د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

خبرونه

راپور: افغانستان د سیاسي او ټولنیزو حقونو د بد وضعیت لرونکو هېوادونو له ډلې دی

د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

د بشري حقونو د څار ادارې فریډم هاوس په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړ ویلي دي چې په دوه زره درویشتم کال کې د نړۍ په دوه پنځوس هیوادونو کې سیاسي او مدني ازادۍ کمې شوې دي.

دې ادارې په خپل راپور کې د نړۍ اووه شپيته هېوادونه د سیاسي او د مدني ازادیو په لړ کې ازاد نه دې بللي او څرګندوي چې په دغو هېوادونو کې پنځلس داسې دي چې سیاسي او اجتماعي حقوق پکې تر ټولو په بد حال کې دي.

د سرچینې د ارزونو له مخې، په دغو هېوادونو کې یو هم افغانستان دی.

د فریډم هاوس په کلني راپور کې د افغانستان په اړه د مذهبي ازادیو نقض ته هم اشاره شوې ده او په راپور کې یې راغلي چې طالبانو د پوهنتونونو له کتابخانو هغه کتابونه چې د دوی په حساب له سني اسلام سره سم نه دي، غونډ کړي دي.

د فریډم هاوس په راپور کې پر دې هم اعتراض شوی دی چې په افغانستان کې شیعه له دې راګرځول شوې دي چې په علني ډول خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

ویل شوي چې همداراز د هندوانو د مذهبي مراسمو مخه نیول شوې ده.

فريډم هاوس لیکي چې دوه زره درویشتم، پرله پسې اتلسم کال دی چې په نړۍ کې ازادۍ پکې په کمیدو دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

رسنۍ: پاکستاني ځواکونو او طالبانو په اوربند موافقه کړې

د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي څنډه
د افغانستان او پاکستان یوه سرحدي څنډه

یو شمېر پاکستاني رسنۍ وايي، په ډیورنډ کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ له څو ورځنیو نښتو وروسته، دواړو لوریو پرون په اوربند موافقه کړې ده.

دې رسنیو لیکلي، دا هوکړه پرون په ډیورنډ کرښه د خرلاچي په سیمه کې د یوې جرګې په پایله کې شوې چې د دواړو خواوو چارواکو هم په کې برخه درلوده.

جرګې د هر ډول سوداګرۍ او ترافیکو لپاره د خرلاچي دروازې د پرانیستو وړاندیز هم کړی او ترڅنګ یې، د سه‌شنبې په ورځ د یوې بلې جرګې په رابللو هوکړه کړې ده.

د تېرې اوونۍ له وروستیو راهیسې تر شنبې ورځې د پکتیا په ځاځي اریوب، ډنډپټان او ځاځي میدان ولسوالیو کې چې په ډیورنډ کرښه پرتې دي، له پاکستاني عسکرو سره د طالبانو د ځواکونو د نښتې راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې نښتو کې دواړو لوریو ته د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي، خو رسماً نه د طالبانو او نه هم د پاکستان حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان حکومت له بشکیک خپل یو شمېر محصلان ویستلي

تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.
تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې د قرغیزستان له پلازمېنې بشکیک یې خپل یو شمېر محصلین په ځانګړې الوتکه کې راویستلي دي.

د پاکستان ملي راډیو تلوېزیون د راپور پر بنسټ، تېره شپه یوه الوتکه کې ۱۴۰ محصلان لاهور ته رسېدلي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یې هوايي ډګر کې هرکلی کړی.

دې تلوېزیون د چارواکو له قوله دا هم لیکلي چې نن یکشنبه به هم ډېر شمېر نور محصلان له بشکیک وویستل شي.

دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې بشکیک کې یو شمېر کسانو له بهرنیو محصلانو او وګړو سره په تاوتریخوالي لاس پورې کړ او لږ تر لږه ۲۹ تنه یې ټپيان کړل.

په ټپیانو کې ډېر یې پاکستاني محصلان دي.

په همدې حال کې د قرغیزستان حکومت یوه اعلامیه کې ویلي چې وضعیت اوس ښه شوی او د حالاتو د سمون ډاډ یې ورکړی.

د بشکیک له دوو لیلیو بهر د خلکو د بیا غونډېدو خبر ورکړل شوی

په بشکیک کې له لیلیو بهر د خلکو د غونډېدو انځور
په بشکیک کې له لیلیو بهر د خلکو د غونډېدو انځور

د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې له تازه تاوتریخوالي وروسته چې لږ تر لږه د ۲۹ کسانو د ټپي کېدو سبب شو، پرون هم د بشکیک له دوو لیلیو بهر د خلکو د غونډېدو خبر ورکړل شوی دی.

د قرغزستان حکومت پرون وویل چې د دغو ناکراریو په تړاو یې څلور بهرنيان نیولي، خو نه یې دي ویلي چې دا د کومو هېوادونو وګړي دي.

پرون او وړمه ورځ پېښ شوی تاوتریخوالی د قرغزستان، پاکستان او هند ترمنځ د ډیپلوماتیک کړکېچ سبب شو.

په بشکیک کې د پاکستان سفارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۴ پاکستانیان ټپیان شوي، خو د درېیو پاکستاني وګړو د وژل کېدو موضوع یې رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې پرون په اسلام اباد کې د قرغزستان سفیر احضار کړای شو او د پاکستاني محصلانو خلاف د وړمې شپې د تحولاتو په باب یې خپله ژوره اندېښنه ورسره شریکه کړه.

زیلینسکي: روسیه به د کییف په شمال ختیځ کې خپل پوځي عملیات لا شدید کړي

په خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله دغو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
په خارکییف کې د روسیې د بریدونو له کبله دغو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د اوکراین ولسمشر وايي، د ده د اټکل له مخې روسیه به د کییف په شمال ختیځ کې خپل پوځي عملیات لا شدید کړي.

ولودمیر زیلینسکي د فرانسې له خبري اژانس سره په هغه ځانګړې مرکه کې چې پرون شنبه خپره شوه ویلي، کییف د لومړۍ کرښې د ساتنې لپاره یوازې یو پر څلورمه برخه هوايي دفاع لري.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، روسي ځواکونو چې په وروستیو میاشتو کې څه ناڅه پرمختګونه کړي، د مې میاشتې پر لسمه یې پر خارکییف سیمه ناڅاپي حمله وکړه چې دا یې په یونیم کلن یرغل کې د سیمو د نیولو له اړخه روسیې ته پراخه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

ولودمیر زیلینسکي وايي، روسي ځواکونه په شمال ختیځ سرحد کې یوازې له پنځو تر لسو کیلومترو پورې ساحو کې مخکې تللي، خو وروسته د اوکراین ځواکونو یې مخه نیولې ده.

په میانمار کې یوې وسله‌والې ډلې د یوه ښارګوټي د نیولو ادعا کړې

د میانمار د راخین ایالت یوه څنډه
د میانمار د راخین ایالت یوه څنډه

په میانمار کې د قومي اقلیت یوې وسله‌والې ډلې پرون شنبه ادعا وکړه چې وسله‌والو یې د لوېدیځ ایالت راخین پر یوه ښارګوټي ولکه ټینګه کړې ده.

په راخین ایالت کې شخړې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د اراکان پوځ یا "اې‌اېAA" په نوم د اقلیت وسله‌والې ډلې په نومبر میاشت کې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه.

له دې سره هغه اوربند مات شو چې په ۲۰۲۱م کال کې تر پوځي کودتا وروسته نافذ شوی و.

اراکان پوځ په راخین کې یو ښارګوټی او د هند، دغه راز بنګله دېش پولې ته څېرمه ځینې ساحې نیولې دي.

له دې سره د میانمار پر پوځي حکومت فشار زیات شوی چې له څه مودې راهیسې د میانمار یا پخوانۍ برما په جنوب ختیځ او نورو ساحو کې د خپلو مخالفانو په وړاندې په مبارزه بوخت دی.

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون خبر ورکړ چې په دغه قلمرو کې د اسراییل او فلسطیني افراطي وسله‌والو ترمنځ د څه باندې اووه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۸۶ ته ورسېد.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د غزې روغتیا وزارت پرون د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال هم د لږ تر لږه ۸۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې د ټپیانو شمېر ۷۹زره ۳۶۶ ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییل پوځي عملیات پرون هم په شدت روان وو.

اسراییل اعلان کړی چې د بشري مرستو لومړۍ جوپه دغه کلابند شوي ښار ته ورسېده.

د بغلان پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو خواړه ویشل شوي

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې بېځایه شوې کورنۍ
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه کې بېځایه شوې کورنۍ

افغاني سرې میاشتې ټولنې د بغلان ولایت په بُرکې ولسوالۍ کې پر ۳۰۰۰ سېلاب ځپلو کسانو د خوړو د مرستو د وېش خبر ورکړ.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د غرمې دغه پاخه کړي خواړه د کرکټ د مشهور لوبغاړي راشد خان او د افغان مسلم هندز خیریه بنسټ په مالي ملاتړ برابر شوي وو.

په بغلان کې د غويي یا ثور میاشتې د ۲۱مې نېټې ویجاړوونکو سېلابونو تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او په زرګونو کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب کړل.

په بغلان کې سېلابو ځپلیو پرون ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې تر یوې اوونۍ د زیاتې مودې له تېرېدو وروسته هم لازمه مرسته نه ده ورسره شوې.

د ایران په یوه زندان کې څلور افغانان د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي

د ایران د یوه زندان انځور
د ایران د یوه زندان انځور

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د یوه افغان وګړي په ګډون څلور بندیان د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې د اعدام لپاره یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوي دي.

دغه بنسټ پرون شنبه خبر ورکړی چې دغه څلور کسان د مخدره موادو د کاروبار یا هم د عمدي قتل په تور اعدام ته چمتو کړای شوي دي.

افغان وګړی د مخدره موادو په تور نیول شوی چې ممکن ډېر ژر له درېیو نورو بندیانو سره یوځای د اعدام حکم ورباندې تطبیق شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د ۲۰۲۲م کال پر تله د مخدره موادو په تور د اعدامونو شمېر ۸۴ فیصده زیات شوی دی.

په ۲۰۲۳م کال کې په دې تور د افغان وګړو په ګډون لږ تر لږه ۴۷۱ کسان په ایران کې اعدام شوي، خو په ۲۰۲۲م کال کې یې شمېر ۲۵۶ و.

په ایران کې د محاکمو پر جریان د بشري حقونو ملاتړو ډلو انتقاد کړی، چې په وینا یې شفافیت په کې کم دی.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

څو ورخې مخکې په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.
څو ورخې مخکې په بغلان کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، بغلان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، بامیان، فاریاب، جوزجان، سمنګان، غور، بادغیس، هرات او فراه کې نن د اورښتونو، تالندې برښنا او سېلابونو بهېدلو اټکل شوی دی.

په بېلابېلو ساحو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې د سختو سېلابونو له کبله په غور کې ۵۰ او په فاریاب کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د غويي یا ثور پر ۲۱مه په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او د خلکو ملکیتونه سخت زیانمن شوي وو.

غزه کې سختې نښتې او بمبارۍ شوي

غزه کې د وروستيو نښتو يوه څنډه
غزه کې د وروستيو نښتو يوه څنډه

د غزې تړانګې جنوبي ښار رفح نن د سختو نښتو او بمباریو ډګر و.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ ویلي چې د دوی هوايي ځواکونو تېره ورځ او شپه په غزه کې ۷۰ هدفونه بمباري کړي او د اسراییلو ځمکنیو ځواکونو د رفح په ختیځ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د کویټ روغتون ویلي چې تېره شپه په رفح ښار کې د بې ځایه شویو په یوه کمپ کې د اسراییلو په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG