د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

طالبان: پاکستان د افغان کډوالو د وسایلو او پیسو د لېږد لپاره میکانیزم اعلانوي


له پاکستانه افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو کډې
له پاکستانه افغانستان ته تلونکې د افغان کډوالو کډې

په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ژمنه کړې چې د افغان کډوالو د وسایلو او نغدو پیسو د لېږد لپاره به ډېر ژر یو میکانیزم اعلان شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو وایي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني فرانس‌ پرېس آژانس ته ویلي چې له اسلام آباده غواړي چې افغان کډوالو ته زیات وخت ورکړي ترڅو هغوی د ده په خبره باعزته بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په عین حال کې په اسلام آباد کې د طالبانو سفیر سرداراحمد شکیب د پاکستان د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سرفراز بوګټي سره کتلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دې سفارت پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغان کډوالو د په زوره ایستلو اړوند ستونزو په ځانګړي توګه د هغوی د وسایلو او بانکي حسابونو کې یې د پیسو او د پاکستاني پوځیانو له لوري د هغوی، په تېره د ښځو او ماشومانو د ځورولو په اړه یې بحثونه او خبرې کړي دي.

په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت
په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت

د سفارت په خبره بوګتي ژمنه وکړه چې د افغان کډوالو د وسایلو او نغدو پیسو د لېږدولو په اړه به ډېر ژر یو میکانیزم اعلان شي.

په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سفارت همدارنګه ویلي چې دغه پاکستاني چارواکي دا ژمنه هم وکړه چې په پوله کې به له ۱۴ کلنو کشر ماشومان او ښځې نه بایومیټریک کېږي.

د دې سفارت په خبره د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم ویلي چې پولیسو ته یې امر کړی چې هغه افغانان ونه ځوروي چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

له دې مخکې یو شمېر افغانانو ویلي وو چې له قانوني اسنادو سره سره دوی پولیسو نیولي دي.

یو له دغو افغانانو دېرش کلن حمیداله دی.

هغه په کراچۍ ښار کې د پولیسو په یوه ماموریت کې فرانس‌پرېس ته وویل: "ټول شناختي کارټونه لرو، کورنۍ کارټونه لري، زه هم کارټ لرم. که د پاکستان حکومت وایي چې تاسو غیرقانوني کډوال یاست او باید له دې هېواده ووځئ، موږ له دې ځایه ځو، خو ښه ده چې مخکې له دې چې پر کورونو مو چاپې ووهي، له پاکستانه ووځو."

په کراچۍ کې د پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. 01 November 2023
په کراچۍ کې د پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. 01 November 2023

چارواکو ویلي چې له یوې میاشتې راهیسې چې پاکستان له دې هېواده د بې اسنادو کډوالو د وتلو لپاره وروستی مهلت ورکړی و، تراوسه له ۱۶۵ زره زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

پاکستاني چارواکو فرانس‌پرېس ته ویلي چې له ۱۲۹ زره زیات د تورخم پر دروازې او له ۳۸ زرو زیات هم د چمن-سپین بولدک پر دروازې افغانستان ته اوښتي دي.

د راپورونو له مخې ډېری دغه افغانان د وروستي مهلت د پای ته رسېدو په وروستیو ورځو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

ټولو بې اسناده کډوالو ته وروستی مهلت د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېد او پولیسو د افغان کډوالو د په زوره ایستلو بهیر رسماً پیل کړی دی.

افغانستان ته تلونکي افغان کډوال. October 25, 2023
افغانستان ته تلونکي افغان کډوال. October 25, 2023

په عین حال کې د راپورونو له مخې پرون له سلو زیات کسان په کراچۍ او ۴۲۵ نور په کوټه کې پولیسو نیولي دي.

په تېرو څو لسیزو کې په میلیونونو افغانانو خپل هېواد پریښی او پاکستان ته کډه شوي دي.

د اټکل له مخې ۶ لکه یې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه هېواد ته کډه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG