د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

راشدخان: د استرالیا د ۲۰۲۵ کال بیګ باش سیالیو کې په خپل ګډون له سره غور کوم


د افغانستان د کریکټ ستوری راشد خان
د افغانستان د کریکټ ستوری راشد خان

د افغانستان د کریکټ ستوری راشد خان وایي، د استرالیا د ۲۰۲۵ کال بیګ باش سیالیو کې په خپل ګډون له سره غور کوي.

راشد خان دغه څرګندونې نن له کریک انفو ویبپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړی وایي، دی د استرالیا د کریکټ بورد هغو پرېکړو ناهیلی کړی چې له افغانستان سره یې پلان شوې درې لوبې ځنډولې دي.

راشد خان وایي، کله چې استرالیایي لوبغاړي له افغانانو سره لوبه نه کوي، نو بیګ باش کې د ده لوبېدل به د ده همکارانو او افغانستان ته بې اعتنایي وي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان او استرالیا ټیمونه د ۲۰۲۴ کال په اګست کې درې شل اوریزې لوبې وشي، خو د استرالیا کریکټ بورد په افغانستان کې پر ښځو د محدودیت له کبله دا سیالي لغوه کړه.

استرالیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره دوه سیالۍ په همدې دلیل لغوه کړي دي.

XS
SM
MD
LG