د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

یوناما: د افغانستان خلک دې نن شپه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه بند کړي


د کابل ښار د شپې مهال یو انځور
د کابل ښار د شپې مهال یو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په افغانسان له خلکو غوښتي چې نن شپه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه بند کړي.

یوناما په داسې حال کې له خلکو د یو ساعت لپاره د کورونو د څراغونو د بندولو غوښتنه کړې چې افغانان په ورځني ډول په ساعتونو د برښنا له نعمت بې برخې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي اسازولۍ دا غوښتنه د ځمکې د ساعت په نوم د نړیوال کمپاین په ترڅ کې کړې ده.

د دې کمپاین موخه د اقلیمي بدلون د بدو پایلو او د ځمکې د کرې د ګرمېدو مخنیوی دی.

یو شمېر افغانانو د یوناما دې غوښتنې ته چې په رسمي فېسبوک یې خپره شوې جالب غبرګونونه ښودلي دي.

د یوناما نښان
د یوناما نښان

د فېسبوک یو کارونکی د یوناما د پوسټ په کمېنټ کې لیکلي: "موږ کله برق لرو چې هغه د یو ساعت لپاره بند کړو. زموږ څراغونه ۲۴ ساعته مړه دي."

د ننګرهار یوه اوسېدونکي عبدالراق همدرد هم همدې موضوع ته په اشارې سره ازادي راډيو ته وویل: "افغانان په اصل کې برښنا نه لري، څه بند کړو؟ډېر کم افغانان داسي دي چې له برښنا ګټه اخلي هغه هم په ۲۴ ساعتونو کې د نیم یا یو ساعت لپاره وي. دلته په هر حال کې برقونه نه‌شته او څراغونه مړه دي، موږ څه خاموشه کړو؟"

خو د ننګرهار یو بل اوسېدونکی حذیفه زاهد له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره بل څه وړاندیزوي.

هغه وویل: "موږ افغانان له پخوا په تیارو کې ژوند تېرو، ډوډۍ نه لرو، برښنا نه لرو. زیات شمېر افغانان له لمریزې برښتا ګټه اخلي، هغه هم هغه وخت چې لمر اووسي، خو که لمر نه وي خلک په تیارو کې ژوند تېروي، دا کمپاین ښايي د هغه هېوادونو لپاره وي چې له برښنا ډېره ګټه اخلي او برښنا لري، هلته باید دا کمپاین وشي، خو زموږ د افغانانو لپاره بهتره دا ده چې اوس اسې هم پسرلی دی باید نوي نیالګي وکرو او د سمسورتیا ساتنه وکړو، او په دې شکل په چاپېریال ساتنه کې ونډه واخلو."

د یادونې ده چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو اغېزمن هېواد دی او په په پرله‌پسې ډول څو کلنو وچکالیو سخت ځپلی دی.

د ځمکې ساعت د طبیعت د نړیوال صندوق یا ډبلیو‌ایف‌پي له لوري په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شو او اوس دا اقدام هر کال له ۱۸۰ په زیاتو هېوادونو کې ترسره کېږي.

په دې کلني اقدام کې له کورنیو او کسبګر غوښتل کېږي چې د یو ساعت لپاره د کورونو او فابریکو غیراړین څراغونه بند کړي.

دا کار هرکال د دې لپاره کېږي چې طبیعت او اقلیمي بحران ته پام واوړي.

تېر کال نیوزیلنډ لومړنی هېواد و چې د پلازمېنې اکلېنډ د اسمانڅوکي برج څراغونه یې ګول کړل.

په واشنګټن کې هم د پارلمان د ودانې څراغونه د شپې اته نیمې بجې بند شوي وو.

تمه ده چې نن شپه هم په ګڼو هېوادونو کې دا اقدام ترسره شي.

XS
SM
MD
LG