د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

هرات کې مرګوني زلزله؛ نړیوالو بنسټونو له زلزله ځپلو سره مرستې پیل کړي


په هرات کې د وورستۍ زلزلې وروسته لا هم ژغورنکې ډلې له خاورو لاندې د احتمالي ژوندي کسانو او یا مړیو د راایستلو عملیات کوي.
په هرات کې د وورستۍ زلزلې وروسته لا هم ژغورنکې ډلې له خاورو لاندې د احتمالي ژوندي کسانو او یا مړیو د راایستلو عملیات کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان بېلابېلو مرستندویو ادارو ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې خپلې مرستې پيل کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي چې مرستندویان یې په هرات کې زلزله ځپلو سیمو ته ورغلي او عملاً يې د خوراکي توکو د بستو وېش پیل کړی دی.

د دې ادارې د افغانستان څانګې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ یې سلګونو کسانو ته خوراکي توکي په تېره بیا بیسکویټ ویشلي.

وحیدالله اماني
وحیدالله اماني

هغه وايي: "زموږ ټیمونه په ساحه کې دي. د زیانمنو شویو خلکو، کورنیو ارزونه او د هغوی تشخیص جریان لري. موږ د شلو زرو کسانو لپاره د خوراکي توکو بستې چمتو لرو. دغه راز په پام کې ده چې تر اویا زره کسانو پورې موږ وکولای شو دوی ته د بشري مرستې البتې د خوراکي توکو او نغدو پيسو د دې لپاره چې خوراکي توکي پرې را ونیسي زیانمنو شویو کسانو ته وویشو."

په 'ډبلیو اف پي' سربېره د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مرستندویان هم هرات کې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې ازادي راډيو ته لیکلي چې د بېړنیو خدمتونو رسوونکي د پېښې په لومړیو ساعتونو کې د زیانمنو د ژوند د ژغورلو لپاره لاس په کار شول او په سیمه کې په کار بوخت دي.

په هرات کې د زلزله ځپلو سیمو په لسهاوو کلي وران او زرګونو خلکو ته یې مرګژوبله رسېدلې ده.

له سیمې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې مرستندویان او د سیمې خلک د خاورو لاندې د پاتې جسدونو او احتمالي ایسارو خلکو د رایستلو لپاره هڅې کوي.
له سیمې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې مرستندویان او د سیمې خلک د خاورو لاندې د پاتې جسدونو او احتمالي ایسارو خلکو د رایستلو لپاره هڅې کوي.

له سیمې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې مرستندویان او د سیمې خلک د خاورو لاندې د پاتې جسدونو او احتمالي ایسارو خلکو د رایستلو لپاره هڅې کوي.

د زلزلې یو زیانمن میرویس خان له خپل وران شوي کور سره ولاړ دی او د زلزلې له امله په رامنځته شوې مرګژوبلې او زیانونو اندېښنه ښيي.

هغه له اسوشېټېډ پرېس سره په خبرو کې وویل: "زلزله ډېره یوه خطرناکه پېښه وه چې زموږ څو کلیو کې وشوه. ډېر شهیدان مو ورکړل او ګڼ کسان مو ټپیان دي. هر کور کې دوه-درې کسان شهیدان شوي."

 د هرات د زلزله ځپلو تازه ویډیو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

د طالبانو حکومت د یکشنبې په ورځ ویلي چې له زلزله ځپلو سره یې د مرستې لپاره یو ګډ کمېسیون جوړ کړی.
د دغه کمېسیون له لارې د طالبانو حکومت له زلزله ځپلو سره د سلو میلیونو افغانیو نغدي مرستو د وېش ژمنه هم کړې ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې پېښو ته د رسېدو وزارت، دفاع وزارت او ګڼې نورې ادارې یې موظفې کړي چې له زیانمنو سره د مرستو لپاره خپل کارونه فوراً پيل کړي.

له زیانمنو سره د مرستو لپاره بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو او شخصیتونو د مرستو ژمنې کړي.

له دې ډلې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو راشدخان، محمدنبي، حشمت الله شهیدي او ځینو نورو د مرستې اعلان کړی دی او تر څنګ یې په انلاین توګه د مرستو د راټولولو ځینې کمپاینونه پيل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG