د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

ملګري ملتونه: کډوالي د ډېرو افغانانو خپله خوښه نه ده


ایران ته د یو شمېر افغان کډوالو روان کاروان - تصویر له ارشیفه
ایران ته د یو شمېر افغان کډوالو روان کاروان - تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې الیسون داودیان د دوشنبې په ورځ د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې کډوالي د ډېرو افغانانو خپله خوښه نه ده.

هغې ویلي دي، خپله د داسې کډوالو لور ده چې کډوالي یې غوښتنه وه، خو د نوموړې په خبره د ډېرو افغانانو لپاره بیا د وطن پرېښودل د خوښې کار نه دی.

هغې غوښتنه کړې ده چې له افغان کډوالو مېرمنو او نجونو دې ملاتړ وشي او د حقونو د خوندي کولو لپاره یې هڅې وشي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې هغه کډوال چې افغانستان ته رالېږل شوي دي، ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

په ورته وخت کې ځینې هغه مېرمنې چې په ښځو د طالبانو د محدودېتونو له امله د وطن پرېښودو ته مجبورې شوي، وايي چې په نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي.

د دې ښځو له ډلې مسعوده کوهستاني وايي، د هغې لپاره اجباري کډوالي له کورنۍ څخه د لېرې کېدو، سخت کار او نامعلوم راتلونکي په معنا ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"زه خپله نن په داسې حال کې یم چې ژوندۍ یم خو ژوند نه لرم، راتلونکې نه لرم، څه راتلونکی به ولرم؟ هغه څوک چې دنده نه لري او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کولای نه شي. که یوازې چې خپلې کورنۍ ته ورسېږي، نور به څه راتلونکی ولري؟"

بي بي زينب هم هغه مېرمن ده چې وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کډوالۍ ته مجبوره شوې ده.هغه او کورنۍ يې اوس په ايران کې ژوند کوي.

بي بي زينب وايي، سره له دې چې قانوني اسناد یې درلودل، د روان تعليمي کال په پيل کې يې ډېرې هڅې وکړې چې خپل اولادونه د ایران په ښوونځیو کې شامل کړي خو بریالۍ نه شوه.

تصویر له ارشیفه: یوه افغانه کورنۍ ترکیې ته پر ناقانونه د تګ پر مهال
تصویر له ارشیفه: یوه افغانه کورنۍ ترکیې ته پر ناقانونه د تګ پر مهال

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې لوڼې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوې او زامن یې هم د کډوالۍ پر مهال له زده کړو بې برخې شوي دي.

هغه زیاتوي:

" هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو لګولي او د هغوی فعالیتونه او ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی، موږ او کورنۍ مو مجبور شوو چې له هېواده ووځو او اوس په ایران کې یوو، ویل مو چې یو امن ځای وي خو دلته هم ستونزې شته، په دې ورځو کې خو ټول خبر دي چې کډوال په اجباري ډول ایستل کېږي."

دا اندېښنې داسې مهال کې راپورته کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانانو د کډوالۍ بهیر یو ځل بیا زور اخیستی دی.

ځینو هغو کسانو چې په قانوني یا غیر قانوني لارو یې کډوالۍ ته مخه کړې، له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې په ځلونو امنیتي ګواښونه، بې‌وزلي او بې‌کاري د دوی د کډوالۍ اصلي لاملونه یاد کړي دي.

که څه هم له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې روانه ده او ایران هم دا لړۍ پيل کړې خو اوس هم ګڼ شمېر افغانان د بېلابېلو دلایلو له مخې له افغانستان څخه د وتلو هڅې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG