د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

یو شمېر افغان پنا غوښتونکي: پاکستاني پولیس مو لا هم ځوروي، د امریکا د سفارت لیکونو ته ارزښت نه ورکوي


د پاکستاني پولیسو له لوري یو نیول شوی افغان کډوال - تصویر له ارشیفه
د پاکستاني پولیسو له لوري یو نیول شوی افغان کډوال - تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د امریکا له سفارت څخه یې د خونديتوب لیکونه ترلاسه کړي، شکايت لري چې پوليس دغو ليکونو ته هم ارزښت نه ورکوي.

د امريکا د p2 یوه کېس لرونکې، چې يو نيم کال مخکې د خپلې کېس د پړاونو د بشپړلو له امله پاکستان ته تللې وايي، مېړه د امريکا لخوا د سفارت د خوندیتوب لیک درلودو خو بیا هم پولیسو نيولى او ويلي يې چې له دې هېواده به یې وباسي.

نوموړې وایي:

"زما مېړه ليک او پاسپورټ دواړه لري او همدا شان د (یو، این، ایچ، سی، آر) کېس نمبر هم لري، یوازې د هغه ویزه پای ته رسیدلې ده، پولیسو هغه د پیښور بورډ سیمه کې د کار له سره نیولی او دا یې ورته ویلي چې د امریکا د خونديتوب ليک او د (یو، این، ایچ، سی، آر) شمیره موږ ته د منلو وړ نه ده او موږ به تاسو افغانستان ته ولېږو".

سرچینه ادعا کوي، چې دغه شان ورور یې هم، چې د امريکا له سفارت څخه د خونديتوب ليک یې درلود، مخکې نيول شوى و، خو پوليسو ته د پيسو له ورکولو وروسته بېرته خوشې شو.

احمد ولې چې د پاکستان په پېښور ښار کې اوسېږي، دا هم امریکا ته د کډوال کېدو کیس لري. نوموړی وايي پولیسو د شنبې په ورځ د ده یو ګاونډی چې هغه هم امریکا ته د کډوالۍ کیس درلود او د امریکا سفارت له خوا د خونديتوب لیک ورسره و نیولی او تورخم ته یې لېږلی دی.

دغه افغان کډوال زیاتوي:

" زموږ ګاونډی چې عبدالحمید نومیږي او د P2 کېس او د امريکا د سفارت پاڼه او، پاسپورټ ورسره وو خو د ویزې موده یې ختمه شوې وه، پولیسو هغه ونیوه او په یوه لوی موټر کې یې ناصرباغ ته بوته. او تورخم ته یې ولېږه."

پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وویستل
پاکستان په وروستیو کې لسګونه زره افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وویستل

دې موضوع د امريکا د د کډوالۍ کیسونو لرونکي چې په پاکستان کې اوسېږي اندیښمن کړي دي.

د دوی له ډلې فرید ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ ویزې ختمې شوې او د نومبر په میاشت کې د امریکا حکومت موږ ته يو لیک راولېږه او ویې ویل چې موږ ستاسو معلومات د پاکستان له حکومت سره شریک کړل. دا لیک چې موږ ته رالیږل شوی د پاکستان پولیسو ته د منلو وړ نه دی او موږ د خپل وضعیت په اړه اندیښمن یو."

تر دې مخکې په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منېزې کاکړ او په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې فعالیت لري ادعا کړې وه چې د دغه هېواد پولیسو یو شمېر افغان کډوال چې د کډوالۍ کارتونه یې هم درلودل نیولي او له ياد هېواده ايستلي دي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر انورحق کاکړ د نومبر په اتمه اعلان وکړ چې په زرګونو هغه افغانان چې د امریکا ویزو ته په تمه دي له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د عملیاتو په لړ کې نه ایستل کیږي.

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، لږ تر لږه ۲۵ زره افغانان چې د طالبانو له لخوا د افغانستان له بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته پاکستان ته تښتېدلي، په تمه دي چې د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدول شي.

له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شو، چې د پاکستان د حکومت په وینا په دې بهیر کې به له ۱.۷ میلیونو ډېر بې اسناده افغانان له دغه هیواده اخراج شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ارزګان-کندهار د لويې لارې د جوړولو د پرانيستې په مراسمو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ايستلو پر بهير نيوکه وکړه.

د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر

نوموړي د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل:

"موږ د خپل توان له مخې يوه موضوع له يو هېواد سره شریکوو، که دوی یې ومني، ښه ده. که یې ونه مني، موږ یې کیسه کې هم نه یو. په نړۍ کې د کډوالو داسې لېږل په هېڅ بل هېواد کې هم نه دي شوې. لکه څنګه چې دوی يې کوي."

نوموړي دغه شان وويل، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره بېلابېلې کمېټې په منظم ډول کار کوي او په بېلابېلو ولسواليو کې يې پنډغالي جوړ کړي او د هرات په اسلام قلعه او همدا شان په نيمروز ولايت کې به له ايران څخه د شړل شويو کډوالو لپاره هم پنډغالي جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د راستنو شویو د ټول شمیر په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو سازمان د هغو معلوماتو پر بنسټ چې تیره اونۍ یې خپاره کړل له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمیر تر ۳۳۰ زرو تنو ډېر ښودل شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG