د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د کندهار کروندګر: د ګازرو د پروسیس فابریکې غواړو


د کندهار ګازرې
د کندهار ګازرې

په کندهار کې د ګازرو یا زردکو کروندګر د خپلو حاصلاتو د پروسیس لپاره د فابریکو د جوړیدو غوښتنه کوي.

دوی وايي د ګازرو حاصلات يي ښه دي، خو په ډېره کمه بیه پلورل کیږي او دوی ته کړی مصرف نه پوره کوي.

د کروندګرو په وینا، که د ګازرو د پروسیس لپاره فابریکې جوړې شي نو حاصلات به يې په ښه بیه وپلوري.

دا مهال افغانستان ته د ګازرو څخه تولید شوې حلوا، مربا او ځینې نور توکي له بهرنیو هېوادونو راواردیږي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په کندهار کې پر ۱۵۰ هکټاره ځمکه د زردکو کښت شوی چې د اټکل له مخې به ۵۴۰۰ میټرک ټنه حاصل وکړي.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG