د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

غچ اخيستنه؛ اسراییل په ایران هوايي برید کړی


امریکايي رسنیو له هغې ډلې سي‌این‌این او نورو ځینو ټولنیزو شبکو کې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې اصفهان ته نږدې لویې چاودنې ښيي.
امریکايي رسنیو له هغې ډلې سي‌این‌این او نورو ځینو ټولنیزو شبکو کې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې اصفهان ته نږدې لویې چاودنې ښيي.

امریکایي رسنیو د متحده ایالتونو د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسراییلو په ایران برید پیل کړی دی.

دا برید د هغو توغندیزو او ډرون بریدونو په غچ کې شوی چې تېره اوونۍ ایران په اسراییل وکړې.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، نن جمعه سهار وختي د اصفهان مرکزي ښار ته څېرمه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

امریکايي رسنیو له هغې ډلې سي‌این‌این او نورو ځینو ټولنیزو شبکو کې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې اصفهان ته نږدې لویې چاودنې ښيي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا بیا د اصفهان په یوه لویه هوايي اډه کې د دافع هوا د سیستمونو د ډزو خبر ورکړی دی.

اصفهان کې د ایران یو شمېر اټومي تاسیسات موجود دي چې تر ټولو مهم یې ځمکې لاندې نطنز اټومي بټۍ او د یورانیمو د بډاینې مرکز دی.

ایراني چارواکو جزییات نه دي ورکړي او په خپلواکه توګه دا خبره د تایید وړ نه ده چې اسراییلو برید کړی که څنګه.

د ایران په اصفهان کې د نطنیز اټومي بټۍ یوه څنډه
د ایران په اصفهان کې د نطنیز اټومي بټۍ یوه څنډه

د ایران دولتي تلوېزیون راپور ورکړی چې په څو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستمونو ډزې کړي دي.

تر دې دمه له پلازمېنې تهرانه کوم چارواکي د نننیو تحولاتو په تړاو تبصره نه ده کړې.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) ویلي چې د ایران اټومي تاسیساتو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د دې اوونۍ په پیل کې، داسې ګنګوسې وې چې که اسراییل په ایران کې دننه برید وکړي، دا سایټونه ممکن هدف وي.

اخوا په سوریه کې هم نن د بریدونو خبر ورکړی شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي چې اسراییلو نن د سوریې د پوځ د رادار سیستم د سویدا او درعا ولایتونو ترمنځ په نښه کړی دی.

تهران د اپرېل د ١۴مې په سهار وختي په اسرایيلو باندې تر ٣٠٠ زيات بې پيلوټه الوتکې او توغندي وتوغول چې تقريباً ټول يې د اسرایيلو د دفاعي سيستمونو او د امريکا، فرانسې، بريتانيا او اردن د ځواکونو له خوا شنډ کړای شول.

تهران وویل په اسراییلو باندې یې ځکه بریدونه وکړل چې په سوریه کې د ایران پر کنسولګرۍ د اسراییلو د برید په نتیجه کې دوه ایراني جنرالان وژل شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG