د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

اسراییل د "یواین‌آرډبلیو‌اې" منحلېدو غوښتنه کړې؛ لازاریني: دا به غزه کې بشري بحران لا پراخ کړي


له فلسطیني کډوالو سره د "یواین‌آرډبلیو‌اې" ادارې د مرستو له بهیره یو انځور
له فلسطیني کډوالو سره د "یواین‌آرډبلیو‌اې" ادارې د مرستو له بهیره یو انځور

له فلسطینی کډوالو سره د "یواین‌آرډبلیو‌اې" UNRWA په نوم د ملګرو ملتونو د ادرې مشر پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د دې ادارې بقا تضمین کړي ځکه اسراییل یوځل بیا د هغې د منحل کېدو غوښتنه کړې ده.

له فلسطیني کډوالو سره د په نوم د ملګرو ملتونو د ادرې مشر فیلیپ لازاریني پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د دې ادارې بقا تضمین کړي ځکه اسراییل غواړي هغه منحل کړي.

اسراییل دا اداره چې له لسیزو راهیسې یې په غزه او لویدېځه غاړه کې میلیونونو فلسطینیانو ته مرستې رسولې، د حماس د ترهګرۍ د جګړې د ماشین برخه بللې ده.

د هغې ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

فیلیپ لازاریني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې که دغه اداره منحله شي، ورسره به د غزې بشري بحران لا پراخ او د قحطۍ پیل به ګړندی شي.

له فلسطیني کډوالو سره د په نوم د ملګرو ملتونو د ادرې مشر فیلیپ لازاریني
له فلسطیني کډوالو سره د په نوم د ملګرو ملتونو د ادرې مشر فیلیپ لازاریني

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې نړیوالو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د غزې شمالي برخه د قحطۍ په درشل کې ده او که د اسراییل او حماس ترمنځ روانه شپږ میاشتنۍ جګړه سخته شي، د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو نیمایي نفوس به له لوږې سره مخ شي.

لازاریني همدارنګه وویل چې که د دغې ادارې فعالیت بند شي، د غزې لپاره به نورې دوامداره ناوړه پایلې هم ولري.

د هغه په خبره نیم میلیون ماشومان به له زده کړې بې برخې شي، په سیمه کې به کرکه او غوسه زیاته او هغه به د دې سب شي چې تاوتریخوالی دوام وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیرګیلاد ایردان پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، ادعا وکړه چې "یواین‌آرډبلیو‌اې" په بشپړه توګه د حماس تر نفوذ لاندې ده، د هغې ډلې چې له جګړې مخکې یې پر غزې کنټرول درلود.

هغه همداراز دا اداره تورنه کړې چې د اسراییل د له منځه وړلو لپاره د حماس د دسیسې یوه برخه او د فلسطینیانو په مشرۍ د یوه دولت د جوړولو لپاره په په نړۍ کې پر یوې سترې مدافعې بدله شوې ده.

هغه ویلي اسراییل نه‌شي کولای او نه به دې ادارې ته اجازه ورکړي چې په غزه کې لکه د تېر په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

خو د دې ادارې مشر لازاریني وویل، اسراییل هڅه کوي چې د دغې ادارې په بندولو سره د په میلیونو فلسطینیانو د کډوالۍ موقف پای ته ورسوي.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د "یواین‌آرډبلیو‌اې" د بندولو لپاره د اسراییل د هڅې ملاتړ ونه شو.

د عربي او اروپایي هېوادونو د استازیو ترڅنګ د اسراییل د نژدې متحد، متحدو ایالتونو په ګډون د دې شورا ټولو پنځلسو غړیو د دغې ادارې ملاتړ وکړ.

اسراییل د ملګروملتونو دغه اداره چې په غزه کې یې د کارکوونکو شمېر۱۳ زره کسانو ته رسېږي، دولس کارکوونکي تورن کړي چې له حماس سره یې پر اسراییل د تېر کال د اوکتوبرد اوومې په برید کې همکاري کړې ده، هغه ادعا چې په نتیجه کې د متحدو ایالتونو او نورو څه باندې لسو هېوادونو له دې ادارې سره مرستې ځنډولې وې.

د دغې ادعا په اړه د ملګرو ملتونو د داخلي څېړنې په نتیجه کې تورن کارکوونکي له کاره ګوښه شوي او ټاکل شوې د یوې بلې خپلواکې څېړنې چې د ملګرو ملتونو له خوا د دې ادارې د بې پرې‌والي پر یقیني کولو څرخي، نتیجه د راتلونکې دوشنبې په ورځ خپره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG