د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د سره صليب نړيوالې کمېټې د کندهار میرویس روغتون سره مرستې کمې کړي


په کندهار کې د میرویس روغتون یوه څنډه
په کندهار کې د میرویس روغتون یوه څنډه

د سره صلیب نړیوالي کمېټې یا 'آی سي آر سي' د کندهار له میرویس حوزوي روغتون سره مرستې کمې کړي چې له امله یې دغه روغتون د درملو د کمښت سره مخامخ شوی.

یاد روغتون ته راغلي ناروغان د درملو د کمښت شکایت کوي او وايي چې د روغتون ډاکتران د شخصي درملتونونو څخه د درملو راوړلو سپارښتنه ورکوي.

میرویس روغتون چې د حوزې په کچه هره ورځ د شاوخوا ۳۰۰ زره ناروغانو وړیا درملنه کوي د تېرو درو لسیزو راهیسې یې سره صلیب د درملو، د ډاکترانو د معاشاتو او په نورو طبي برخو کې ملاتړ کاوه.

نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG