د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

نړیوال جام؛ نیدرلینډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه


د نیدرلینډ لوبډلې یو لوبغاړی
د نیدرلینډ لوبډلې یو لوبغاړی

د کرکټ نړیوال جام په ۲۸مه سیالۍ کې نیدرلینډ د ۸۷ منډو په توپیر بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

دا په روان نړیوال جام کې د نیدرلینډ دویمه بریا ده.

د دې سیالۍ پچه نیدرلینډ ګټلې وه، توپوهنه یې وکړه او د ۲۳۰ منډو هدف یې ټاکلی و.

بنګله دېش د هدف په تعقیب یوازې ۱۴۲ منډې وکړې او په دې سره یې پرله پسې ۵مه سیالي هم وبایلله.

په ننۍ سیالۍ کې د نیدرلینډ لپاره پاول وین میکرین ۴ لوبغاړي وسوځول چې د لوبې د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزې یې وګټلې.

نیدرلینډ تر دې وړاندې د سویلي افریقا لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه.

بنګله دېش بیا یوازې یوه سیالي ګټلې چې د اکټوبر په ۷مه نېټه یې افغانستان مات کړی و.

XS
SM
MD
LG