د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

افغانستان کې د بیان د ازادۍ محدودېدل؛ ځینې لیکوالان: هیڅ لیکوال ازاده لیکنه نه شي کولای


په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور
په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور

يو شمېر ليکوالان وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بيان ازادي محدوده شوې او هيڅ ليکوال نه‌شي کولای چې ازاده ليکنه وکړي.

په‌داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په بېلابېلو غونډو کې ويلي، دوی د بيان ازادۍ ته ژمن دي، يو شمېر ليکوال وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ليکوالان ان د ټولنيزو رسنيو له لارې هم خپل نظر نه‌شي وړاندې کولای.

ليکوال او شاعر عصمت قانع چې د خپلو ليکنو له امله يې افغانستان پرېښی ازادي راډيو ته وويل، پر کور يې د طالب عسکرو له‌خوا چاپه ووهل شوه، خو دی له کوره وتلی و.

هغه وویل: "زما په يو ټویټ باندې زما کور محاصره شو، ډېر وخت لپاره مې کور محاصره و، د کور هر څه يې راته ګډوډ کړل. په هغه ټویټ کې هم ما يوازې دومره ليکلي وو چې د امر ثاني په نوم په پوهنتونو کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز ولګېد او امر ثاني هيڅ توجيه نه‌لري، پر همدې يې زما کور محاصره کړ. دغه راز ډېر ليکوال چې تلوېزيونو کې مرکو ته ورغلي وو، د يوې مخالفې څرګندونې له امله بنديان شوي دي."

نوموړی ادعا کوي چې د طالبانو له لوري ډېری ليکوالان شکنجه شوي او طالبانو د خپل نظام په ګټه په زوره ترې اعتراف اخيستی دی.

دغه شان ليکوال او د خوست پوهنتون پخوانی استاد نورالله ښاد، چې دې هم اوس له افغانستان بهر دی، ادعا کوي چې په فېسبوک د يوې ليکنې له امله دی او پلار يې د طالبانو له لوري زنداني شول.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "ليکوال د ټولنې د يو استازي په توګه ورته وايي چې د نجونو د زده‌کړو، تحصيل او کار حق ورکړئ، دوی يې نه ورکوي. ليکوال ورته وايي چې ملي ارزښتونه ومنئ، دوی يې نه مني. ليکوال ورته وايي چې دا هېواد يوازې ستاسو نه‌دی، دې اداره کې د ټولو هېوادوالو حق دی، خو دوی يوازې خپل ځان ويني او اداره يې ټوله ځان ته نيولې ده. د ليکوال په توګه زما پر کور چاپه ووهل شوه، توقيف ته ولاړم، پلار مې زنداني شو او باالاخره له هېواده وتلو ته اړ شوم."

ښاد وايي، د طالبانو حکومت يوازې هغه ليکوال خوښوي چې د دوی لپاره تبليغات کوي او هيڅ نيوکه پرې نه‌کوي.

دا چې ليکوالان او پر ټولنيزو رسنيو د نظر خاوندان ولې نيول کېږي او ان زندانونو ته اچول کېږي، د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو وياند يې ذبيح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو تېره اوونۍ د روانې مرغومې مياشتې په دوهمه نېټه د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس، پر خپله ايکسپاڼه د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په حواله ليکلي چې د دوی حکومت د ليکوالو او متخصصينو د نظرونو او وړانديزونو هرکلی کوي.

د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير
د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير

د یادونې ده چې طالبانو یوازې ليکوالان نه، نور فرهنګیان او د بېلابېلو برخو فعالان هم د طالبانو پر پالیسيو د انتقادي لیکنو او اعتراضونو له امله نيول نیولی، لکه عماد دوران، ظاهر عمار، خالد قادري، رسول پارسي، اسمعاعیل مشعل، فیض الله جلال او نور.

کومو لیکوالو، چې په دې راپور کې ازادي راډیو سره خبرې کړي وايي، افغان فرهنګیانو او فعالانو ته ګواښونه، د دوی نیونې او پرې محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډیری له افغانستانه ووځي او بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG