د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د جرمنی یوه وګړي۲۱۷ ځله د کرونا واکسین تزریق کړی


ارشیف
ارشیف

یو جرمنی وګړی چې قصداً یې د کرونا واکسین ۲۱۷ ځله تزریق کړی دی، له هیڅ جانبي عوراض سره نه دی مخامخ شوی.

فرانس پرېس خبري اژانس دغه خبر د هغو څېړونکو په حواله ورکړی چې په احتمالي ډول "د نړۍ تر ټولو زیات واکسین شوی کس" ارزوي.

خبر کې راغلي چې د دغه ۶۲ کلن جرمني وګړي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د بدن دفاعي سیستم لا هم په موثر ډول فعالیت کوي.

ویل شوي چې دغه کس د ډاکترانو د سپارښتنو خلاف په خپله خوښه دغه واکسینونه کړي دي.

په همدې تړاو د یوې علمی مقالې له مخې، د جرمني د ماګدبورګ ښار یوه عمومي څارنوال دغې قضیه کې د درغلیو د تورونو په اړه څېړنه پيل کړې، خو تراوسه کوم جرمي تور نه دی ثبت شوی.

XS
SM
MD
LG