د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي سفر؛ له طالب چارواکو د دوی او له دوی د ښځینه فعالانو غوښتنې څه دي؟


د پلاوي یو شمېر غړي
د پلاوي یو شمېر غړي

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان د مرستیال او د افغانستان لپاره یې د سرمنشي ځانګړي استازي په مشرۍ پلاوي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره په لیدنو کې د افغان ښځو د اساسي حقونو په ورکړې ټینګار کړی دی.

دغه سازمان پرون شنبه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طارق علي بخیت په مشري دغه پلاوي، د افغانستان د وضیعت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د پرېکړه لیک د تعقیب په موخه دغه لیدنې کتنې کړې دي.

په پرېکړه لیک کې راغلي: " د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، د سولې او امنیت په تامین کې د ښځو پر مهم رول او د دوی د حقونو په اړه ټینګار شوی چې د ښوونې او روزنې کچه، د پوهنتون د کچې په ګډون، د اسلامي شریعت د لارښوونو سره سم د دوی اساسي حق دی."

په دې پلاوي کې د یاد سازمان د بشري حقونو ځانګړي کميسيون مشره نوره الرشود، د اسلامي همکارۍ سازمان د کورنۍ او فرهنګي چارو عمومې رئيسه آمينه الحجیري او د ښځو د وړتيا جوړونې د سازمان مشره، أفنان الشعیبي هم شاملې دي.

دا لیدنې او خبرې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د طالبانو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د طالبانو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي

د طالبانو په مشرۍ د ارګ پر ایکس پاڼه بیا د دې لیدنو په اړه دا هم لیکل شوي: " عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت)د حاکمیت پر مهال د شویو پرمختګونو له هغې ډلې ښځو ته د میراث او نورو ټولو شرعي حقونو د ورکړې په اړه تفصلي معلومات بیان کړل."

دغه شان ښاغلي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د نورو مسایلو ترڅنګ د ښځو فعال حضور ته د طالبانو د مشرتابه پاملرنه د روغتیا، پوهنې، سوداګرۍ او نورو برخو او امنیت په برخه کې د دوی د حقونو په اړه معلومات ورکړي دي."

د طالبانو حکومت مخکې هم په وار وار ادعا کړې چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.

خو یو شمېر افغان ښځې او نجونې د دې ادعاوو په ردولو سره وايي، له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د دوی پر دوی د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو لپاره د طالبانو پر حکومت خپل فشار ته دوام ورکړي.

ښځینه فعالانې پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشار غوښتنه لري - ارشیف
ښځینه فعالانې پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشار غوښتنه لري - ارشیف

د ښځو د حقونو یوې فعاله او د کونړ ولایت اوسېدونکې چې نه غواړي د امنیتی ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"د نړیوالې ټولنې دا ډول هڅې حتمي او ضروري دي، موږ هیله لرو چې موثرې به تمامې شي په دې شرط چې د دوی فشارونه پر دولت(طالبانو) ډېر شي."

د کابل ښار اوسېدونکې او له زده کړو محرومه شوې زدکوونکې لېمه د طالبانو له حکومته غواړي چې پر دوی د زده کړو بندیز لرې کړي:

" له اسلامي امارت څخه زما غوښتنه د یوې افغانې په توګه دا ده چې دوی دې د ښځو په اړه خپل دریځ بدل کړي او یو ځل بیا دې د افغان مېرمنو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې خلاصې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د دوشنبې په ورځ د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین په نوم د افغان فعالانو یوې ډلې سره په خبرو کې ویلي چې د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د افغانستان داخلي مسله ده او دوی له نورو سره پرې خبرې نه کوي.

حقاني: د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د افغانستان داخلي مسله ده او موږ له نورو سره پرې خبرې نه کوو.
حقاني: د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د افغانستان داخلي مسله ده او موږ له نورو سره پرې خبرې نه کوو.

خو دغه پلاوي ویلي چې دوی ته د طالب چارواکو له خوا دوی ته دا ډاډ ورکړل شوی چې دا محدودید به لنډ مهالی وي؛ هغه خبره چې د طالبانو حکومت مخکې هم په وار وار کړې ده.

د طالبانو حکومت په نږدې درې کلنه بیاځلي واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې، د پوهنتونونو دروازې یې د دوی پر مخ تړلي، د اکثره دولتي او ټولو نادولتي اداروکې ښځینه کارکوونکې یې په کور کېنولي، لرې واټن سفر یې پرې له شرعي محرم پرته بند کړی او حجاب یې هم پرې اجباري کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG