د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

طالبانو له اروپایي ټولنې د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې مرسته غوښتې


یو طالب امنیتي منسوب د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال - ارشیف
یو طالب امنیتي منسوب د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال - ارشیف

د زهرو کاروان د دې اوونۍ په خپرونه کې اورئ چې طالبانو له اروپایي ټولنې غوښتي چې له بزګرو سره د کوکنارو د بدیلو کښتونو د برابرولو په برخه کې د دوی له حکومت سره مرسته وکړي.

په یوه راپور کې اورئ چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه سلګونه معتادین راټول او په ژمي کې له یخنۍ څخه د ژغورل کېدو لپاره په خوندي مرکزونو کې ځای پرځای شوي.

له یوه ډاکټر څخه مو دا پوښتلي چې په ځینو غربي هېوادونو کې د چرسو قانوني کېدل به په افغانستان کې ځوانان د دغو نشه یي موادو استعمال ته ونه هڅوي؟

د خپرونې په دوام، د معتاد کیسه او د خپرونی ډرامه هم اورېدلی شئ.

د زهرو کاروان خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:17 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG