د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

افغان کرکټ لوبډله: مورال مو لوړ دی، د سرېلانکا پر وړاندې به ښه ولوبیږو


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نن د اکټوبر په ۲۹مه نېټه په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي دي، ورستیو بریاوو یې مورال لوړ کړی دی چې د سرېلانکا پر وړاندې سیالۍ کې به ورسره ډېره مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې افغانستان او سریلانکا د اکټوبر په ۳۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه د هندوستان په پونې ښار کې سره سیالي وکړي.

ښاغلي شهیدي ویلي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې لوبغاړو دمه او تمرینات کړي دي، چې په خبره یې د سریلانکا لپاره یې په هر اړخیزه توګه ښه پلان جوړ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

" له تېرو څو ورځو راهیسې په پونې کې تمرینات کوو، د پونې او چنای کنډېشن ډېر فرق کوي. دلته د شپې لخوا پرخه وریږي او ویکټ یې لږه ښویدونکې/سکیټي ده. مونږ به له حالاتو سره سم ولوبیږو."

د شهیدي په وینا دا لومړی ځل دی چې افغانستان په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ښه لوبیږي، هغه د ورو توپ اچونکو ترڅنګ د خپلو توپوهونکو ډېره ستاینه وکړه.

هغه دا هم وویل چې اوس مهال دا سوچ نکوي چې کومې لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېدلي دي او دوی څومره چانس لري؟ زیاته یې کړه" اوس یوازې هرې لوبې ته پلان جوړوي."

افغان لوبډلمشر وايي، له سریلانکا سره یې په دې ورستیو کې ډېرې سیالۍ کړي دي او دواړه لوبډلې یو بل ښه پيژني.

هغه زیاته کړه:

" مونږ په اسیا جام کې ښه مقابله وکړه، تر هغې وړاندې مو د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه. مونږ په سریلانکا کې له هغوی لوبلړۍ ګټلې ده. دواړه لوبډلې یو بل ښه پېژني، خو زمونږ مرال پرې لوړ دی."

حشمت الله شهیدي د خپلو بریاوو تر شاه د تېرو دوو کلونو د منظم لوبیز پلان یادونه هم وکړه. هغه وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په دوامداره توګه په هره لوبلړۍ او ټورنمنټ کې هغو لوبغاړو ته چانس ورکړی دی چې نن په دې نړیوال جام کې لوبه کوي.

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې په بنګله دېش، هندوستان او نیوزیلینډ سیالۍ بایللي دي، خو انګلستان او پاکستان ته یې ماتې ورکړې دي چې د نومرو په جدول کې اووم ځای لري.

د سرېلانکا لوبډله بیا د دوو بریاوو او ښه نیټ رن رېټ له امله پنځم ځای لري.

XS
SM
MD
LG