د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

ریچارډ بینېټ: د طالبانو یو شمېر قوماندانان شخصي زندانونه لري


د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان شخصي زندانونه لري چې د ده په وینا له بندیانو سره تر ټولو ناوړه چلند په همدې زندانونو کې کېږي.

ریچارډ بینېټ وايي، تراوسه یې په کابل، کندهار او بامیان ولایتونو کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې درې زندانونه لیدلي دي.

هغه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، یو شمېر نور زندانونه شته چې د طالبانو استخبارات یې اداره کوي او ځینې نور بیا د طالبانو د قوماندانانو شخصي زندانونه دي.

نوموړي زیاته کړه: "هغه راپورونه چې ماته رارسېدلي دي دا دي چې تر ټولو ناوړه چلند د استخباراتو په عمومي زندانونو او په هغو شخصي زندانونو کې کېږي چې طالب قوماندانان یې اداره کوي."

بینېټ زیاتوي چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته ده ته له دې زندانونو د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې، خو په دې اړه راپورونه یې له هغو کسانو ترلاسه کړي چې په دې زندانونو کې یې وخت تېر کړی دی.

د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ارشیف
ارشیف

بینېټ چې پرون د مارچ په اتمه د ښځو په نړیواله ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې همداراز یادونه وکړه چې د افغانستان راتلونکې ډېره تیاره ورته ښکاري ځکه طالبانو پر افغان ښځو محدودیتونه زیات کړي دي.

طالبانو د نوییمې لسیزې په پای کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم په هېواد کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه لګولي وو چې د ۲۰۰۱ کال تر پایه یې دوام وکړ.

د طالبانو مشرانو بینېټ او د نړیوالې ټولنې نورو چارواکو ته ویلي چې د نجونو او ښځو زده کړې او کار د افغانستان کورني مسایل دي او نور په دې کې د لاسوهنې حق نه لري.

خو بینېټ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان لپاره یو لوی شرط د نړیوالو معیارونو په اساس بشري حقونو ته درناوی دی.

هغه وايي: "که افغانستان غواړي چې یوځل بیا د نړیوالې ټولنې غړی شي نو باید د بشري حقونو نړیوالې موافقې چې ټولو هېوادونو منلې دي ومني. زما اندېښنه ډېره زیاته ده. په دې معنا چې له ښځو او نجونو پرته به د افغانستان راتلونکی وضعیت ډېر خراب وي."

ارشیف: په تخار کې یو شمېر مېرمنو د طالبانو د بندیزونو پر ضد یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې.
ارشیف: په تخار کې یو شمېر مېرمنو د طالبانو د بندیزونو پر ضد یوه اعتراضیه غونډه جوړه کړې.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر همداراز وویل چې د بشري حقونو د معیارونو له منلو پرته له طالبانو سره د نړیوالو د اړیکو عادي کېدل ناممکن ښکاري.

ریچارډ بینېټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپلو راپورونو کې تل د بشري حقونو، په تېره د نجونو او ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی، خو د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو د شخصي زندانونو په اړه د هغه څرګندونې نوې دي او په مخکینیو راپورونو کې یې یادونه نه وه شوې.

XS
SM
MD
LG