د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ویستل؛ روح الله: هملته زیږیدلی او د اولادونو پلار شوی وم، خو بیا یې هم وویستم


له پاکستان څخه وتو ته چمتو کیدونکي یو شمېر افغان کډوال
له پاکستان څخه وتو ته چمتو کیدونکي یو شمېر افغان کډوال

روح الله په پاکستان کې له مېشتو هغو افغان کډوالو دی چې د پاکستان د وروستیو فشارونو له امله باید له دغه هېواده ووخي.

د هغه په خبره ، ۲۳ کاله وړاندې په پاکستان کې زېږېدلی او په دغه هېواد کې د مېرمنې او ماشومانو خاوند شوی.

نوموړی وايي، چې اوس د پاکستان د حکومت ګواښونو او د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله دې ته اړ شوی چې دا هیواد پریږدي.

هغه چې کډه یې بار او د خپلې کورنۍ غړي يې افغانستان ته د تګ په موخه د تورخم دروازې ته وړي، ازادي راډيو ته وويل چې د کور ټول وسایل يې په کمه بيه ليلام کړي دي.

نوموړی وایي:

"زموږ څخه یې په یوه نفر ۱۰ زره کلدارې غوښتې، غریب سړی یم. د کور کرایه هم وه، بلونه به هم راتلل، د خرڅ او خوراک مصرف هم وو. که څه هم کار مې ښه و خو ځکه چې شناخت کارټ مې نه درلود هرڅه مې پریښود. د کار وسایل مې لیلام کړل. اوس وګورم چې زموږ حکومت به څه کوي. "

که څه هم تل داسې شکایتونه مطرح شوي، چې پاکستاني پولیس په اکثرو مواردو کې له افغانانو څخه پیسې غواړي، خو نوموړي دا ونه ویل چې چا ترې د لس زره کلدارو غوښتنه کړې وه.

یو شمېر نور کډوال چې خبریالان، د مدني ټولنې فعالان، د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي او هنرمندان دي او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته له افغانستانه وتلي، وايي چې په سختو شرایطو کې دي او اوس افغانستان ته د بیرته ستنیدو لاره هم نلري.

د پخواني نظام یوه افسر چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ د ویزې وخت پوره دی، دوه درې ځلې مو یو ان اچ سي ار دفتر ته مراجعه وکړه. موږ ته یې یو توکن راکړی چې کله یې پولیسو ته ښيو وایي دا د منلو وړ نه دی. اوس په یوه بې برخلیکه حالت کې یو چې د امنیتي ګواښونو له امله نه افغانستان ته تللی شو او نه هم دلته اوسیدی شو ."

افغانستان ته ستنیدونکي کډوال هغلته هم د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي
افغانستان ته ستنیدونکي کډوال هغلته هم د خپل ژوند په اړه اندېښمن دي

نوموړی وايي چې د خپلې پي ۲ دوسيې د طی مراحل لپاره پاکستان ته راغلى او له کوربه حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې په داسې شرايطو کې د دوى وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي یو ځل بیا د روان کال د اکتوبر له میاشتې وروسته له دغه هېواد څخه د غیر قانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

هغه ویلي دي چې د ناقانونه کډوالو لپاره د ټاکل شوي مودې تر ختمیدو وروسته به د پاکستان حکومت د دوی د اوسیدو په اړه هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.

بګټي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو پالیسي یوازې د افغانانو لپاره نه ده؛ بلکې ټول هغه کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د اکتوبر تر پایه وروسته به له پاکستانه وایستل شي.

د پاکستان سرپرست حکومت دا هم ویلي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو لویه برخه افغانان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان موقت حکومت د دغه هېواد په مرکز اسلام اباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې "د ملکیتونو د غصب ضد عملیات" په نوم یو نوی کمپاین پیل کړی دی.

په وروستیو کې په مختلفو نومونو پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده
په وروستیو کې په مختلفو نومونو پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده

د پاکستان موقت حکومت د تېرې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د یاد کمپاین په لړ کې یې د دغه هېواد د پلازمېنې اسلام اباد په مارګله ټاون کې د تکنالوژۍ د ملي ادارې ودانۍ ته څېرمه يې د افغان کډوالو يو شمېر کورونه نړولي دي.

همدارنګه د اسلام اباد پرمختیايي ادارې په دې اړه په یوې اعلامیې کې زیاته کړې، چې یو شمېر هغه کورونه او فارمونه یې ویجاړ کړي، چې افغانانو په ناقانونه توګه جوړ کړي وو او ژوند یې پکې کاوه.

د اکتوبر په لومړیو کې د پاکستان موقت حکومت څه باندې ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانانو ته چې د دوی په وینا هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی و چې د روانې میاشتې تر پایه دې له پاکستانه ووځي، که نه نو جبري ایستلو سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان، تېره شنبې په یوه ګډه اعلامیه کې، له پاکستان او نورو هېوادونو چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه دي، وغوښتل چې د زیانمنو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه چې د دغو سازمانونو په وینا، افغانستان ته په بېرته ستنېدو به هغوی له احتمالي ګواښ سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG