د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

د غزې د احتمالي اوربند په اړه د قطر محتاطانه خوشبیني


غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه
غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

په غزه کې چې ځینې سیمې یې د قحطۍ له خطر سره مخ دي؛ له څو میاشتنیو جګړو وروسته د موقتي اوربند لپاره هڅې له څو اوونیو راهیسې روانې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن وویل چې که څه هم مرکچیانو پر اوربند موافقه نه ده کړې، خو دوی په احتیاط سره هیله من دي.

مجید الانصاري په دوحه کې په یوه خبري غونډه کې همداراز خبرداری ورکړ چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلي پوځ عملیات ښايي لویه بېرحمي وي او دومره زیات ورانی رامنځ ته کړي چې د منځني ختیځ په کړکېچ کې به یې له دې مخکې ساری نه وي لیدل شوی.

له بلې خوا د اسراییلو د استخباراتي ادارې موساد مشر چې د خبرو لپاره په قطر کې و، بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت ویاند په نننۍ خبري غونډه کې وویل، دیوید بارنیا نن له دوحې څخه ولاړ، خو د هغه په وینا تخنیکي ټیمونه لاهم خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

بارنیا وروسته له دې چې د سولې د خبرو مرکچیان د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند لپاره په خبرو کې پاتې راغلل، پرون د قطر له صدراعظم او مصري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته ورسېد.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت ویاند وویل چې د اصلي مرکچیانو له خبرو وروسته اوس تخنیکي ټیمونه د احتمالي اوربند د موافقې جزییاتو ته کتنه کوي.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوې وروستۍ ارزونې په غزه کې بشري وضعیت ډېر سخت بللی
د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوې وروستۍ ارزونې په غزه کې بشري وضعیت ډېر سخت بللی

د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوې وروستۍ ارزونې په غزه کې بشري وضعیت ډېر سخت بللی او ویلي یې دي چې د جګړه ځپلې غزې شمالي سیمو ته د مرستو له رسولو پرته ښايي شاوخوا ۳۰۰ زره خلک له قحطۍ سره مخامخ شي.

د غزې نژدې ۲،۴ میلیون وګړي په جګړو کې راګیر دي.

په عین حال کې په ژنیو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، د غزې تړانګې ته د بشري مرستو پر استولو د اسراییلو بندیز له بشري جنایت سره انډول اقدام ګڼل کېدای شي.

د دې دفتر ویاند جیرمي لاورنس نن وویل، غزې ته د بشري مرستو پر رسولو د اسراییلو دوامداره محدودیتونه او ورسره په هغه لاره چې اسراییل دښمنیو ته دوام ورکوي ښايي له لوږې د جګړې د یوې تګلارې په توګه له کاراخیستو سره برابره وي چې دا بیا له بشري جنایت سره انډول ګڼل کېدای شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG