د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د اروپایي ټولنې استازي د مطیع الله ویسا، ندا پرواني او ژولیا پارسي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه


توماس نیکلسون، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی
توماس نیکلسون، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسون د قلم ټولنې د مشر مطیع الله ویسا او د معترضو ښځو ندا پروانی او ژولیا پارسي د خوشې کېدو له کمپاین سره یو ځای شوی.

نېکلاسون په خپله اېکس پاڼه کې د یادو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

هغه لیکلي، د هغو افغانانو خپلسري نیول چې له خپلو حقونو دفاع کوي، غیرقانوني کړنه ده.

نېکلاسون زیاته کړې، چې طالبان په دې ډول کړنو د کورني مشروعیت او رغنده خبرو اترو لپاره اړین باور کمزوری کوي.

په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې ویاندې نبیلا مصر علي هم پر خپله اېکس پاڼه د مطیع الله ویسا، ژولیا پارسي، ندا پرواني او د هغوی د کورنۍ د غړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

مطیع الله ویسا د تعلیمي هڅو د پراختیا فعالیتونه کول. هغه شاوخوا ۶ میاشتې شوې، چې د طالبانو په زندان کې بندي دی.
مطیع الله ویسا د تعلیمي هڅو د پراختیا فعالیتونه کول. هغه شاوخوا ۶ میاشتې شوې، چې د طالبانو په زندان کې بندي دی.

مطیع الله ویسا له شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی او ندا پرواني، د هغې میړه او څلور کلن زوی او ژولیا پارسي او د هغې مشر زوی په وروستیو اوونیو کې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د مطیع الله ویسا او ژولیا پارسي کورنۍ غړي خبرو ته حاضر نه شول.

خو د ويسا کورنۍ څو ورځې وړاندې ازادي راډيو ته ويلي و چې د ده دوسيه د طالبانو د حکومت محکمې ته استول شوې ده.

د قلم لار ټولنې غړې مرضیه حفیظي ازادي راډیو ته وویل، چې د مطیع الله ویسا قضیه له وکیل پرته د طالبانو دولتي محکمې ته راجع شوې ده.

حفیظي وایي:

"وروستي معلومات همدا دي چې دوسيه يې له وکيل پرته محکمې ته راجع شوې او محاکمه يې په پام کې ده، تر اوسه معلومه نه ده چې کله به کېږي."

د ژولیا پارسي یوه خپله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې تر اوسه د ژولیا پارسي او د هغې د مشر زوی د ساتلو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

هغې وویل:

"اغلې پارسي او زوی یې د چهارشنبې په سهار د طالبانو له خوا ونیول شول، له نیول کېدو وروسته مو ډېره هڅه وکړه چې معلومه کړو په کوم ارګان کې دي، خو له بده مرغه تر اوسه د دوی د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي. پارسي ناروغه وه او موږ یې د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن یوو. "

په ورته وخت کې د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د طالبانو له خوا د غیر قانوني او خپلسرو نیولو د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره یو پرېکړه لیک صادر کړی دی.

طالبانو یو شمېر ښځینه معترضانې هم بندیانې کړي - تصویر له ارشیفه
طالبانو یو شمېر ښځینه معترضانې هم بندیانې کړي - تصویر له ارشیفه

د دې شبکې مسولې ترنم سعیدي ازادي راډيو ته وویل:

"دا خپلسري او غیر قانوني نیول د بشري او د بیان له ازادۍ له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او باید په کلکه وغندل شي. په ټولنه کې د وحشت رامنځته کول د خلکو د وېرېدو او د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې د چوپتیا لامل کېږي. "

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په خپله اعلامیه کې د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مرتضی بهبودي، مطیع الله ویسا او رسول پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ویاند خلیل همراز او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو ځینې فعالان، ښځينه لاريون کوونکې، خبريالان او مدني فعالان نيول شوي دي.

له دې ډلې ځینې نیول شوي بېرته خوشې شوي، خو مطیع الله ویسا، رسول پارسي، مرتضی بهبودي، ندا پرواني، د هغې خاوند او څلور کلن زوی او ژولیا پارسي او مشر زوی یې لا هم د طالبانو په زندان کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG