ادعا کړې چې یوازې د روان ۲۰۲۴م کال له پیله د اوکراین د وسلوالو ځواکونو یولک او یوولس زره غړي وژل شوي او د هغوی ۲۱زره تجهیزات او وسلې نابودې کړای شوي دي.

روسیې د اوکراین په جګړه کې خپلو پوځیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې دقیقې شمېرې خپرې کړې نه دي.

په اوکراین کې د جګړې د ښکېلو لوریو د مرګ ژوبلې دغه شمېرې د خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوي نه دي.

تر دې مخکې بریتانیا اټکل کړی و چې په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله څلورنیم لکه روسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بي بي سي په اپرېل میاشت کې د خپلو خبریالانو، د میدیازونا غیردولتي رسنۍ او رضاکارانو په حواله په اوکراین کې د وژل شويو روسي پوځیانو شمېر ۵۰زره یاد کړی و.

له کله چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېر میلادي کال په اوکراین کې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" اعلان وکړ، له هغې راهیسې دا جګړه ډېره خونړۍ شوې او روسیه یې له لوېدیځ څخه ډېره منزوي کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG