د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

راپور: د افغانستان اقتصادي ودې ته په کتو مالي پړسوب ۱.۹۴ سلنې ته رسېدلې


ارشیف: د کابل د منډوي یوه څنډه
ارشیف: د کابل د منډوي یوه څنډه

نړیوال بانک په یوه نوي راپور کې د افغانستان د اقتصادي ودې وضعیت ته کتنه کړې او ویلي چې د روان کال په مارچ میاشت کې مالي پړسوب ۱.۹۴ سلنې ته رسېدلې دی.

که څه هم په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر وخت په وخت په دغه هېواد کې د بې وزلۍ د پراخېدو او بشري مرستو ته د بېړنۍ اړتیا په اړه بېلابېل راپورونه خپروي، خو نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د افغانستان اقتصاد ته کتنه کړې او ویلي یې دي چې مالي پړسوب په هېواد کې مخ په کمېدو دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د روان کال په مارچ میاشت کې د مالي پړسوپ کچه ۱.۹۴ سلنه او په فبرورۍ کې ۳.۵ سلنه وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې مالي پړسوب ۱۸،۳ سلنه و.

په دغه راپور کې راغلي، پولي ثبات، په نړیواله توګه د خوراکي او سون توکو د بیو ټیټوالی، د خوراکي توکو په تولید او ذخیره کولو کې ښه‌والی، په بازارونو کې د اړتیا وړ توکو شتون او د بیو راټیټېدل دا ټول د مالي پړسوپ د کمېدو لاملونه دي.

نړیوال بانک په دغه راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۳ کال له اپرېل میاشتې راهیسې د افغانیو ارزښت د ډالرو د بیې، چینايي ین او یورو پر وړاندې ارزښت ډېر کم راټیټ او د پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومان پر وړاندې یې بیه لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د روان کال له جنوري مياشتې څخه تر اپرېل میاشتې پورې افغانستان د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالي سره ۰،۶ بیلیون ډالره صادرات کړي چې ډېره برخه یې پاکستان ته د ډبرو سکرو او تېلو صادرات وو.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، سږ کال افغانستان د ۲۰۲۲ کال په پرتله د ۲۷ سلنه زیاتوالي سره ۲،۴ میلیارده ډالر واردات کړي چې ډېره برخه یې له ایرانه راغلي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د راپور ته بېلابېل نظرونه لري.

د اقتصادي چارو پوه عبدالنصیر رشتیا ازادي راډیو ته وویل، له ۲۰۲۱ کال وروسته چې له افغانستانه لویه پانګه وایستل شوه، اوس اصلاحات راغلي او د صادراتو زیاتوالي د مالي پړسوب د کچې په راټیټولو کې مرسته کړې ده.

نوموړی وايي: "په تېر کال کې د افغانستان صادرات کې زیاتوالی راغی، همداسې په ګمرکونو کې د مالیاتو ټولول، د معادنو استخراج دا ټول هغه دلایل دي چې مالي پړسوب یې راټیت کړی دي او د افغانستان اقتصاد بیا تازه ساه اخیستې."

خو د اقتصادي چارو بل کارپوه شاکر یعقوبي بیا وایي، مالی پړسوب هغه وخت راکمېدی شي چې اقتصادي او بازار کې ښه والی راشي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې ډېرې اقتصادي ستونزې شته.

نوموړی وايي: "دې ته په پام چې اقتصادي وضعيت، د پیسو نرخ، کارو باراو د کالیو قیمتونه د قناعت وړ نه دي، زه نه پوهېږم چې دا راپور په کومو معیارونو ولاړ دی او څنګه ارزونه شوي ده، په داسې حال کې چې دا وضعيت د افغانستان له اوسني وضعیت سره اصلا صدق نه کوي."

نړیوال بانک زیاته کړې چې په اپرېل میاشت کې مسلکي او غیر مسلکي کارونو وده کړې، خو بیا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله ټیټه ده او عاید او معاشونه هم ټیټ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې یو دوکاندار چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د پېر او پلورله بد وضیعت شکایت کوي.

دا دکاندار وایي: "بازار دا اوس په پیسو څرخي، زما کار نوي سلنه له منځه تللی دی، یوازې لس سلنه کال مې پاتې دی، زه چې کوم بازار کې یم، ډېرو په دغه میاشت کې هېڅ فروشات نه دي کړي، کار وبار کې اتیا سلنه کموالی راغلی."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د مرکزي بانک د ویاند نظر هم ولري، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او یو شمېر کورنۍ لا هم د مرستندویه بنسټونو پر مرستو ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG