د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د نېلسن منډېلا مېرمن: نړۍ بايد د طالبانو د ننګولو لپاره نوښتګرې لارې ولټوي


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د لاریون انځور

د نېلسن منډېلا مېرمن او د ښځو د حقونو مخکښه فعاله 'ګراسا ماشل' وايي، د طالبانو له‌خوا د افغان مېرمنو ځورول د تبعیضي اپارټاید یوه بڼه ده، خو د نړیوالې ټولنې غبرګون یې په اړه نرم دی.

یو شمېر افغان نجونې او ښځې چې له زده‌کړو بې برخې دي وايي، پر ښځو د بندیزونو له دوام سره د ناخوښۍ احساس کوي.

د هرات ولایت یوې زده‌کوونکې فرشتې عظیمي ازادي راډيو ته وویل: "ښوونځي له څه باندې ۶۰۰ ورځو راهیسې تړل شوي او نور محدودیتونه دوام لري. نړیوالې ټولنې په دې برخه کې هېڅ ډول اقدام نه‌دی کړی. ټول په لیکلي ډول غندل شوي، خو په عمل کې هیڅ نه‌دي شوي. "

دغه راز د بدخشان پوهنتون محصله مريم رسولي چې له پنځو میاشتو راهیسې یې پوهنتون ته پر تګ بندیز لګول شوی وايي: "زه او ټولې نجونې همدا اوس په ډېر دردونکي حالت کې یوو. هره شپه او هر سهار مو په اوښکو تېروو. زما ټول خوبونه دې ډلې له منځه وړي. هېڅ هیله نه‌لرم. دوه کاله مو ژوند په تیاره کې تېر شو."

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو او ماشومانو د حقونو نړیواله مدافع او د نېلسن منډېلا مېرمن ګراسا ماشل وايي، نړیواله ټولنه نه‌شي کولای چې د افغانستان د ۵۰ سلنه وګړو د راتلونکي په اړه پرېکړه طالبانو ته پرېږدي.

نیلسن منډیلا د سولې د نوبل جایزې ګټونکی، د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر او په دې هېواد کې د جنستي اپارټاید پر وړاندې مخکښ مبارز و.

مېرمن ماشل د بریتانيا له ټلېګراف مجلې سره په خپله نوې مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ویلي، نړۍ بايد د طالبانو د ننګولو لپاره نوښتګرې لارې ولټوي.

هغې په ټینګار سره ویلي، پر طالبانو باید فشار راوړل شي ترڅو پوه شي چې نړیواله ټولنه د دوی تبعیض د منلو وړ نه بولي ځکه چې دوی ښځې دي.

د نوموړې په وینا، تر اوسه د هغو (طالبانو) په وړاندې چې د افغانستان واکمنان شول د نړۍ غبرګونونه د جنستي اپارټاید په برخه کې ډېر نرم دي.

نجيبه سنجر چې د بشري حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د همغږۍ د چتر بنسټ اېښودونکې ده وايي، نړيوالې ټولنې پر طالبانو داسې فشار نه‌دى اچولى چې د ښځو پر زده‌کړو او کار محدوديتونه لرې شي، ځکه چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي دوام لري.

مېرمن سنجر ازادي راډيو ته وویل: "ځکه چې د طالبانو او افغانستان د مسايلو په اړه د نړيوالې ټولنې ترمنځ اجماع نه‌شته او دا د همغږۍ نشتوالی دی او د افغانستان په اړه د یوه واحد نظر نشتوالی یو له هغو لاملونو څخه دی چې پر طالبانو لازم فشار نه‌دی اچول شوی."

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي او تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې په دې برخه کې فشارونه کومه نتیجه نه‌لري.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو په زیاتېدونکې توګه ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه ایستلې دي.

له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته همدا شان پوهنتون ته د تک اجازه نه‌لري، ډېری افغان ښځې په دولتي او نادولتي دفترونو کې له کار کولو منعې شوې دي، حجاب ورته لازمي ګرځول شوی او له محرم پرته د لرې واټن سفر نه‌شي کولی.

ګراسا ماشل د بشري حقونو فعاله ده چې په ۱۹۸۸ کې په سویلي افریقا کې د جنسيتي اپراټاید پر وړاندې د مبارزې مشر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکي نیلسن منډیلا سره واده وکړ او د منډیلا تر مړینې پورې یې پنځلس کاله د هغه سره ژوند وکړ.

اپارتایډ د جنستي تبعیض یو ډول دي چې خلک د نژاد له اړخه جلا ساتل کېږي او له ټولو سیاسي او بشري حقونو څخه بې برخې پاتې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG