د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

امریکايي چارواکې: د نجونو پر زده‌کړو بندیز د طالبانو 'ډېر ناعادلانه عمل' دی


د نړیوال جنايي عدالت په چارو کې د امریکا سفیره بیټ ون شاک
د نړیوال جنايي عدالت په چارو کې د امریکا سفیره بیټ ون شاک

د نړیوال جنايي عدالت په چارو کې د امریکا سفیره وايي، د نجونو او ښځو په زده‌کړو بندیز د طالبانو 'ډېر ناعادلانه عمل' دی.

بیټ ون سکاک زیاتوي چې دوی د طالبانو له‌خوا د ښځو ځورول په دقت څاري.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

هغې پرون رسنیو ته وویل: "کله چې د نجونو د زد‌ه‌کړو بحث کېږي، په حقیقت کې دا د طالبانو ډېر ناعادلانه عمل دی. د ژوند د چارو لپاره د پلان جوړونې له وړتیاوو د ځوانو نجونو محرومول، له عام فعالیته، د ټولنې د پرمختګ لپاره او نورو تعاملاتو څخه. له همدې امله موږ د دې محدودیتونو د لېرې کېدو په هڅه کې یوو."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نړیوال جنايي عدالت په چارو کې د امریکا متحده‌ایالاتو سفیرې بیټ ون سکاک د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ویلي؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د بندیز پرېکړه د دوی مشر کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د نړیوال جنايي عدالت په چارو کې د امریکا متحده‌ایالاتو سفیره د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسنی چلند په سویلي افریقا کې نژادي اپارټایډ 'تبعیض' سره ور ته بولي، خو زیاتوي؛ متحده‌ایالات تر اوسه په افغانستان د جنسیتي اپارټایډ 'تبعیض' په اړه کوم روښانه دریځ نه‌لري.

خو 'بیټ ون سکاک' دا هم وايي چې دوی د افغانستان لپاره ځانګړی استازی لري چې د افغان نجونو او ښځو د ستونزو د اواري لپاره له طالبانو سره په اړیکه کې دی.

په سویلي افریقا کې په نژادي اپارټایډ یا تبعیض ولاړ حکومتي سیستم او قانون په ۱۹۴۸ کال کې رامنځته شو چې د سپین پوستو او تور پوستو ترمنځ یې توپیري چلندونه رامنځته کړل.

وروسته د دې سیستم پر وړاندې د جنوبي امریکا د بېلابېلو سیاسي ډلو له‌خوا مبارزه وشوه او په ۱۹۸۹ کال بریا ته ورسېده.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ د جون په ۱۹مه له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې 'جنسیتي اپارټایډ' د 'نړیوال جرم' په توګه وپېژني او په دې ډول په ښځو د محدودیتونو له امله له طالبانو سره حساب وکړي.

ریچارد بېنیټ
ریچارد بېنیټ

هاخوا یو شمېر افغان فعالانې هم له نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند تبعیضي بولي او تر خوا یې د دوی پر وړاندې د نړیوالو په پڅ دریځ نیوکه کوي.

فعاله او خبریاله شیرینه محمدي وايي:"زه په ټولو نړیوالو سازمانونو غږ کوم چې د افغان مېرمنو ترڅنګ ودرېږۍ چې هغوی ته یې حق ورکړل شي. موږ په اسلامي چوکاټ کې خپل حق غواړو. ټول بنسټونه همداسې چپ پاتې دي او د افغان مېرمنو ترڅنګ نه‌دي درېدلي، هغه که د ښوونځیو، پوهنتونونو او یا هم د کار موضوع ده."

طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته، افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو، کار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو منع کړي او تر خوا یې له دوی د ورزش او تفریح په ګډون ډېرې ازادۍ اخیستي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG