د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د کتاب نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې له فزیکي کتابونو استفاده کمه شوې


ارشیف؛ په کابل کې یو کتابتون
ارشیف؛ په کابل کې یو کتابتون

په کورونو کې د کتابتونونو درلودل د کتاب د مینه والو او لیکوالانو لپاره ښايي حتمي امر وي.

د کتابونو د لوست یو شمېر مینه وال وايي، په کورونو کې د لوست لپاره کتابتونونه لري او وخت په وخت ترې ګټه اخلي.

لیکواله او شاعره ساجده میلاد وايي، په خپل کور کې یو کوچنی کتابتون لري چې د دې د ذهن د ارامۍ تر ټولو ښه ځای هماغه دی.

هغه وايي،کتابونو سره سکون مومي او هره ګړۍ چې وخت پیدا کړي لوست کوي.
میلادي وویل: "زه چې په خپل کور کې کومه کتابخانه لرم ډېره کوچنۍ ده او تر اوسه غني شوې نه ده، زه هڅه کوم چې دا کتابخانه لویه کړم. زما د علاقې وړ کتابونه زما په کتابتون کې شته لکه د حافظ او مولانا کتابونه. زما اولادونه هم له همدې کتابخانې ګټه اخلي. که څه هم اوس تر ډېره معلومات په انټرنېټ کې شته خو کتابخانې خپل ځای لري."

په بامیان کې د ښځو یو ځانګړی کتابتون
په بامیان کې د ښځو یو ځانګړی کتابتون

مېرمن میلاد وايي، اوسمهال چې هر څه برښنايي شوي او ان یو شمېر کتابونه په غږیزه بڼه خپرېږي او دغه شان ټولنیزې رسنۍ د خلکو تر منځ عامې شوي ښايي د کتابونو لوست کم شوی وي، خو د نوموړې په خبره څومره چې له چاپ شویو کتابونو اخیستنه کېدای شي له انټرنېټ ناشونی دی.

په همدې حال کې د کتابونو یو مینه وال کیا وايي، له ښوونځي له دورې تر لوړو زده کړو یې په کور کې نږدې ۵۰۰ کتابونه راټول کړي او یو وړوکی کورنی کتابتون یې ترې جوړ کړی دی.

هغه وايي، ډېری وخت د خپلو کتابونو په دې کوچنۍ نړۍ کې تېروي.

کیا زیاتوي: "نږدې پنځه سوه جلده کتابونه لرم. د هر چا لپاره د شخصي کتابتون درلودل ډېر مهم دي. کله چې یو چا کتابونه ټولول پوه شه چې خامخا د کتابونو له لوست سره مینه لري. مونږ که وغواړو او که نه دا زمونږ په شاوخوا کسانو تاثیر لري، په ځانګړي ډول په ماشومانو."

نوموړی وایي، کور کې د کتابتون درلودل ډېرې ګتې لري هم خپل شخص ته او هم نورو ته، ځکه نورو ته یې هم د لوستو لپاره ورکولی شې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د مطالعې یو شمېر مینه والو لکه لیکوال جاوېد فرهاد او مدني فعال حفیظ اخګر د بد اقتصادي وضعیت له امله خپل کورني کتابتونونه خرڅ کړي وو.

د یکشنبې ورځ د اپرېل ۲۳مه د کتاب له نړیوالې ورځې سره برابره وه.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو په ۱۹۹۵ میلادي کال کې دا ورځ د کتاب د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله چې په افغانستان کې په تېر کلونو کې ترې نه د کتابونو د نندارتونونو په جوړولو او نورو بېلابېلو پروګرامونو له لارې نمانځنه کېده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG