د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

افغانستان سره د بریتانیا د ۷۶ سلنې بودیجې کموالی؛ چيمپيون: ښځو او ماشومانو ته مرګوني خطرونه پېښوي


په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د کارګر ګوند استازې او د بريتانيا د استازو جرګې د نړيوالې پرمختيايي کمېټې مشره سارا چيمپيون خبرداری ورکوي چې د افغانستان، يمن او د افريقايي هېوادونو په ګډون يو شمېر هېوادونو ته یې د هېواد د پرمختيايي بودیجې په کمېدو سره به ښځو او ماشومانو ته مرګوني خطرونه پېښ شي.

هغه خبرداری ورکوي چې د افغانستان، یمن او یو شمېر افریقايي هېوادونو په څېر په بشري ناورین کې د ښکېلو هېوادونو لپاره د بریتانیا د بهرنیو مرستو د بودیجې کمېدل به ښځو او ماشومانو لپاره وژونکې پایلې ولري.

په هغه اعلاميه کې چې د چهارشنبې په ورځ د بريتانيا د پارلمان په ويبپاڼه خپره شوه، د سارا چيمپيون په حواله په کې ويل شوي چې نوموړې د افغانستان لپاره په بودیجه کې ۷۶ سلنه کموالی د نه باور وړ بللې.

نوموړې ویلي، په تېرو څو کلونو کې شواهدو ښودلې چې د بریتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې کمښت به د انساني تلفاتو لامل شي.

چیمپیون زیاته کړه هغه خلک چې په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي لوی شمېر به یې له لوږې سره مخ شي، همداراز هغه مېرمنې، نجونې او ناتوانه خلک چې د انګلستان له مستقیمو مرستو برخمن کېدل پر هغوی به یې اغېز ډېر وي.

د بريتانيا د استازو د جرګې د نړيوالې پرمختيايي کمېټې مشرې همداشان ویلي، د بهرنيو مرستو کمېدل به د دې لامل شي چې له خوارځواکۍ سره په اړینه توګه مبارزه ونه‌شي او په یادو هېوادونو کې په سلګونو زره مېرمنې جنین له منځه وړلو سره مخ شي او په زرګونه نورې مېرمنې به د ماشوم د زېږون پر مهال مړې شي.

دا غبرګون د ۲۰۲۳م کال نه د ۲۰۲۴م لپاره د بریتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې د پام وړ کمښت په اړه د بهرنیو چارو وزارت د راپور په ځواب کې او د دغه هېواد د پراختیا وزارت د ارزونې پر وړاندې ښودل شوی.

خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بودیجه به د لنډې مودې لپاره د سپما په هدف کمه شي، خو په راتلونکي کال کې به تقریباً دوه برابره بېرته زیاته شي.

د کابل په یوه سړک کارګر ماشومان
د کابل په یوه سړک کارګر ماشومان

په همدې حال کې یو شمېر افغانې مېرمنې وايي چې دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "زه درې واړه ماشومان لرم، که په کور کې یو ځل کچالو پاخه کړم، د هغه پوټکي په یخچال کې ږدم چې بیا یې پاخه کړم. زه وایم چې ستونزې مې زیاتې دي، زه اوس یوازې پنځه زره افغانیو قرض لپاره هرځای ګرځم چې څوک یې راته راکړي."

له بلې خوا د بشري حقونو یوه فعاله رودابه فروتن د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د بریتانیا د مرستو کمیدل ناروین رامنځته کونکي بولي.

نوموړې وايي: "په ځينو ولايتونو کې خلک کلينيکونو او ډاکترانو ته هم لاسرسى نه لري او خپلې ښځې د زېږون لپاره ښارونو ته وړي، ځينې يې په لاره کې زېږون کوي، ځکه چې د سړکونو د خرابوالي او يا له هغه ځايه دوی لرې دي. اوس فکر وکړئ که په دې برخه کې مرستې کمې او یا بندې شي، په افغانستان کې به څه ډول بشري ناورین رامنځته شي."

په افغانستان کې د بریتانیا په مرستو کې د ۷۶ سلنه کمښت خبره داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په پاتې میاشتو کې د بشري مرستو رسولو پلان د بودیجې له کمښت سره مخامخ دی.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' د اجراییوي رییس مرستیال کارل سکاو ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام باید د افغانستان له خلکو سره مرستې له ۷۵ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته راکمې کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق یا یونېسف د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په مې میاشت کې ۲۹.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG