د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

​په ارزګان کې د ځینو ښوونځیو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي


په ارزګان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي
په ارزګان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

د ارزګان ځينې اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې د ښوونځيو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په ازاده فضا کې په زده کړو بوخت دي.

د هغوی په وینا، د دغو ښوونځیو ودانۍ د تېر جمهوري نظام د سرتېرو او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي.

د ارزګان اوسېدونکي د دغو ښوونځیو د بیا رغونې غوښتونکي دي.

بلخوا ارزګان کې طالب مسوولان د خلکو ستونزې مني، خو وايي چې ګڼ شمېر تخریب شوي ښوونځي یې رغولي او د پاتې د بیا رغولو چارې روانې دي.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاند لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00
XS
SM
MD
LG