د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

اعتیاد د زده کړو پرېښودلو د عمده عامل په توګه


ارشیف: په کابل کې يو شمېر معتادين
ارشیف: په کابل کې يو شمېر معتادين

ځينو معتادینو ازادي راډيو ته ويلي چې په ښوونځي، پوهنتون او نورو تعليمي مرکزونو کې په نشو اخته شوي او له همدې امله زده کړې ځنې پاتې شوي دي.

د زده کوونکو او محصلینو د اعتیاد لاملونه څه دي، څومره ضروري ده چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تعلیمي نصابونو کې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه مواد ځای پر ځای شي او دغه ډول د پوهنتونونو او ښوونځیو ادارو ته څه کول په کار دي چې په تعليمي چاپېریال کې د نشه يي موادو مخه ونيول شي؟

په دې اړه مو د پوهنتون له پخواني استاد راحت ګل زیارمل سره مرکه شوې او په پیل کې ترې پوښتل شوي چې نشه د زده کړو بهیر څومره ټکنی کوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG