د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د سولې نوبل جایزې وروستي نوملړ ته د محبوبه سراج لار موندل د افغان ښځو لپاره په څه مانا ده؟


د ښځو او بشري حقونو فعاله، مېرمن محبوبه سراج
د ښځو او بشري حقونو فعاله، مېرمن محبوبه سراج

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت د جمعې په ورځ په خپله وېب‌پاڼه کې د نوبل د سولې د جایزې د نوماندانو وروستی نوم‌لړ اعلان کړ.

د نوبل د سولې د جایزې د نوماندانو په وروستي نوم‌لړ کې ۵ تنو نوم‌لیکنه کړې او د افغانستان د ښځو او بشري حقونو فعاله محبوبه سراج او د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي په ګډه د دې جایزې له نوماندانو څخه دي.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ لیکلي چې، مېرمن سراج د پوهنې، روغتیا او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په برخو کې فعاله وه.

د اوسلو د سولې د څېړنو د انسټیټیوټ مشر هینریک اوردال په یوه بیان کې ویلي، دا چې سږ کال د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵مه کلیزه ده، د نوبل د سولې د جایزې لپاره د دوی لنډ نوم‌لړ د بشري حقونو د مدافعانو او فعالانو د وخت او مناسب تمرکز ښودنه کوي.

د نوبل د سولې جایزې ته د مېرمن سراج نومونه د ښځو او بشري حقونو د فعالانو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د ښځو د حقونو فعاله او په بهر کې د افغان ښځو د نړیوالې اجماع مشره زرغونه ولي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي، چې مېرمن سراج په تېرو دوو کلونو کې له افغان مېرمنو څنګه چې ښايي هغه ډول ملاتړ نه‌دی کړی.

محبوبه سراج په ۲۰۳ کې له ۲۶ کلنې جلا وطنۍ وروسته افغانستان ته ستنه شوې او له قیوداتو سره لا هم په کابل کې فعالیتونه لري
محبوبه سراج په ۲۰۳ کې له ۲۶ کلنې جلا وطنۍ وروسته افغانستان ته ستنه شوې او له قیوداتو سره لا هم په کابل کې فعالیتونه لري

نوموړې وایي:

"موږ د افغان ښځو په ملاتړ د غونډو شاهدان یو، لکه د جنیوا غونډه، د امنیت شورا غونډه او د ملګرو ملتونو غونډې، خو په دې دوو کلونو کې مېرمن سراج د هغو ښځو دفاع ونه‌کړه، چې د دوی پر وړاندې ولاړې وې. په دې مانا چې په افغانستان کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي او مېرمنې ناحق اعتراضونه کوي."

په ناورې کې د تېر جمهوري نظام سفيره او د ښځو د حقونو فعاله شکريه بارکزۍ وايي، اوس‌مهال چې افغان مېرمنې له خپلو اصلي حقونو بې‌برخې دي، د محبوبه سراج نوم د سولې نوبل جايزې په نوم‌لړ کې راتلل يو مثبت ګام دی.

مېرمن بارکزۍ وایي:

"هره افغان مېرمن، چې په هر ځای کې، په هره کچه باندې وځليږي دا د افغان مېرمنو وړتيا ښېي. هيڅ وخت دغسې بين المللي جوايز يو شخص ته، يو فرد ته درناوی ورکول نه‌دی، بلکې د ټولنې هغې طبقې ته احترام ورکول دي چې په رښتيا سره ډېر په مېړانه يې کار کړی وي."

شکریه بارکزۍ بیا د ځینو منتقدانو برعکس د محبوبه سراج ملاتړ کوي
شکریه بارکزۍ بیا د ځینو منتقدانو برعکس د محبوبه سراج ملاتړ کوي

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مرضیه حافظي هم وايي، مېرمن سراج د دې جایزې لپاره وړ ده.

نوموړې وایي:

" دغه شان تکړه ښځې بايد وستايل شي او دغه شان جايزې بايد ورکړل شي. سمه ده چې افغانستان کې ډېرو نورو ښځو هم مبارزه کړې ده، اغلې سراج نظر هغې تجربې ته يې چې لري او هغه درک چې افغانستان له دې سره دی، ممکن له ډېرو نورو ښځو سره نه‌وي، د هغې عمر ته په کتو سره واقعاً چې د دغې جايزې مستحقه ده."

د نوبل د سولې جایزه هر کال د ناروې د نوبل کمېټې له‌خوا هغو شخصيتونو او سازمانونو ته ورکول کېږي، چې د ښځو د حقونو او بشري حقونو د تامین لپاره یې کار کړی وي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره مېرمن سیما سمر هم دغې جایزې ته نومانده شوې وه.

XS
SM
MD
LG