د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ملا حسن اخند له کندهاره بېرته کابل ته ستون شو 


د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند - پخوانی انځور
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند - پخوانی انځور

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په کندهار کې له دوه میاشتني استراحت او درملنې وروسته بېرته کابل ته ستون شو او خپله دنده یې پېل کړه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، نوموړی نن دوشنبه سهار د دوی د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې کابل ته ورسېد.

بلال کريمي وايي: "باید ووایم چې محترم رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند به ارګ ته له رسېدو سره سم، د ریاست الوزرا د عالي مقام په توګه د مملکت د امورو د لا ښه تنظیم او مدیریت په هدف خپلو وظایفو ته دوام ورکوي."

ښاغلي کریمي د رئیس الوزرا د ناروغۍ په اړه معلومات نه‌دي ورکړي او دا هم څرګنده نه‌ده چې له دوه میاشتني استراحت وروسته اوس د ملا حسن اخند روغتیایي وضعیت څه ډول دی.

په تېرو دوو میاشتو کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا کفالت پر غاړه درلود.

XS
SM
MD
LG